چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهنړیوال جام: بل پړاو ته د کومو لوبډلو د وتلو چانس یقیني...

نړیوال جام: بل پړاو ته د کومو لوبډلو د وتلو چانس یقیني شوی؟

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۲۴ مه) د کرکټ په نړیوال شل اوره جام سیالیو کې بل پړاو یا منځلوبو ته په اې (A) ګروپ کې د هند، په بي (B) کې د استرالیا، په سي (C) کې د ویسټ انډیز او په ډي (D) کې د جنوبي افریقا د وتلو چانس یقني شو ځکه هرې لوبډلې له درو سیالیو څخه ۳ واړه ګټلي دي.

نیوزیلنډ تېره شپه په لږ توپیر پر ویسټ انډیز وبایلله او بل پړاو ته یې د وتلو چانس په دې خاطر تقریباً په نشت حساب دی چې افغانستان غالباً پاپونیوګینې ته ماته ورکولی شي.

افغانستان دوې سیالۍ کړي او دواړه یې ګټلي. که یې سبا پاپونیوګینې ته ماته ورکړه او پر ویسټ انډیز یې سیالي وهم بایلله د خپل ګروپ د دوهم ټیم په توګه بل پړاو ته وځي. ویسټ انډیز ته د ماتې په صورت کې د لومړي ټیم په توګه وځي.

په اې ګروپ کې له هنده وروسته تر دې دمه داسي ښکاري چې امریکا به د دوهم ټیم په توګه منځلوبو ته ووځي. امریکا په درو سیالیو کې یوه بایللې او پاکستان بیا په درو کې ۲ بایللي دي. که امریکا آیرلنډ ته ماته ورکړي بل پړاو ته وتل یې یقیني دي خو که امریکا پر آیرلنډ وبایلله او پاکستان له آیرلنډه وګټله بیا به د دواړو ټیمونو امتیازونو ته کتل کېږي.

په بي ګروپ کې له استرالیا وروسته د سکاټلنډ چانس خورا ډېر دی. خو که انګلیستان خپلې پاته دوې سیالۍ په ډیر توپیر وګټي او سکاټلنډ وروستۍ سیالي وبایلي، بیا انګلیستان منځلوبو ته لاره مومي.

په ډي ګروپ کې له جنوبي افریقا وروسته د بنګله دېش او نیدرلنډ چانس لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب