ځای: انلاین
نېټه: 01/06/2024
د ګډونوالو شمېر: 20
وړاندېکوونکې: ګلالۍ مومند
راپور: محبوبه اکبر
د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د دې اوونۍ په غونډه کې لومړی د نظیفې ستانکزۍ پر لنډه کیسه کره کتنه وشوه او په دویمه برخه کې یې مشاعره وه، خو بحث په افغانستان کې د ښځو د اوسني وضعیت پر څرنګوالي باندې پیل شو او د بهیر ډېریو غړيو د سترګو لیدلي حالات سره شریک کړل.
د کره کتنې په برخه کې نعیمه غني، شفیقه خپلواک، معصومه غرنۍ او مینا نظري د نظیفه ستانکزۍ پر دې کیسه نقد او نظرونه شریک کړل؛
ـــــــــــــــ
افغانۍ ماشومه
زرغونه هغه نجلۍ چې د کوچنیتوب رنګینه دوره یې په ستونزو کې تېروله.
هغه په واړه عمر کې یوه دردیدلې ماشومه وه
هر سهار به وخته له کوره د ژاولو یا پلاستیک خرڅولو لپاره وتله او مازدیګر به بېرته کور ته راتله.
خو په دې ورځ خوب پرې راغلی وو.
د لمر وړانګو ټوله حویلۍ نیولې وه
مور یې ورغږ کړل؛
زرغونې لورې ویښه شه ناوخته ده.
خو زرغونه لا هم په خوب کې وه
مور یې کوټې ته ورغله ویې غوښتل چې ویښه یې کړي چې د زرغونې د لاس چاودو ته یې پام شو. زړه یې ډېر خفه شو او په خپل بد قسمت یې مړاوې اوښکې له سترګو تویې شوې د هغې لاس یې ورته ښکل کړل.
د زرغونې په مخ چې د خپلې مور اوښکې تويې شوې راویښه شوه، مور یې چې په ژړا ولیده په وارخطا غږ یې وویل؛ مور جانې څه خبره ده ولې ژاړی.
مور یې ورته وویل؛ هیڅ لورې هسې مې دي پلار راپه یاد شو.
زرغونې په خپلو کوچنيو لاسونو د خپلې مور اوښکې پاکې کړې او پر مخ یې ښکل کړه.
هغه ډېره ښه پوهیده چې مور یې څه ته ځورېږي
مور ته یې وویل؛ مور جانې! ته غم مه کوه خدای پاک به دا ټولې ستونزې حل کړي.
مور یې په سر ښکل کړه؛ انشاءالله
زرغونې ته یې وویل؛ هله لور مې جار سم ژر کوه چې ناوخته ده زرغونه پورته شوه خپل مخ او لاس یې پرېمنځل، غوښتل یې چې د سهار چاي وڅښي.
چې پخلنځي ته لاړه ویې لیدل چې وچ چای هم خلاص شوی.
زرغونه کوټې ته ولاړه غوښتل یې مور ته یې ووایي. خو ويي ليدل چې مور یې د ناروغې خور سر ته ناسته ده، بیا یې هم د مور په سترګو کې اوښکې دي او ژړل یې. زړه یې و نه شو چې ورته ووایی.
ځان سره یې وویل اوس مې که مور ته ووایم بیا خفه کېږي راځه نن به له اوبو سره ډوډۍ وخورم.
څو شېبې وروسته یې مور ته غږ کړل
مور جانې زه نوره لاړم. مور یې ورته وویل: په الله دې سپارم لور جانې پام کوه چې موټر د ونه وهي.
بیا د ښځې ستوني غریو واخیست ویې ویل کاشکې مې ښوونځي ته لیږلای شوای لورکۍ!
بیا یې هم صبر وکړ او ځان یې د الله تقدیر ته وسپاره .
د زرغونې پلار په جنګونو کې مړ شوی وو، یوه خور یې چې له دې مشره وه د سرطان په مرض اخته وه او یو ورور یې درلود چې وروسته د پلار له مرګ نه په نشه یی توکو اخته شوی وو.
مور یې هم د خلکو په کور کې کار کاوه خو له هغې ورځې چې د مشرې لور مرض یې ډېر شوی وو دا هم کار ته نه تله.
بس یوازې زرغونه وه چې روپۍ به یې ګټلې.
له يوې خوا غریبي، ناروغه لور او معتاد زوی، بس ژوند دا کورنۍ له ډیرو سختیو سره مخ کړې وه.
زرغونې به بیا د ښوونځیو مخ ته ژاولې په زده کوونکو خرڅولې، شايد دلیل یې دا وو چې له ښوونځي سره یې ډېره مینه وه او دې ته به د زده کوونکو نندارې ډیر خوند ورکاوه.
دې به تل د نجونو په لېدو چې دښوونځي جامې یې اغوستي او بیکونه ورسره ښوونځي ته ځي د درس ويلو ارمان کاوه.
دا یې د ژوند لویه هیله وه چې په ښوونځي کې درس ووایي او په راتلونکې کې لایقه ډاکټره شي. خو ژوند ورسره ډېر ناځوانه روان وو.
یوه ورځ یې چې د تل په څیر له ښوونځي سره ژاولې خرڅولې څو نجونو ته یې پام شو چې په دې پورې خاندي او ملنډې پرې وهي. هغوی پاک او نوي بوټان او کالي اغوستي وو.
زرغونه وشرمیده ؛ خپل خیرن او زوړ ټیکرۍ یې پر سر راسم کړ ، خپلو جامو ته یې وکتل چې څومره زاړه شوي وو او بیا خپلو څپليو ته چې شکیدلې وې او مور یې ورته
څو ځلې په تار ګنډلې وې.
سترګې یې له اوښکو ډکې شوې خو ځان یې کلک کړ.
له هغوی نه لرې شوه خو د هغوی د ملنډو آواز یې اوس هم اوریده
بیا یې يوې وړې نجلۍ ته پام شو چې په لوړ او خوشاله آواز یې وویل؛ پدر جاااان
او د یوه سړي په غیږ کې یې ځان واچاو، هغه د نجلۍ پلار وو.
زرغونې ورته کتل چې څنګه هغه سړی خپله لور نازوي او ښکلوي.
بیا یې دوکان ته بوتله جوس او بیسکیټ یې ورته واخیستل او همداسې روان شول.
زرغونې تر ډېره په هغوی پسې کتل. لور او پلار د مینې ننداره یې کوله چې دا څو کاله ترې محرومه ده.
د دې صحنې په لیدو د زرغونې کوچنۍ زړګی سخت ودردېده، له سترګو یې د اوښکو مرغلرې تویې شوې.
په زړه کې یې وویل؛
کاشکې زما پلار هم ژوندی وی، څو زه یې هم په غېږ کې نیولې وای او مینه یې راسره کولای. ښه ښه کالي او بوټان یې راته اخیستی او ښه خواړه مو خوړلای.
زرغونې ته شاید د نویو کالیو نه درلودلو او لوږې درد دومره سخت نه وی.
خو د پلار نشتون او د هغه له مینې څخه محرومیت ورته ډېره سخته وه.
ــــــــــــــــ
د کره کتنې په برخه کې لومړی نعیمې غني نظر شریک کړ؛ د کیسې موضوع ډېره مهمه او له وخت سره مناسبه انتخاب شوې. افغان ښځې باید پر خپل قلم د خپلې ټولنې مشکلات ولیکي، ځکه دوی تر بل هر چا د خپلې ټولنې ناخوالې ښې درکولای شي.
په کیسه کې هر کس ځانته یوه کیسه لري، خو د لنډې کیسې د توان تر حده موږ یوازې د یوه کس د ژوند څو صحنې را اخیستلای شو.
د دې کیسې د سر تبصرې ته اړتیا نه وه. د نجلۍ د یوه سهار کیسه د هغې د ژوند ټول سهارونه زموږ مخې ته ږدي او موږ په دې پوهېږو چې نور سهارونه به یې تر دې ډېر بدل نه وي.
په کیسه کې ډېر څه ویل شوي، خو کم څه راښودل شوي دي.
د کیسې ژبه هم خبري ژبه ده.
همدارنګه کیسه پای نه لري یا هم په کیسه کې ښه نه دی را اخیستل شوی او د کیسې وروستۍ جمله هم د کیسې د سر د جملې غوندي اضافه جمله ده.
د لیکوالو د ډېرو کیسو لوستل او ډېر لیکل د لیکوالې کیسې عالي کولای شي.
شفیقه خپلواک؛
اکثره ډیرې لنډې کیسې لیکي خو د دې کیسې یو ښه ټکی دا و چې اوږده کیسه وه.
د کیسې کرکټرونه زیات دي، مثلا له پلار څخه یتیمه پاتېدل خپله یوه کیسه ده، یوه ښځه کونډېدل یوه کیسه، د یوې کورنۍ ځوان زوی معتاده کیدل هم ځانته یوه کیسه ده… یانې په دې کیسه کې هره ناخواله خپله یوه کیسه ده، چې په پای کې یو اړخ هم سم نه دی تشریح شوی.
بله مهمه موضوع د کیسې ژبه ده، د کیسې ژبه باید مالومه وي، مثلاً لورجانه، مورجانه به د یوې عادي پښتنې لپاره کېدای شي خستهکن یا نامفهومه کلیمې وي، ځکه په ورځني ژوند کې موږ همداسې کلیمې لکه لورکۍ، لورکه، زمنکه، زویکه، او نور کاروو. دا ډول سوچه پښتو کلیمې له کیسې سره ډیره مرسته کوي چې کرکټرونه لا ښه اصلي او کلیوالي معرفي شي.
د کیسې لیکوال/لیکواله د هر کرکټر کړنې نه تشریح کويو یانې هر کرکټر د شخصیت، احساس او غږ څښتن دی، چې باید په کیسه کې څرګند شي.
بله خبره دلته دا ده که د مور ژبه یو څه تنده وای ډیره به
طبیعي وه. مثلاً دا یوه عادی مور نه ده، دا یوه داسې ستړې کونډه ده چې لاعلاجه ناروغه لور او معتاد زوی ورته ناست دي، یوازې وړه لور یې پر سرکونو ګرځي چې یوه مړۍ ډوډي پیدا کړي. نو که د “ پر الله دې سپارم لور جانې پام کوه چې موټر دي و نه وهي ” پر ځای لیکلای شوای “پر ځان پام کوه چې موټر دې و نه وهي دا غم به بیا چېرته وړم؟”
دا کیسه په عمومی توګه د کرکټرونو روزل او د کیسې ژبې ته اړتیا لري. او دا ډېره د خوشالي خبره ده چې د ښځو لیکني د ښځو لخوا لولو.
معصومه غرنۍ؛
د نعیمې غني او شفیقې خپلواک د نظرونو په تایید وویل چې زموږ د حقیقي ژوند حالات په ځانګړې توګه د ماشومانو د مجبوریت ژوند په دې کیسه کې ښه تشریح شوی دی. د ماشوم او پلار د مینې انځور خوندور و. خو د کیسې د قوی کیدلو لپاره باید تمرکز پر یوه ستونزه شوی وای، په داسې حال کې چې کرکټرونه له یوه بله لري وو. ځینې تکراري یا کلیشهای جملې کارول شوې وې د بېلګې په توګه: زاړې ځپلۍ، خیرن او شکیدلی پړونی او…
زما په نظر مهمه موضوع پکې ښوونځي ته منفي اړخ ټاکل دي، یانې د ښوونځي نجونو ته باید مثبت اړخ ورکړل
شوی وای مثلاً د ښوونځي نجونې په ډېره مینه له زرغونې ژاولي او نور شیان اخیستل…
مینا نظري؛ زما نظر هم د نعیمه، شفیقه او معصومه جانې مطابق دي او همدې ټکو ته مې اشاره غوښتل وکړم.
په پای کې نظیفې ستانکزۍ له ټولو مننه وکړه او نظرونه یې د ځان په ګټه او د تجربې په زیرمه کولو کې ګټور وبلل، دې وویل دا چې زما د لیکوالي پیل دی او ډېره زیاته تجربه نه لرم طبعاً ستونزې پکې ډېرې دي او زه دې نظرونو ته ډېره زیاته اړتیا لرم څو په راتلونکو لیکنو کې استفاده ترې وکړم.
اغلې نظیفې دا یادونه هم وکړه چې د دې کیسې الهام یې د ګاونډي د لور له ژونده اخیستی و او رښتینی ژوند یې د کیسې پر بڼه لیکلی.
په ځواب کې یې شفیقې خپلواک خپل نظر او وړاندیز دغسې تشریح کړ؛
موږ پوهېږو چې کیسه لیکل واقعاً ډېر سخت کار دی، خو یوازینی لار یې لېوالتیا او لېونۍ مینه درلودل دي چې تا اړ باسي او د مسولیت احساس درته پیدا کېږي چې ویې لیکې او دا تنده یوازې او یوازې په لیکلو خړوبېږي.
یو کیسه لیکل دي، بله خاطره لیکل دي، په خاطره لیکلو کې ته هر هغه څه چې وینې لیکې، د کیسې لیکلو خلاف کرکټرونو کمولو یا زیاتولو ته اړتیا نه لرې، د کیسې غوندي د اوصولو مراعاتولو ته اړتیا نه لري او دا خاطره دې سل کالونه وروسته بیا هم یوه خاطره پاتېږي.
خو کیسه یوه افسانوي یا خیالي داستان دی، د کیسې کرکټرونه خیالي وي، ښایې څو کاله وروسته هغه د هیچا په یاد کې پاتې نه شي.
نو زما وړاندیز به دا وي چې د داسې واقعي پېښو لیدل خاطره غوندي ولیکئ چې هم تاریخي ارزښت لري او هم خپله اصلي بڼه تر عمرونو ساتي، خو که موږ دا خاطره د کیسې پر بڼه په یوه مختلف شکل یا مختلف ژانر کې راولو نو دا به یوازې یوه کیسه وي چې نه کومم تاریخي ارزښت لری او نه به یې کرکټرونه رښتیني وي.
د غونډې په پای کې مشاعره وشوه.
لومړۍ شعر د واورینې مومند له خوا واورول شو. ورپسې نعیمې غني د شاعري په نوم یو غزل ولوست. معصومې غرنۍ د نرګس تر عنوان لاندې شعر ووایه. وروستي شعرونه شفیقې خپلواک او مینا نظري واورول.