شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد کابل د طالب واکمنو په ملاتړ د پاکستان د دفاع وزیر...

د کابل د طالب واکمنو په ملاتړ د پاکستان د دفاع وزیر پښېماني

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۲۴ مه) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په یوه تازه وینا کې پر افغانستان له واکمنو طالبانو د خپل هېواد پر ملاتړ له اعتراف سره په دې ملاتړ پښېماني ښودلې.

نوموړي ویلي، چې پاکستان کلونه- کلونه د افغان طالبانو ملاتړ وکړ، خو دغه ملاتړ ورته د ښو پر ځای منفي پایلې لرلې.

خواجه آصف د خپلو پخوانیو ادعاوو په دوام یو ځل بیا د افغانستان واکمن طالبان له تحریک طالبان پاکستان څخه په ملاتړ تورن کړي.

هغه په عین حال کې له افغان طالبانو د خپل هېواد او له پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو د ملاتړ په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د آصف په باور، پر افغانستان د طالبانو په واکمنیدو دوی خوشاله وو، مبارکي یې ورکړه، خو خبر نه وو چې دا ډله یې دښمنانو ته پناه ورکوي او د دوی خلاف یې مرسته کوي.

د طالبانو رژیم د پاکستان دا ډول ادعاوې او هم له دوی څخه د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام خلاف د پاکستان د هر اړخیز ملاتړ خبرې تل رد کړي.

1 COMMENT

  1. انشاءالله تعالی توره کافره دجاله مرګ به ددغو د لستوڼي د مارانو د لاسه وي. یو د شرف ضمیر خاوند به ستاسي د سیهونیستي یهودو د چیچیانو ظلم هیر نه کړي. 😊

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب