جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهله ناندریو وروسته د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه تصویب شوه

له ناندریو وروسته د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه تصویب شوه

تاند ( دوشنبه، د حوت ۴) ولسي جرګې تر اوږدو ناندریو وروسته نن د رایو په اکثریت د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې درېيمه مسوده تصویب کړه.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون وايي چې، حکومت یې غوښتنې عملي کړې دي نو ځکه دغه بودیجه تاییدوي.

د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه څه باندې ۴۷۳ میلیارده افغانۍ ده.

په یاده بودیجه کې ۳۱۱ ملیارده عادي او پاتې نوره یې براختیایي بودیجه ده.

ولسي جرګه داسې مهال د ۱۴۰۰ ام مالي کال بودیجه تصويبوي چې له دې وړاندې یې یاده بودیجه دوه ځلې رد کړې ده.

د یادونې ده چې له دې وړاندې ولسي جرګې د ۱۷ لاملونو له مخې چې یو هم پکې نا انډولي ښودل شوې وه د ۱۴۰۰هـ ل مالي کال بودیجې طرحه د رایو په اکثریت رد کړې وه او په هغې کې یې د تعدیل غوښتنه کوله.

په ورته مهال ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې له غړو څخه د ۱۴۰۰ مالي کال د ملي بودجې د تصویب په خاطر مننه وکړه.

ولسمشر وايي چې د بودیجې تصویب دولت د پلانونو او برنامو په ځانګړي ډول په ټول هیواد کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره، مهمه ده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...