سه شنبه, جون 18, 2024
Home+څنګه چټ جي پي ټي په موثر او ځیرک ډول وکاروو!؟

څنګه چټ جي پي ټي په موثر او ځیرک ډول وکاروو!؟

لیکنه: د ChatGPT موثره او ځیرکه کارونه

لیکنه: دریمه

راټولوونکی: ډاکتر عبیدالله وردګ

ټولې: پنځه لیکنې

موږ په تېرو دوه لیکنو کې د چټ جي پي ټي د کارولو په هکله معلومات وړاندې کړل، نن په دې لړ کې غواړو چې په دوه مشخصو برخو رڼا واچوو، چې لومړۍ هغه یې د یو سکالرشیپ لپاره د انګېزه لیک په لیکلو کې څنکه ترې مرسته وغواړو او دویم دا چې د یوې دندې، یا سکالرشیپ د انټرویو لپاره څنکه ترې مرسته اخیستلای شو چې د کار نتیجه مو موثره او دقیقه وي.

لکه د تېر په څېر د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته تاسو ټول متن مه تولیدوئ او هغه کټ مټ مه کاپي کوئ، په مخکې لیکنو کې ذکر شوي موارد په نظر کې ونیسئ، موضوع انتخاب، په کوجنیو فرعي برخو یې ووېشئ، د هرې برخې لپاره مشخصه پوښتنه یا هدایت وړاندې کړئ او د چټ جي پي ټي له لوري درکړل شوی ځواب بیا وګورئ او له خپلو شرایطو سره سم یې اصلاح کړئ.

موږ نن غواړو چې د یو سکالرشیپ لپاره SoP یا هم انګېزه لیک د چټ جي پي ټي په مرسته ولیکو.

له لاندې پرامټ څخه کار اخلو:

Topic: Personal statement of from small-town Afghanistan

Context: Fulbright scholarship for a Master’s in Applied Mathematics

Language: English

Format Formal

Tone: Accessible

Words: Less than 1000 words

Focus: focus on academic background and achievements

که تاسو د دې پوښتنې ځواب وګورئ نو لاندې پنځه عمده پراګرافونه به ومومئ چې د یو انګېزه لیک یا SoP لپاره اړین دي.

  1. Personal background
  2. Educational background
  3. Why you’re applying for a Fulbright
  4. Future goals
  5. Wrap up

اوس پورتنی سټرکچر په نظر کې ونیسئ او تاسو خپل معلومات ولیکئ تر څو یو ښه انګیزه لیک تیار کړئ.

یادونه: له لیکل کېدو وروسته یې یو ځل بیا د چټ جي پي ټي په مرسته غوړ را غوړ کړئ چې ژبه او ترتیب یې برابر شي، پدې سره به تاسو یو ښه انګیزه لیک برابر کړئ.

دویمه برخه د انټرویو لپاره د تیاري ده.

تاسو کولای شئ چې له چټ جي پي ټي د یوې دندې یا سکالرشیپ د انټرویو پوښتنو په هکله وپوښتئ تر څو د هغه احتمالي پوښتنو لپاره تیار اوسئ چې په انټرویو کې به ور سره مخ کېږئ، ځینو کسانو خپلې شخصي تجربې شریکې کړې دي او وايي چې د سکالرشیپ په انټرویو کې نږدې ۷۰ سلنه پوښتنې هغه وې چې چټ جي پي ټي ورته ورکړې وې.

دلته مو موضوع سکالرشیپ دی، نو د سکالرشیپ د انټرویو لپاره ترې وپوښتئ.

Topic: Interview for a Fulbright scholarship

Context: PhD in Applied Mathematics

Requirement: Generate ten questions interviewers are likely to ask

کله مو چې دا لس پوښتنې تر لاسه کړې نو اوس دې پوښتنو ته ځواب ورکړئ او له ځان سره یې تکرار کړئ چې که دا پوښتنې وشي چې ستاسو ځوابونه منظم او شمېرلي وي.

مهمه یادونه: د مصنوعي ځیرکتیا د هر ماډل او اپلیکېشن ځوابونه مستقیم مه کاپي کوئ، بلکې له مصنوعي ځیرکتیا سره خپله اصلي ځیرکتیا یو ځای کړئ چې نتیجه به یې له نورو متفاوته او مثبته وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب