Homeخبرونهد بروکسل غونډه کې افغانستان ته د څه باندې ۸ سوه میلیونه...

د بروکسل غونډه کې افغانستان ته د څه باندې ۸ سوه میلیونه ډالره مرستې اعلان

تاند (پنجشنبه، د جوزا ۲۴ مه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپایي ټولنې په کوربه توب غونډه کې د افغانستان بشري وضعیت ته د بېړنۍ مرستې په نوم ۸۴۲ میلیونه ډالره اعلان شوي دي.

په منځني ختیځ، سوېل لوېدیځ او منځنۍ اسیا کې د بشري مرستو لپاره د اروپايي کمېسیون سیمه‌ییز مدیر اندریاس پاپاکونسټانټینو ویلي:«افغانستان ته د بشري مرستو د لېږلو او د افغان کډوالو د سمه‌ییز کړکېچ په اړه ښه بحثونه وشول، موږ له افغانانو ملاتړ کوو، مرسته کوونکو په دغه هېواد کې بیړنیو بشري شرایطو ته د رسېدنې لپاره د ۸۴۱ اعشاریه ۹ مېلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.»

د اقتصاد وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند عبدالرحمن حبیب د دغې مرستې د اعلان په غبرګون کې ویلي:«د بشري مرستو ترڅنګ، پراختیايي پروژو او پروګرامونو ملاتړ کولای شي خلکو ته د دایمي کار زمینه برابره او د بې‌وزلۍ مخه ونیولی شي.»

دا مرسته داسې مهال اعلان شوې، چې په دوحه کې د روانې میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه درېیمه ناسته ترسره کیږي.

د دې غونډې په درشل کې طالب چارواکو سره د اروپایي ټولنې د استازي په ګډون د یو شمېر مطرحو نړیوالو لوریو لیدنې کتنې هم زیاتې شوي او د وروستیو مرستو اعلان هم دغې غونډې سره تړلي ګڼل شوي.

باور دا دی، چې نړیوال او له هغې ډلې اروپایي ټولنه د داسې تشویقي مرستو په اعلانولو طالبان نرمښت او نړۍ سره تعامل ته هڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...