چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+فکر | محمود مرهون

فکر | محمود مرهون

فکر په شعر کي تر هر څه زيات مهم توک دى، ځکه د شعر يوه کلمه له فکره پرته له بلي سره نه مښلي او موږ د نظم په تعريف کي وويل، چي په نظم کي ساده او رواني خبري پرتې وي او په شعر کي فکري ماهيت چي خيال، عاطفه او احساس له هغه سرچينه اخلي ډېر زيات وي.

فکر هغه خاص او ځانګړى د بيان ډول دى، چي شاعر په هغه کي له خپلو تخيلاتي قوې څخه داسي ګټه اخلي چي لوستونکى دې ته اړ باسي چي پر دې فکر وکړي چي عادي خبره نه اوري، بلکي يوه رموزي او پوښلې وينا اوري، چي په منځ کي ئې نوري خبري پټي دي، يعني په عامه اصطلاح خبره يوه ده مګر پوښ داسي ور اغوستل چي ته بايد د خپل فکر په زور هغه اصله خبره چي دلته پټه ده پيدا کړې.

په يوه شعر کي فکر د هغه شاعر ليد لورى معلوموي چي دا شاعر څه ډول فکر کوي، مثلاً موږ د عمر خيام په شاعرى کي په پرله پسې توګه د شرابو بحث اورو، له دې ښکاري چي هغه له شرابو سره خاصه علاقه لري. دا چي علاقه ئې مثبته ده يا منفي، دا بيا هم د هغه د شاعرۍ په ژوره مطالعه کي ثابتيږي. که چيري هغه شراب ستايلي وي، نو معلومداره خبره ده چي له هغو سره مينه لري او که ئې غندلي وي، بيا نو کرکه وسره لري، مګر دلته يو بله وړه مسئله ئې د حقيقت او مجاز راځي، هغه بيا ځان ته يو بېل بحث دی، چي وروسته به ور باندي و ږغېږو.

دا يو منل سوى حقيقت دى چي د يو چا خبري د هغه د فکر د ښکاره کولو تر ټولو روښانه لار ده، يا په بله اصطلاح هر انسان تر خپلي ژبي لاندي پټ دى[1]، نو د هر شاعر په شعر کي د هغه فکر خط په ښکاره توګه پروت دى.

يو بله خبره چي د فکر په موضوع کي ډېره د بحث وړ ده هغه دا ده چي فکر يو لنډه موضوع په يوه اوږده مګر مدلل شکل باند وړاندي کوي، مثلاً:

وريځي راوله باران راولــــــــــــــــــــــه

زلفو له څنډ ورکړه توفان راوله[2]

په پورته بيتونو کي وينو چي موضوع ډېره لنډه ده او شاعر د خپل جانان د زلفو سره خپله مينه کړې، مګر خبره ئې داسي اوږده کړې او د هغه د زلفو ستاينه ئې په داسي اوږده انداز کړې ده، چي په هغه کي ئې خوندور او نادره تشبيهات کارولي او لوستونکى دې ته اړباسي، چي لومړی د دې خبري په اړه فکر وکړي وروسته د هغه انځور له ځان سره جوړ کي او په پايله کي پوه سي چي شاعر يوازي دا يوه خبره کړې(چي زما جانانه ستا زلفي مي ډېري خوښيږي).

په پايله کي ويلاى سو، چي فکر د شعر سينګار دى مګر وړ او پر ځاى سينګار چي د شعر د ناوکۍ ښکلا څو چنده کوي، د وروستي مثلا په څېر و ګورئ:

په توده غېږ کي مي واخلـــــــــــــه

زندګي يخه څلـــــــــــــــــــــــــــــــــه ده

ستا د ياد په تار ئې تــــــــــــــــــــړم

ژوند ساعت دى که لمحه ده[3]

په پورته څلوريځه کي وينو چي شاعر يوازي يوه خبره کړې او هغه دا چي د جانان د غيږي وصال ئې غوښتی، نور ي ټولي خبري ئې يوازي همدې يوې موضوع ته ترخيځي ور اچولي، بهانې ئې جوړي کړي او څرنګه چي د معشوقو ناز او نخرې او بهانې ميني ته د رنګېنۍ جامه ور اغوندي، نو په همدې توګه دې شعر ته همدغو بهانو او تشبيهاتو ښکلا وربخښلې او يو ځانګړى فکري لورى ئې وړاندي کړى دى.

:د حضرت عمر(رض) وينا.[1]

:د صاحب شاه صابر کليات (١٤٠ مخ)[2]

:د صاحب شاه صابر کليات (٢٨٤ مخ)[3]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب