یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

د وردګو د واده دود او بدلې | احسان الله ارینزی

دېرشمه برخه 
د واده بدلې 
ولور:

ټنگورې پوهېږي چې د زوم له پلوه ولور د نارينه ؤ په مجلس كې كله او څنگه د ناوې مشرانو ته سپارل كېږي دا بدلې په همدې وخت پورې اړه لري:

اوس به گوتې كېږدم. رود غاړي به مورونه (572) كړم

اوس به () راشي ټول وطن په شنه لوټونه كړ

 *

د ناوې زېړه غاړه گوتې نري

(…) ته يې پلار وركړه په لك روپۍ

*

مېيين(573) بران چې اوري د خداى زور دى

د (… جان) لوركۍ چې وړو د لوټو زور دى

*

د موږه تربرو شرنګ وهئ روپۍ

د (…) غوږونه وچ دي د نيستۍ

*

راغى مېټر راغى مېټر پلونه ړنگوي

(…) يې په سر سوور دى شنه لوټونه بادوي

د نارينه ؤ د اتڼ نارې:

په وردگو كې د واده د مراسمو په بېلابېلو وختونو كې له ډولونو سره مست اټڼونه كېږي د مثال په توگه د گل او ريمال تر راوړلو وروسته، د ناستې په روځ، د ناوې تر راوړو يوه يا دوه شپې مخكې، د زوم په كلي كور كې او په ځانگړې توگه د ناوې د وړلو پر مهال چې دا دي د بدلو يا نارو بېلگې يې وړاندې كېږي:

تر څو به د خروار تر څو به د خروار په سر كې اوسې

اخر به دې خداى را كا(574)، زنگو(575) به زنگوي ناسته به اوسي

*

ده پورې په دمان (576) تورې كېږدئ

كېږدۍ مې اوبو يووړې، د ژمي شپې به چېرې تېرومه

*

ټك شو د كلى ته څت  ټك شو

چې سر مې په ورهسك كړ، ميدان د څڼورو ژڼيو ډك شو

*

ده هلك د كومې چټۍ ورور دى

ده هلك د هغو چټى ورور دى، چې پيكى يې اړولى لور په لور دى

*

كه تور دى د نندانې پيكى تور دى

نيم يې په مخ پروت دى، ده نيم يې اړولى لور په لور دى

*

ده پورې د غرمې تنور تودېږي

شامسته ورته ناسته، په مخ يې رنګارنګ خولې بهېږي

*

و په بام ولاړې زارۍ درته كوم كه خولګۍ راكړې

زارۍ مې نه كبلېږي(577)، د منې شپې خو مدا(578) دي چې تېرېږي

*

ده خوله دې د غاټول ته گل نازكه

ما ته دې را نه كړه، سبا به يې چينجي وخوري په مځكه

د پاڼ(579) ته خوا مې سترګې تورولې

پاڼ زور راباندې وكا، منګولې مې په يار ولګولې

*

خدايه لوور (580) نوى جوړوينه

خدايه جوړ يې مه كړي، لالى په سر – سر تور خاورې وروړينه

دا هم د اتڼ يو بېتېزه سندرې:

– د ريغې مرګى مه واى نور دې كوټه واى غمونه

-وه ودې ويشتمه مين دې په دې تورو سترگو يمه

– وه تورې تورۍ په تورو سترګو مه وله ګولۍ

– سترګې به كړم تورۍ ته غاړه به كړم توره غاړكۍ

– وه په  بام ولاړې چه څه درته ويلي چې ته ژاړې؟

كله هم د اتڼ سر له لنډۍ سره وېل كېږي لكه:

پرې مې ږده دا تورې زلفې چې په مخ زانګي

مه ږده د رنجو خالونه سبا به وران وي

د اتڼ سر له لنډۍ سره:

سترګې دې تورې په رنجو كړه، مه ږده د رنجو خالونه

د مساپر اشنا دې غږ دى را به شينه

مه ږده د رنجو خالونه سبا به وران وي

پرې مې ږده دا تورې زلفې چې په مخ رانګي(581).

د ښځو د گډا او اتڼ بدلې:

د ناوې د وړلو په روځ ټنگورې او هغه ښځې چې له ورا سره راغلې وي د ناوې په كلا  كې او بيا په خپل كور كې اتڼونه كوي، ناڅي او بدلې  بو بولي. دا د دوى د گډا او اتڼ د بدلو بېلگې بولي:

ډمه ډول دي يو ست (582) غلى كه

(..) درته گډېږي خيالي بشر يې ستړي شو

*

 ماته شوه اوږۍ (583) په ډنډر بيا كله جوړېږي

شنه شول د چمن گلونه رنگارنگ غوړېږي

*

واوړه  واوړه څه نرۍ پروتيې

ته د (… خان) اصيله گوتيې

*

واوړه را واوړه شا مېده  ميده راځه

پرې واچوئ شالونه شا وړه  وړه راځه

 

په وچولي(584) يې خال دى كه روپۍ

نه خال دى نه روپۍ، د كمكو (585) په سر يې كېښوى سرې دڼۍ

*

د اتڼ كلا يې جوړه كړه په غره كې

د كييه (586) ورختى نه شم ، د زړه وينې مې وچې شوي په خوله كې

*

د كييه راغلل د چټو كاروانونه

په سر كې يې ليلا ده، ليلا د خياله ورو ږدي كدمونه

*

ولې دې له خوبه وېښولم

خوله مې دې په كار وه، نامرده په ويدو به دې خوړمه

*

كلا ته (587) چې په سر دې پاليزونه

د نورو پاليز لاش شو، د مستۍ پاليز اوس كړي ګلونه

*

نازكې دا تڼ نجونې نازكې

اتڼ كولى نه شي، د خياله لونگين وهي د زمكې

*

دلې يو پكير(588) دى چا وژلى

چا نه دى وژلى، زړګى يې په ليلا پسې چاودلى

وگورئ عالمه سر يې اړولى دى

وگورئ عالمه شين خال يې وهلى دى

*

په غرو بران دي ولونه  ولونه

كوز يې لامده (589) كړل د لونګو درمندونه

*

كه گل دى په غنمو كې سور ګل دى

د خيال كميس مې دا دى، چې اورونه لګوي هغه مې بل دى

*

كه دوى دي په دېره كې نجونې دوى دي

د يوې ده لنډ كميس دى د بلې بخملى پڼې په پښو دي

*

كه پل د كندهار په ليرو پل دى

كه ده چټه خداى راكړه، دوزخ مې د لمبو سره كوبول(590) دى

*

مرم چكنه مرمه دا ستا ارمان به خاورو لره وړمه

ولې به يې وړمه چكن په بزار ډېر دى رايې وړمه

*

په سر دې زرغون شال دى په لمن دې كښېده(591)

كه ته د (…) خور وې شا وړه  وړه راځه

شابسې (592) خورې مخ په لمر غورځه چې مړه به شې

ته چې ښه گډېږې، د (پلاني) د جوب اينه به شې

*

لمن به دې چكن كړم په لستوڼي ګلميخۍ(593)

(پلانى) به درسره كړم تور ټوپك رڼې ګولۍ

*

راځئ چې د درمند ځايونه جوړ كړو

كه چا غوايې را نه كړل غوبل (594) به د چټانو (595) پرې تړونه

*

واړه راواړه څه عجب سيلونه دي

غاښ دى صدفى شونډې گلونه دي

*

در وختم  د برج سر ته سر توره

نمونځ (596) مې دى كزا(597) كا، كاپيره(598) ډمه ډول ويه په زوره

بابكه په څه ناز دې لويولم

د ژريو(599) اور دى بل كا بابكه په لمبو دې كړولم

*

اى هلكه ستن مې وركه ده نرۍ

كه دا وارې پيدا شوه، خالونه پې ويم ستا د يارۍ

*

كه كلكې شوتل زارې لوټې كلكې

ځوانان مې كې ريې دي، كېڅۍ(600) يې د رڼو ګوليو ډكې

دا هم د ښځو د اتڼ څو ځانګړي نارې چې نارينه يې نه بولي:

(لونگينه! پر څنګ راواوړه، چې دې شرنګ د بنگړو شينه لونګينه!

پر څنګ  څنګ راواړوه خال به د يار د وينو كېږدم لونگينه!

پر څنګ – څنګ راواوړه، چې شينكي باغ كې گل ګلاب وشرموينه!

لونگينه! پر څنګ  څنګ راواوړه.)
—————————————-———-
[572] مور – تاپه، دولتی مهر

[573] مېيين- ميده

[574] راكا – راكړي

[575] زنگو – زانگو

[576] دامان: د غره لمنه

[577] – كبل- كوبول- قبول.

[578]– خومدا- خو همدا

[579] د ځمكې هغه ټوټه چې بېخ يې د سيند اوبه وهلي او د نړېدو په حال كې وي.

[580] لوور – لاهور.

[581] ويل كېږي چې د منگلو او نورو پكتياوالو اتڼ ډېر ښكلى او په زړه پورې وي. د ښاغي علي محمد منگل په وينا ځوانان د اتڼ په ميدان كې نيم يوې خوا ته او نيم بلې خوا ته ودرېږي. د هرې ډلې ځوانان لاسونه سره وركړي، دوى كړۍ جوړوي، ډولــونــه   وهل كېږي او شپېلۍ د زړونو زنگونه باسي. په دې خوشاله شېبو كې ځوانان بدلې بولي، ورو- ورو وړاندې او وروسته ځي او ځانونه مست اتڼ ته چمتو كوي. د دوى د دې وخت ځنې بدلې داسې دي:

شنه- شنه دې خالونه    خيولى (خيالي) اوربل دې جوړ كۍ ولونه- ولونه

ټگې ليلو ټگې    ړستونى (لستوڼي) روكوي لوس (لاس) پكې نشته

جلكۍ كږه وږه شوه     توويز (تاويز) يې د نامه غوټۍ وهينه

(فولكلوري گېډۍ ، 199- 200).

[582] يو ست- يو ساعت

[583]– اوږۍ – د زرو هغه پسول دى چې د مياشتې بڼه لري. له سپينو زرو څخه جوړېږي او په غاړه كې اچول كېږي.

[584] وچولى – ټنډه

[585] كمكو – كمكى، دلته د ناوې په مانا.

[586] له ښكته نه.

[587]  كلات – قلات – د زابل ولايت مركز

[588] پكير- فقير.

[589] لامده – لانده

[590]  كوبول- قبول

[591] كښېده د ستنې په وسيله د لاسي كارونو ګلونو ته وېل كېږي. له هغه ځايه چې ډېرې پښتنې كليوالې ښځې د خپل كميس لمنې هم په ستن جوړوي او په ګلونو يې ښكلوي په دغه بيت كې دې لمنو ته اشاره شوې ده.

[592] شاباسې- آفرين

[593].ګلميخۍ مدور جامې شكل لري. وړې – وړې وي او بندونه پرې اېښودل كېږي. پښتنې ښځې يې اكثره د كميس په لستوڼيو او د كميس په ځينو نورو ځايونو گنډي. ګلميخۍ عموماً له سپينو زرو څخه جوړېږي.

[594] غوبل- كله چې غنم د ميدولو  له پاره تر څپر ووتل يعنې د غنمو وږي او واښه سره بېل شول په غنمو باندې د غوايانو غوبل تړل كېږي. په غوبل كې پنځه – شپږ حتى اووه – اته غوايه څنګ په څنګ تړل كېږي او پر غنمو ګرداګرد راڅرخي او د خپلو پښو په زور غنم له وږيو څخه بېلوي. اوس چې د وچكاليو له امله شنه واښه كم شوي او د غوايانو ساتل گران پربوزي، خلك تراكتور په كرايه نيسي او په درمند يې گرځوي. په دې بيت كې د پېغلو نجونو زور ته اشاره شوې چې غوبل به يې جوړ كړم او خپل غنم به پرې وپاشم.

[595] چټه – ځوانه او پېغله جلۍ

[596] نمونځ- لمونځ

[597] كزا- قضا.

[598] كاپېر- كافر، نامسلمان.

[599] يو ډول بوټى چې ژر اور اخلي.

[600] كېڅۍ- د كارتوسو چانټه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب