یکشنبه, جون 23, 2024
Homeخبرونهد واخان پر کوریدور د چین د سفیر او عزیزي خبرې

د واخان پر کوریدور د چین د سفیر او عزیزي خبرې

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۲۴ مه) په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ وايي، د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت له وزیر سره یې د واخان کوریدور په اړه خبرې کړي دي.

ژاو شینګ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «موږ د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره د سیمه ییز اتصال، د واخان دهلیز د جوړولو او له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په اړه خبرې وکړې.»

ده همداراز لیکلي: «په دې کتنه کې موږ دواړو موافقه وکړه چې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړو.»

د واخان دهلیز د جوړولو طرحه په لومړي ځل په ۲۰۱۳ کال کې چین ته د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال راپورته شوه. ښاغلي غني له چین څخه وغوښتل چې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګري کاروانونو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د لویې لارې په جوړولو سره د ورېښم زوړ سړک ورغوي.

د دې لویې لارې د جوړولو چارې چین ته د اشرف غني تر سفر شاوخوا اووه کاله وروسته پیل شوې، خو مخکې له دې چې بشپړې شي، د اشرف غني حکومت سقوط وکړ.

د افغانستان پخواني حکومت د ۱۴۰۰ لمریز کال په ثور میاشت کې اعلان کړی و چې دغه سړک ۴۹،۷ کیلومتره اوږدوالی لري او د بدخشان په پامیر کې له «بزای ګونباد خورد» سیمې څخه پیلېږي او د واخان ولسوالۍ تر پایه د چین تر پولو پورې به دوام وکړي.

د طالبانو حکومت واک ته له رسیدو وروسته د دغه سړک د جوړولو کار بیا پیل کړ او په دې وروستیو کې د بدخشان والي اعلان وکړ چې دا پروژه به ژر بشپړه شي.

سره له دې چې د افغانستان لور ته په دې پروژه کار روان دی، تراوسه پورې چین په خپله خوا کې د ګمرک او نورو تاسیساتو د جوړولو په برخه کې هیڅ ډول اقدام نه دی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب