شنبه, جون 22, 2024
Home+ځیرک ټېلفون ولې باید تشناب ته یو نه سو؟

ځیرک ټېلفون ولې باید تشناب ته یو نه سو؟

تاند- د ساینسي نظرونو پر اساس، پکار ده چې تشناب ته ګرځنده تلیفون درسره یونه سئ ځکه چې دا مو روغتیا ته خطر لرلی شي.

نن سبا، له ملفون پرته کار کول سخته دي. د مثال په توګه، یوازې په فرانسه کې، د ټول نفوس، چې عمرونه یې 15 یا ډیر دي، ۹۹ سلنه ګرځنده ټیلفون لري.

د ټولو فرانسويانو ۹۵ سلنه ګرځنده تلیفونونه لري، 77٪ یې ځیرک یا سمارټ فونونه کاروي. د سمارټ فون کارول د ټولنیزو شبکو له پراختیا وروسته په ځانګړي توګه د ځوانانو په منځ کې خورا عام شوي او ځوانانو ته له ملفونه پرته کار کولو سخته ښکاري.

په هغو کسانو کې، چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۹ کلونو ترمنځ دي ۹۴ سلنه یې لږترلږه یو تلیفون لري، او د ځیرک ملفونونو کیفیت او اغېزمنتیا ورځ په ورځ ښه کېږي.

دا باید ومنو چې ګرځنده تیلفون زموږ غوره ملګری دی او د هر څه لپاره کارول کیږي. له نورو سره پرې خبرې وکړئ، سریالونه پرې وګورئ او یا په خواله رسنیو کې ځان پرې بوخت کړئ.

د ګرځنده تلیفون کارول په تېره بیا د مصنوعي ذهانت له راتګ او ودې سره لا ډیر شوي او موږ حتی د ژوند د ساده پوښتنو د ځواب ویلو لپاره ورڅخه کار اخلو. نو ځکه کله ناکله موږ خپل ملفون له ځان سره حتی تشناب ته وړوو.

په تشناب کې د ګرځنده تلیفون کارول

باید په یاد ولرو چې په تشناب کې د ملفون کارول خورا بد نظر دی او ساینس په دې اړه خبرداری ورکوي.

له ځانه وپوښتئ چې ولې باید خپل ګرځنده تیلفون تشناب ته یو نه سو؟ ځواب خورا ساده دی. ځکه چې دا کار د کولمو کې ستونزې پېښولی شي.

په تشناب کې د اوږدې مودې لپاره کښېناستل امکان لري چې د هیمورویید (بواسیر) رامینځته کول اسانه کړي.

د دې تر څنګ څېړنې ښيي چې په تشناب کې د موبايل تليفون کارول زموږ لاسونو ته د باکترياوو د لېږد سبب کېږي. دا چلند په ملفون کې د میکروبونو راټولیدو سبب کېدای شي.

له همدې امله، د دې خطر د کمولو لپاره، خپل لاسونه په مکرر ډول ومینځئ او تشناب ته د خپل ګرځنده ټیلفون له وړلو څخه هم ډډه وکړئ.

4 COMMENTS

  1. ډیره جالبه ده ، یاني په نړۍ کې داسی انسانان هم شته چې ګرزنده ټلفون تشناب ته دځان سره وړي

  2. د خپل کور څخه په غیر دا نورمال او عادی کړنه ده چه انسانان ګرزنده ټلفون ځان سره تشناب ته وړي. ولی استعمال یی په تشناب کی ښه کار نه دی.
    د خپل کور څخه په غیر د مبایل وړل تشناب ته عقلانی کار دی. او پریښودل یی په دفتر یا نورو ځایو کی غیر عقلانی او د پښیمانۍ او د غلو لپاره ښه مړی ده.

  3. د تکنالوژۍ په دې بی ساري پرمختګ کې نن سبا د انسانانو خصوصی حریم او ژوند تر سخت ګواښ لاندی راغلې هره خواه کوڅو کې جاسوسي کمری لکه شیطانانو لګول شوي، او د انسانانو خوزښت څاري عجیبه خو بیا دا ده چې همدا ځیرک تیلفونونه هم د معلوماتو د ټولولو او جاسوسۍ جوګه دي.
    دې ته به مو پام شوې وي چې هرکله ګوګل کې د کوم شي سرچ یا لټون وکړۍ سبا به د هماغه شي د خرڅلاو اعلانونه تاسو ته راشي برسېره پر دې که تاسو خپل ګرځنده تیلفون ته نږدې د کوم شي یا تولید نوم څو واری په خوله واخلۍ سبا د هماغه شي اعلان تاسو ته فیس بوک یا نورو اجتماعی رسنیو کې راځي، د دې نه معلومېږي چې ګرځنده تېلفونونه اواز هم ثبتوي، اوس مو نو خپله خوښه چې ګرځنده تیلفونونه ځان سره هر چېرې وړۍ کنه ، ههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب