چهارشنبه, جون 26, 2024
Home+څېر، سېر | زهير سپېڅلی

څېر، سېر | زهير سپېڅلی

په پښتو کي په لهجوي شکل (څ) په (س) تلفظېږي، لکه (څټ) په (سټ )وايي، خو  دلته (سېر) او (څېر) بېل بېل دي. دا (سېر) د (څېر) لهجوي شکل نه دی؛ په ليکنه کي ئې بايد توپير وشي.
څېر: غوندي، په شان، په ډول… (څېر) د تشبيه په اداتو کي راځي او په تشبيه کي کارېږي.
سېر: د وزن واحد، نصيب، برخه، موړ (اوبه کېدل). لکه سېراب: تر اوبو لاندي ځمکه، اوبه شوې ځمکه.
يوه- يوه څپه لري.
فقط  په (س او څ) بېلېږي.
لکه څنګه دې چې حال دی وطنداره
ستا په څېر مې زړه حلال دی وطنداره
پرهيز شګيوال
ـــ
زه د پسرلي د باد په څېر شومه
ګل ته مي سلام وکړ او تېر شومه
اندېش شمس القمر
ــ
وخت باچا شان ته روان دی، ژوند مجبور اسير غلام دی
زه يم ناست تلم کلونه، ښادي پاو خېژي  غم سېر وي
عطايي ملا
ـــ
ښکليه ستا د ديدن تږی شو لا تږی
څه تاثير د دې اوبو دی، چي پرې سېر شول
حمزه بابا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب