جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهولسي جرګې امنیتي مسوولان د وضاحت لپاره جرګې ته وبلل

ولسي جرګې امنیتي مسوولان د وضاحت لپاره جرګې ته وبلل

تاند ( دوشنبه، د حوت ۴) د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني وایي د امنیتي ادارو مسوولان باید د وروستیو پېښو په اړه د وضاحت لپاره دغه جرګې ته ورشي.

رحماني د ولسي جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال په کابل کې د تېرې ورځې چاودنه بوږنوونکې وبلله او پر حکومت یې غږ وکړ چې ژر د شته ګواښونو د ختمولو لپاره ګامونه پورته کړي.

نوموړي همدا راز د ولسي جرګې امنیتي او دفاعي کمیسیون ته دنده وسپارله چې، د امنیتي ادارو مسوولان او د کورنیو چارو وزارت چارواکي دغه کمیسیون ته راوغواړي او د وروستیو نا امنیو په اړه وضاحت ترې وغواړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ مازیګر  د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند برکي څلورلاري ته نږدې  یوه چاودنه وشوه چې د وروستیو معلوماتو له مخې څلور کسه یې ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.

د دې پېښې انځورونه او ویډیوګانې خورا بوږنوونکي وو چې په ټولنیزو رسنیو کې یې هم سخت غبرګونونه پارولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...