سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهپاکستان طالبانو ته د ماین خښولو لپاره برمې ورکړي

پاکستان طالبانو ته د ماین خښولو لپاره برمې ورکړي

تاند(دوشنبه، د حوت ۴) امرالله صالح ویلي، پاکستان طالبانو ته برمې ورکړې چې په سراچه موټر کې ورسره وي او د کابل پر سړکونو ماینونه ځای پر ځای کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو د ناستې مهم موضوعات په فېسبوک پاڼه خپاره کړي او زیاته کړې یې ده چې طالبانو له پاکستان څخه داسې نوې برمې ترلاسه کړې دي چې د یوې یا دوه دقیقو په موده کې پر سړک لس سانتې متره غار (سوری) کولی شي او د سړک د رنګ په شکل ماین په کې ځای پر ځای کوي.

د نوموړي په خبره، دغه برمې په سراچه موټرونو کې ځای پر ځای کیږي او په ډېره کمه موده کې یې په سړک کې ښخوي.

د صالح په وینا په کابل ښار کې د تېرې ورځې چاودنه کې هم له ورته برمو او ماین څخه کار اخیستل شوی و چې د څلورو هېوادوالو ژوند یې واخیست.

کابل کې تېره ورځ ماین چاودنې د پولیسو او عامو خلکو په ګډون څلور کسان ووژل شول او پنځه نور یې ټپیان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب