چهارشنبه, جون 26, 2024
Homeخبرونهد لوی اختر په مناسبت افغانستان کې د رخصتۍ ورځو اعلان

د لوی اختر په مناسبت افغانستان کې د رخصتۍ ورځو اعلان

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۲۴ مه) د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د عرفې او لوی اختر په مناسبت په ټول هېواد کې د ۴ ورځې عمومي رخصتۍ خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال لپاره د طالبانو اسلامي امارت د کلیزې پر بنسټ، د عرفې مبارکه ورځ او د نیکمرغه لوی اختر درې ورځې په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

طالبانو مخکې په یوه اعلامیه کې د راتلونکې دوشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.

سعودي عربستان بیا له طالب چارواکو څخه د مخه، د راتلونکې یکشنبې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

سږنی اختر بیا داسې مهال را رسیږي، چې افغانستان یو کمساری بشري او اقتصادي ناورین تجربه کوي او خلک یې د دې ناورین له امله اختر ته د لازم چمتووالي د نه لرلو شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب