جمعه, جنوري 31, 2025
Home+درې مئینان| استاد عبدالرحمان پژواک

درې مئینان| استاد عبدالرحمان پژواک

ژباړن: همت عمرزوی
زوړبوډا خپل زلمیتوب په محبت تېر کړی دی؛ په زړه کې يې ډېري دردوونکي خاطرې درلودې، له ژړا پرته یي د ویلو څه نه درلوده او د بېلتون له داستانه بغیر بل حکایت نه و ورسره، د کلي په یوه حجره کې يې ساز ږغوی او ځوانانوته يې د عشق کیسې کولې، کله چې به يې غزل وایه نو ټول به ورته بې ږغه او بې حاله وه، خپله به لکه د پسرلي د باران څاڅکي په اوښکو اوښکو ژړېده، کله چې به يې د زړه ورکوونکو عاشقانو د برخلیک داستان بیانوی؛ په داسي انداز به سر و، لکه خپل د عشق او ځوانۍ رازونه چې څرګندوي، هر وخت چې به يې افسانه پای ته ورسېده نو ډېر مغرور او بې پروا به ښکاریده، دا چې د رباب له آهنګینو نغمو سره به يې وروستی کړیکه ختمه شوه، نو بیا به د یو عادي وګړي په توګه څرګندېدی، او خپل پرتم او جلال به یې له لاسه ورکړ، د ده لویوالی د ده په ساز او نغمو کې و، سره اننګي به يې ډېر ژر په ژړ رنګ داسي واوښته، چې تابه ویل چې سور اور دی او مړشو، د نوموړي افسانې زما لپاره په زړه پوري وې، سره ددې چې ووړ وم اما بیا هم دې کېسو ماته زړه راښکون درلود، ما له هغه سره مینه درلوده او ده هم ماته پاملرنه کول، ترڅو چې د خپل ژوند وروستي پړاو ته ورسید، او د مرګ په تیاروکې د ټولو له نظره پټ سو، خپل له تلپاته نغمو سره یوځای سو، چې کله مي يې د مرګ خبر واورید څو ځله مي هغه د خپلې ځوانی د دوران په رویاوو او پریشانه خوبونوکې ولید، اما؛ ماته يې کومه سندره نه درلوده.
دا داستان چې له ده څخه مي اورېدلی بېرته يې ورته ډالی کوم، سره د دې چې ښه پوهېږم نوموړی نور د دې وړې دنیا ډالیو ته اړتیا نه لري.
(پژواک).
یو وخت په (تیزین) کې چې اوس هلته د تېر ژوند ډېره کمه نښه اونښانه ښکاري، د افغان قبایلو په منځ کې چې ټول لکه وروڼه او برابر اوسېدل، دوو وروڼو ژوند کوی، د سیمي خلکو د دوی اطاعت کوی او دوی هم یواوبل ته درناوی او الفت درلود، اوپرخلکويې هم پېرزوینه اوشفقت کاوه، د خلکو پر وړاندي يې سترخان تل غوړېدلی او په ورین تندي يې کورتوب ورڅخه کوی، مشر ورور يې اوه ځوان زامن درلوده چې د مشر زوی نوم يې زبردست و، اما د کشر ورور يې لا تر اوسه پر نارینه اولاد سترګې نه وې رڼې شوي، تر څو چې د خدای تعالی لورینه پرې وسوه او دده د ډېري دعا، ژړا، تندي او تلوسې په پایله کې وروسته له ډېرځنډه یو وخت د زوی زېری پرې وسو، دا دوه ماشومان لانړی ته نه وه راغلي او د لمر او سپوږمی شغلو پردې ګوهرونو خپل ځلا نه وه خپره کړي چې پلرونو اومیندویې د لمر په څېر په غرور او د سپوږمی په شان خوښی او خوشحالی کولې، یوه ورځ یې مشر ورور په ډېري خوښی وویل که چېري نوي ږېږېدونکي ماشومان دواړه یالمر (هلکان) او یا سپوږمی (نجوني) نه وه، نو یوله بل سره به یی نکاح کړو، ډېره موده نه وه تېره چې په یو ښکلي سهار د کشر ورور پر کور د لمر وړانګي راپورته سوې (زوی یې) و ږېږېدی، او دې شغلو د (مومن خان) پر ځانګو د خپلي ګرمی اوحرارت جوهر پرېښودی، یو لږ وخت وروسته سپوږمی د دې بل ورور د کور پربام د شپې مهال راپورته سوه او د خپلي رڼا او لوریني سپیني پلوشې يې وړوکي او نوږېږدي (شرینو) ته ډالی کړې، لمر اوسپوږمی نوي ورځي اوشپې یو په بل پسې راوړې، مومن او شرینو ورځ تربلي په عمر پخېدل، په دې لړ کې د دواړو وروڼو د ژوند ستوري یو په بل پسې ولوېدل او لکه د نورو تللو خلکو په څېر خپل ابدي کورونوته چې ټوله به ورځو دوی هم ولاړل، د مرګ تندباد ددې پلرونو د ژوند ډېوې مړې کړې؛ اما د اولادونو په زړونوکې يې د میني اورونه لا پسې بل شوه او لکه دوې شمعي یو د بل په محبت کې سوزېدل، د ورځي به يې یوله بل سره لوبي کولې، یو له بل سره د دوی مینه ساده، شوخه او بې تکلفه وه، ترڅو چې هغه وځ را ورسېدل چې د یواوبل زړه ته لاهم محبوب کېدل، دا محبت یو ډېرمهم او سپېڅلی راز و چې شېرینو د خپل زړه په اوو پردوکې پټ ساتی، او مومن هم په خپل زړه کې د حیا، شرم اوعزت پوښ پرې غوړولی و، زمونږ په دنیاکې هم د پاکو زړونو شتون ګټور دی؛ وخت په همدې توګه تېرېدی، تراوسه لا هغه خاورین پوښ چې پر دې مینه سوزونکو زخمونو خور وو، نه ؤ، په هوا شوی؛ اوله زړونوڅخه يې پرده نه وه اخستې، ورو ورو د خوشحالی او موافقې حالت په خپګان او مخالفت بدل شو، د زړونو بدلون ددې کورنیو د خوښی اوپخلایني ښکلې فضا د نفاق اوتربګنی طوفان په بله واړول، په هغه دور کې ډېر کم پېښېدل چې د کورنیو او کاله ترمنځ دي نفاق رامنځ ته نه شي، اووه تکړه اوځوان زلمي وروڼه چې هریو يې د اوو اقلیمونو د بادشاهی وړاو دعوه ګیر و، یو خواته وه، او مومن چې د نړی د سرداری لایق و، یوازي بل لور ته سره مخامخ شوه، او د قوم او قبيلې پر مشرتوب او واک يې شخړه جوړه شوه، دا قوم چې تل په یوالي او اتحادکې اوسېدلی و، د نفاق او دوه زړه توب په حالت کې راګېر شو، دوی ټوله په خپلي دعوې کې رښتیني وه، د زور اوقدرت له مخي هم د واک چلولو جوګه وه، په دې وخت کې د قوم سپين ږیرو اومشرانو منځ ته را ودانګل، ترڅو د عاموخلکو ترمنځ شته نظم له منځه لاړنه شي، د ورورګلوی په روحیه یې د سولي اوروغي خبري پیل کړې او دواړو لوروته یې داسي وویل: (تاسي ټوله د مشرتوب او رهبری وړیاست، ښه به داوي چې مشران او سرداران د جګړو، زیان او دښمنی د توري په ځای دا دعوه د خبرو اوعدالت او انصاف له لاري حل اوفصل کړي، ترڅو قوم اوقبیله نېکمرغه او له خوښیوډک دوامداره ژوند ولري)، هغه وخت خلکو د قوم خیر اوصلاح د قوم د مشرانو په سولي اواتفاق کې ګڼل.
آخریې هغه لار اورایه چې ټولو خوښه کړې وه هغه يې وټاکل، زبردست چې تر نورو شپږو وروڼو مشر و د قبيلې د سپینږیرتوب او مشرتوب لپاره غوره سو، او نیم واک د مومن په برخه ورسېده، هره خوا په خپله برخه راضي شوه قوم هم پردې پرېکړه قناعت درلود، جنګ په سولې بدل سو، اما کله چې په خپلوی کې نفاق رامنځته شي، زړونه یوله بله لېري کېږي، زبردست له مخکي مومن ته په ښه سترګه نه کتل، ولي؛ مومن ډېر د شېرینو په خاطر له زبردست سره نه یوازي په زغم چلن کاوه بلکه د زړه له کومي يې غوښتل چې له هغه سره دوستي اوخپلوي وپالي، اودی هم دې دوستی ته راوبلي.
داسي وخت را ورسېد چې مومن په دې وپوهیدی چې نورنو هلته د شېرینو ژوند هم په کړاوکې دی او لکه زهراوزقوم هسي تریخ پرې تېرېږي، له ناچاری څخه یې ازمایل سوي پوه اوځيرک مشران را وغوښتل او زبردست ته يې په مرکه ور ولېږل، ترڅو د آئين او دستور مطابق شېرینو ځان ته وغواړي، هغه (زبردست) ته يې وویل چې د هرډول شرط منلوته چمتو دی، کله چې مرکه د زبردست کلاته ورسېدل نو دی د خپل غرورله تخته راکښته سو، او د قوم له دستورسره یې په عاجزی چلن وکړ ترڅو د مېلمنو مېلمه پالنه د دوی له مقام سره برابره او په ښه توګه وکړي، په ډېر ورین تندي يې له مېلمنو سره رفتار وکړ، او د دود مطابق يې دوی ونازول، هغه وخت زمونږ خلکو همداسي کول.
دوی سره کښېناسته او د مرکې خبري پيل شوې، د سپين ږیرو له جملې څخه یوه يې وویل: چې مونږ راغلي یو ترڅو د قوم په آئين پوه شو، چې د زبردست خوښه څه ده؟ مومن غواړي چې ددې کورنی ډېوه خپل کورته یوسي، ترڅو یې په رڼاکې د خوښ او نېکمرغه ژوند لار ووهي، زبردست خان وویل (عزیزانوته د نه ځواب ویل د دود او دستور په ضد دی، له دې کور څخه خدمتګاره د مومن کلاته درومي، اما څوک کولای شي چې کنیزک ولري او خپل په مړوند بړوسه وکړي، مرکه کونکی باید داسي څوک و اوسې چې وتوانېږي خپل موخه په دقیقه توګه په نښه کړي، آس يې په سیالی کې مخ ته وي، د خپل مټ په زور پرته له کوم مرستندوی څخه د پلار د سپر د وزن په اندازه خپلي ناوي ته سره زر واخلي) دا د هغه وخت رواج و.
شرطونه ومنل سوه اود مرکې آسونو حرکت وکړ بېرته د مومن خان د کور په لور ور وګرځېدل، هغوی چې د مومن له نښه ويشتو او آس ځغلوني څخه خبر و، هغوی په غرور روان وه، اما هغه څوک چې د مومن په غریبی او بې وسی پوهېدل هغوی خپل آسونه ورو ورو شړل، تردې ډېر تاثر اوآغېز نه محسوسېدی، کله چې د زبردست ځواب مومن ته ورسېدی داسي حالت ښکاريدی لکه د غره په سرکې چې د یو جګړه مار سړي پرمخ د لمر سپر را ځلېږي، مومن وویل تاسي ولاړسی او د زبردست سره يې جوړه کړی، ځکه د هغه زوی مټ چې د پلار سپر يې یو من وي، هغه کولای سي چې د نورو تر سپر هم زیاته طلا لاس ته راوړي، سهار د لمر زرینه دایره وځلېدل،  مومن ملاوتړل اوله ځان سره يې وویل: (که چېري همت شتون ولري د لمر ددې دایري څخه کېدلای شي چې زرین سپر جوړ شي، باید سفر وکړم اوهغه څه چې پکار دي هغه باید لاس ته راوړم، دلته اوسېدلای سم، اما ددې غیور قوم سترګي باید زما پر رقم څېرې باندي ونه لګېږي).
څوک نه پوهېږي چې شېرینو څرنګه خبره شوه، ځکه رویبار چې زړونوته خبر وړي ناڅرګند دی، شېرینو د مومن په تنګ لاسی او همت پوهېدله سهار وختي يې د هغه د سفر لاري ته په دې موخه ځان ورسوی، ترڅو يې له سفره را وګرځوي او که داچاره ناشونې وه نو خدای په اماني خو به ګوندي ورسره وکړي، ترڅو د بېلتانه په راتلونکي ژوند کې یو یادګار ورسره پاته وي، مومن په سوچونو کې ډوب اویوازي روان و، یو ډېراوږد سفر يې په مخ کې و اما بیايې هم ورو، ورو یون کوی، دی د مراد منزل ته د قدمنو په چټک کولو نه رسېدی، ځکه د عشق لاره کله هم ژر کله په ځنډ اوکله هم په هيڅ ډول نه وهل کېږي، د یو ږغ په اورېدلو سره دی له سوچونو راووت، ویې لیدل چې شېرینو دده د لاري په سر ورته ولاړه ده، هغه لار چې ددې په خاطر يې ټاکلې وه، دلته تکلف شتون نه درلود، شېرینو پر مومن ږغ وکړ او ورته ويې ویل: تا د سفر موزی په پښو کړې_ د  زيړو ګلو باغ پر چا سپاري میینه؟
_  ما د سفر موزی په پښو کړې_ د زېړو ګلو باغ پر خدای سپارم میینه
_ د هندوستان و لورته مه ځه_ د شېرینو ولور له ما واخله میینه
_ د هندوستان ولور ته ځمه_ د شېرینو ولور په خپل مټو راوړمه
_ د هندوستان و لورته مه ځه_ د هندوستان نجوني لولی  بند به دي کړینه
_ د هندوستان و لورته ځمه_ د هندوستان نجوني زما خویندي میندي دینه
مومن نه غوښتل چې شېرینو یې اوښکي وویني؛ بناً همداسي خاموشه مخ پروړاندي و خوځېدی.
شرینو چغي کړې او ویې ویل: (زماګران محبوب راڅخه ولاړی او سفرکوي زما د زیړ مخ اننګي د اوښکو په سېلاب لاهو شوه اودا لنډی يې وویلې:  جانان مي ځي نه پاته کېږي_ زما پرمخ د بېلتانه اوښکي راځینه.
_چې دورې ځې خال مي صحیح که_ د هندوستان د نجنو نشته شنه خالونه)
کله چې پوه شوه چې نه ددې فریاد هغه ته اونه دهغه فریاد ودې ته رسېږي، نو له ځان سره یې وویل:
_وجود مي ټوله په لرزه دی_ اوس مي د صبر لمن ګوتي  نه نیسینه
_ مومنه ولاړي بېلتون یوړې_ ستا جدایې به مي ترڅو وسوزوینه
_ورځه ورځه په مخ دي ښه سه_ داشینکی خال اوزلفي تالره ساتمه
_ مسافري په دل جمعي کا_ خولګی مي ستاده که زه خاوري شمه میینه
_ ماجدایي لیدلي نه ده_ ستاپه بېلتون کې به زه خاورې اېرې سمه…
مومن هندوستان ته ورسېد؛ ده په مخکي د عشق سفر درلود، دده منزل نامعلوم و، کله چې هیندیانو دا ښایسته زلمی ولید نو لیوالتیا يې ورته زیاته شوه، ده ته یي د پردي شهزاده نوم ورکړ، د هند باچا خبرسو او مومن يې خپل دربار ته ور وغوښت، کله چې مومن د باچا حضورته حاضر سو باچاپه دې ورځ د عام اوخاص سره لیدني، کتني کولې، د هندباچا پوه اوعقلمند سړی و، دی يې په عزت خپل حضورته ور وبلی، کله چې يې مومن ته وکتل نو ویي وویلَ ( زه پوهېږم چې ته له هغې ځمکي راغلی يې کله چې لمر زموږ ځمکه پرېږدي اولوېږي نوهلته سر را هسکوي، اما نور نه پوهېږم چې ته څوک يې؟).
مومن وویل: د باچا لوړ نظر ډېر قدرمن، زرین اوپه ځای دی، زما نوم مومن دی او د همهغه ځمکي له سردارانوڅخه یم، دغسي یو حالت راغی چې د باچا پر هیوادمي سفر وشو، نه پوهېږم چې چېرته به ځم ځکه یو ناڅرګنده لارمي په مخ کې ده، او پرته له خپل زړه بل لارښود نه لرم، په دې ډاډمن یم چې داڅو ورځي چې د باچا په هیواد کې تېروم نو دده په رضا به اوسېږم، او یقین لرم چې باچابه د اوسېدلو اجازه راڅخه ونه سپموي.
د هند باچا وویل زه د پهلوانانو زلمیو سره مینه لرم،  اوس ورځه کوم ځای چې درته چمتو سو هلته و اوسه، او زمونږ مېلمه سه.
سبا زما پهلونان غېږنیونه کوي، نښان ویشتونکي مي نښانونه ولي، آس لرونکي مي وزلوبه کوي، هلته به د لوبو په میدان کې د نندارې لپاره حاضرسې اوستا چوکې به زما له چوکی سره یو ځای ایښې وي، مومن مننه ورڅخه وکړه او ورڅخه رخصت سو داچې سفر ستړی کړی و نو ویده سو، په خوب کې ولیدل چې پلاريې ملا ور تړي او ورته ويې ویل: زما زویه! تکړه او پهلوان و اوسه، قادر خدای تعالی (ج) ستا مرستندوی دی، هيڅ پهلوان او نښه ویشتونکی به ستا د مټ زور ونه لري، ستاله تېره به هیڅ  نښه خطا نه سي، هيڅ آس به ستا له آس څخه وړاندي نه شي، مومن له خوبه پاڅید او پرټاکلي وخت د باچا دربارته ورغی اود هغه له څنګه کښېناست، مومن د باچا د پهلوانانو ستاینه وکړه او باچاته يې وویل که چېري مهرباني وکړی اوماته اجازه راکړی چې زه هم نن ستاد پهلوانانو په ډله کې ودرېږم، باچا ورته وویل ترڅو چې دلته اوسېږي ستا له هیڅ ډول غوښتني سره به مخالفت نه کېږي او منل کېږي به، مومن وویل چي غواړم د لومړیو پهلوانانو سره غېږه ونیسم، له لومړنیو نښه ویشتونکو سره نښه وولم او وروسته له دوی سره ځغاسته وکړم، سمدلاسه جګ شو او د ورزشکارانو په ډله کې ودرېدی، ډېری خلک راټول شوي وه، مومن نامي پهلوان ته په غېږ ورغی اوهغه یې پرځمکه را وویشتی، ټولو چغه کړه، په نښه ویشتو او آس ځغلوني کې هم په لومړي مقام کې راغی، ټول خلک ورته هک حیران وه، باچا ډېر وستایه او دده د اتلولی په ویاړيې يو عمومي مېلمستیا جوړه کړه، په دې ورځ ساز ږغونکو اوربابیانو په ډېر شرنګ سازونه اونغمې وږغولې، باچا هم ډېر خوشحاله ښکاریده، ښځو د مومن خان په غاړه د ګلونو هارونه ورپوري کول، مشرانو ویل: چې مومن بېساري زلمی دی، ماشومانو به دده په څېر د ځوانی هیله کول اودایې آرمان و چې د مومن غوندي زلمي شي، باچا د مومن سره خبري کولې چې په دې وخت کې یې یو لیک ورته راوړ، باچا د لیک په لوستلو بدلون وکړ، مومن پوه سو چې په لیک کې ښه خبر نه دی راوړل شوی، له باچا یې و غوښتل چې لیک ده ته ورکړي، هغه لیک ورکړ، مومن چې لیک ولوست ویي ویل: زه به ددې لیک ځواب ارومرو ورکوم، باچا ترې وپوښتل څه ډول ځواب؟
مومن وویل د ځواب پرځای زه خپله ورځم او سمدستي له ځایه جګ شو، باچا خپل سپاره له ده سره ملګري اوماموره کړه، اما مومن ورسره ونه منل او باچاته يې وویل چې زه باید په خپلو ټولو سفرونوکې یوازي و اوسم، معلومه نه ده چې د لاري په اوږدو کې تر هغه ښاره چې دده هدف و څه به پرې تېرسوي وي، اما وایي چې فکر اوسوچ يې یوازي د شېرینو سره و.
کوم لیک چې د هندوستان باچا ته رسېدلی و هغه د بل باچا له لوري و، او له ده څخه يې ولجه غوښتل، مومن هلته ور تلی ترڅو هغه باچا له دې خراجه منصرف اولاس په سر کړي، اود هند د باچا له اوږو څخه دا دروند پېټی واخلي، هغه باچا هم په هندوستان کې حکم چلوی ، هغه وخت په هند کې اووه باچاهان وه چې شپږو نورو یې همدې اووم باچاته ولجه ورکول، او دی به يې باجګیره باچا یادوی.
مومن چې کله د باجګیر باچا ښارته ورسېدی، د زرګر دوکان ته ولاړی او ورته ویې ویل چې دده د آس نعل د سرو زرو څخه جوړ کړي، زرګر حیران سو، او کاريې پري پیل کړ مومن د زرګر د کار اوپه ښارکې د خلکو ننداره کوي، ده تر اوسه دغسي ښکلی له خلکو او مالونو ډک ښار نه و لېدلی، یوناڅاپه يې ولیدل چې د خلکو شور او وږ وږ خاموشه سو، هر سړی پر خپل ځای ولاړ پاته سو، د بازار په آخر کې یې یو اوښ ولید چې کجاوه پرې تړلې ده او چغي اوزاری ترې پورته کېږي،  مومن پوښتنه وکړه چې دا څه وسوه چې ټوله داسي شوﺉ، دا اوښ د چا دی؟ دا ژړا اوفریاد د څه لپاره دی؟ دا بار چېري وړي؟ زرګر ورته وویل: دلته یو ښامار دی چې هره ورځ یوه پېغله او یو اوښ په ډوډی بار ورلېږي که چېري یوه ورځ هم داسي ونه کړو نو راځي اوټول ښار له ستوني تېروي، نن د باچاد لور شهزادګی وار راسېدلی دی، اودا وروستی قرباني ده ځکه تردې مخکې يې د ښار ټولي نجوني همداسي ورلېږلي او ښامار خوړلي دي، په دې وخت کې اوښ د زرګر دوکان ته راورسېدی، د شهزادګی چغي اوفریاد په لوړ ږغ و، او مومن واورید چې داسي وایي: (ځوانانو ننګ راباندي وکړﺉ_ پلارمي مغل دی ماښامار لره لږینه).
مخکي له دې چې مومن څه ووایي دلته په مجلس کې کوم ظریف سړی ناست و هغه يې په ځواب کې داسي وویل:( مونږ خو به ننګ درباندي وکړای_ مېړه دي ناست په بریتو ګوتي وهینه).
وایي دې ږغ پرمظلومي شهزادګی داسي آغېز وکړ، چې بیا يې هيچا ژړا اوفریاد وانه ورید، مومن د خاوند د کلیمې په اورېدلو سره لکه ښامار چې ترې را تاو شي
بې اختیاره له ځایه را جګ شو، په پټه د اوښ په شا پسې روان سو، کله چې اوښ د قربانی ځای ته ورسېد نومهار نیونکي يې مهار اېله کړ، ووېرېدی په بيړه بېرته را وګرځيد، شهزادګی بیا چغه کړه اما نور یي چغو کوم اثر نه درلود، مومن چې له نظره ځان پټ کړی و، لیدل یې چې مهارنیونکي د اوښ مهار نور پرېښود اوپه خپله مخه ولاړ، اوهيڅ شاته نه ګوري، نو دی د اوښ لوري ته ورنېږدې سو، کله چې د شهزادګی پام ورواوښت په همدي یو نظر يې زړه پرې بایلود، داسي عشق چې له مرګ سره یو ځای یرغل کوي پرزړه لویه لمبه وروړي.
شهزادګی ورته وویل: ای زلمیه ته څه غواړې… ورځه که د مر ګ په لټه يې نو داسي ځای يې ولټوه چې زما له سترکو نهام وي، زه نه سم کولای چې تا د ښامار په خوله کې ووینم، رښتیا تاسي څوک یاست؟ مومن ورته وویل:(زه هغه مسافر یم چې غواړم د یو مظلومي ښځي په دفاع اوساتنه کې په پردي وطن کې ومرم، نه پوهېږم ته څه تصور کوې؟)
شهزادګی ورته وویل: هغه څه چې ته وایي د دغسي نارینه وو له هیواده تللي دي، ته د مړو له ځمکي راغلی يي…؟
مومن وویل: ښامار کله راځي؟
ښځي ورته وویل: کله چې لمر یوه بله نېزه هم را پورته سي.
مومن وویل: نو زه باید يو شېبه ویدم سم ځکه ډېره اوږده لاره مي په لنډ وخت کې ووهل ستړی یې کړم.
شهزادګی ورته وویل: ورځه ځان مه قربانوه… مومن ورته وویل نور نه غواړم چې دا تکلیف واورم… شهزادګی ورته وویل نو راسه خپل سر زما پرزنګون کښېږده… مومن ورته وویل: داکار ځکه درسره قبلوم چې تاته نېږدې و اوسم اوته په یوازیتوب کې ونه وېرېږي، اوبله داچې وکولای سې ما ژر له خوبه ويښ کړې، اوکه چېري د ښامار په لېدو تا نه سوه کولای چې ما له خوبه ویښ کړي، ګوندي ستا د ډار اواضطراب حالت مارا ویښ کړي، مومن ویده سو…
په خوب کې ویني چې شرېنو ورته وایي:( د هندښځي به تا د میني په جال کې بند کړي).
اما دی ورته وايي چې (د هند ښځي زما خویندي میندي دي).
مومن لا ویده دی چې ښامار را څرګند سو، د شهزادګی له وسه ووتل چې مومن له خوبه پاڅوي، د شهزادګی اوښکي د مومن پرمخ و څڅېدې او دی له خوبه را ويښ سو.
مومن د ښامار پر خوا ور روان سو، شهزادګی د میني په زور له مرګه نه وېرېدل او په مومن پسې د شا له خوا په ځغاسته روانه وه، مومن اوښامار سره مخامخ سوه، ښامار مومن خان ته خوله ور واچول، د حریص خوله غاښونه نه لري، مومن په دې پوهېدی؛ نوځکه يې د خپلي لوڅي توري سره ځان د ښامار خولي ته ور واچوی، ښامار چې څومره هم مومن د خېټي خواته ورکشوي، د مومن په توره دی لاهم سره دوه ځایه کېږي او څيرېږي، ترڅو چې مومن د ښامار له هغه بل سره ووت، ښامار اومومن دواړه له حرکته لوېدلي وه، نجلی پوه سوه چې مومن د ښامار کار ورخلاص کړی دی، دې وغوښتل چې یوڅه ترسره کړې نو ولاړه د مومن بدن یې خپل په غېږکې ونیوی، د مومن وجود حرکت نه کوی، یو څو شېبې وروسته د مومن سترګي خلاصي شوې که ګوري چې ښامار لکه یو غر بې حرکته پرځمکه پروت دی، او شهزادګی ده ته نېږدې ناسته ده، د خدای تعالی(ج) شکر يې پرځای کړ، اوله شهزادګی سره يې د خدای په اماني وکړه.
شهزادګی په ډېرو چغو اوزاریو سره وویل: چې کاش د ښامار خوراک سوې وای! نه داچې ستاپه مینه کې مي زړه بند او درپسې وسوزم.
مومن ورته وویل: که چېري خپل په مقصدکې بریالی سوم ښایی ستاسره بیا ووینم، اما اوس نه شم کولای چې تا پرېنږدم، ورځه خپل د پلار ماڼۍ ته دوباره ور ستنه شه اوهغه ماتمځای ته دوباره خوشحالي ور وړه، زه باید نور ولاړسم خپل آس روان کړم او د خپلو غمونو اوښادیو سره بوخت شم، شهزادګی هم نور مخ د کور په لور و خوځېده اوپه لاره کې یې هغه کس ولید چې مور يې په دې پسې رالېږلی و، دا سړی د باچا له پهلوانانو څخه و، په دې نیت يې رالېږلی و چې که د لور د کالو کومه نښه يې د ښامار له خولي پاته سوې هغه له ځان سره راوړي ترڅو د دوی سره د یادګار په توګه خوندي شي، سړی له لرې څرګندسو او ورو ورو رانېږدې سو که ګوري چې د ښامار لښ پروت دی، فکر یې وکړ چې ژوندی دی سمدستي یې منډه کړه او د تښتي لار يې ونیول، شهزادګی ورنارې کړې: ای پهلوانه له مړه ښاماره مه وېرېږه!
مومن چې د ښامار له وجوده نښانه پرې کړې وه ددې لپاره چې خلک یې ونه ویني د ښار په لور په کومه بله لار ولاړ، پهلوان د شهزادګی په نارو را وګرځيد کله چې یې ولید چې ښامار په رښتیاسره مړ دی نو نوې ساه یې واخستل، اوله شهزادګی سره مخ پرکور روان سو، شهزادګی د پلار ماڼۍ ته ورسېدل، پلار اومور يې په لیدلو حیران سوه او خیال يې وکړ چې ښایې سترګي به يې  سم لیده نه کوي، ترڅو چې شهزادګی خپل افسانه ورته وویل.
باچا امر وکړ چې د باجګیر باچا د باچاهی په ټوله سیمه کې دي مومن وپلټل سي، مومن چې کله ښارته را ورسيد، خپل آس یي روان کړ او خپل څېره یې په هغه رنګ چې ترلاسه کړی يې و په هغه یې رنګ کړه ترڅو خلک يې ونه پېژني، باچا وعده کړې وه چې که چا مومن ومومند هغه ته به هم لوړ مقام ورکوي او داچې باچا نارینه اولاد نه لري نو مومن به خپل ځایناستی ټاکي، ډېرو پهلوانانو خپل ځانونه د ښامار وژونکي معرفي کړه، اما کله چې به باچا شهزادګی ته د پېژندلو د پاره ور ولېږل د ولیعهد ټاکلو د جایزې پر ځای به يې د دروغو په جرم سزا ورکول، یوه ورځ سهار د شاهي ماڼۍ په دروازه کې یو سړی حاضر سو او ویې ویل چې غواړي له شهزادګی سره وویني، داسړی هیچا نه پېژندی، شهزادګی چې خبره سوه هغه ور وغوښت کله چې يې ولیدحیرانه سوه ورته ویې ویل: څه غواړې؟ ناپېژانده سړي په ځواب کې ورته وویل: آیاغواړي چې خپل ژغورونکی کس و مومې؟
شهزادګی ورته وویل: زما له بهترینواوخوږو ارزوګانو څخه همداده چې نوموړی شخص پیداکړم، ناآشنا شخص ورته وویل: هغه خپل څېره بدله کړې ده اما زه يي په هر رنګ پېژنم، یو څو نفره زما سره ولېږه چې دوی ته يې ور وښییم، شهزادګی ډېره خوشحاله سوه باچاته یې خبر ورکړ هغه هم ډېر خوښ سو، ناپېژانده سړی د باچا له مامورینو سره هغه ځای اومنزل ته روان سو چې هلته مومن اوسېدی، همهلته ورسېدل او مومن یې د باچا عسکروته ور وښود اوخپله یې ځان چېري پټ کړ، مومن چې هرڅه ورته وویل چې ما شهزادګی نه ده ژغورلې، اما مامورینو د باچا حضور ته ور وړ، شهزادګی د نوموړي له مخ څخه رنګ پرېمینځل او و يې پېژندی چې ددې حقیقي ژغورونکی او د ښامار رښتینی وژونکی همدا شخص دی، په ناپېژانده سړي پسې یې خلک ولېږل او رایي وړ ترڅو خپل ډالی واخلي، مومن ته یې وویل: چې ستا پیدا کونکی همداسړی دی، کله چې ناپېژانده سړی حاضرسو او مومن ولید نو و يې پېژندی چې دا خو دده خدمتګار ریدي ګل دی، په حیرانتیايې ترې وپوښتل ته دلته څه کوې؟ ريدي ځواب ورکړ چې زه هرځای ستاسره یم، ځکه ستاپه بېلتون کې زما ژوند سخت دی، داچې پوهېدلم چې ته غواړې یوازي سفر وکړي نو ځان مي درڅخه پټوی، مومن د ده وفا وستایله او باچااو شهزادګی آفرین پرې ووایه.
مومن باچاته وویل: ای باچا! زه نه شم کولای چې ستا ولیعهدي قبوله کړم ځکه زما فکرونه اوکارونه ډېر دي، اجازه راکړه چې دا غوښتنه وکړم چې ما له هرډول ډالی څخه معاف کړه.
یوازنی ډالی به زما د دې غوښتني منل وي اوبس، باچا ورته وویل: د هرڅه ترسره کولوته حاضریم، مومن ورته وویل: د پنجآب له باچا څخه ولي باج اخلې؟ باچا ورته وویل: ځکه چې زما پهلوانانو د هغه پهلوانان مات کړي دي، مومن ورته وویل: که ما ستا پهلوانان مات کړه، داباج به هغه باچاته ور وبخښې؟ باچا ورته وویل داکار پرته له آزمونه کوم، ځکه څوک چې ښامارته ماته ورکړي هغه پر هرچا بری مومي، باجګیر باچا د پنجآب باچاته باج وبخښی اومومن ته یې فرمان ورکړ، پر مومن چې يې هرڅومره ټينکار وکړ چې همدلته پاته سي اما ویي نه منل او ترې روان سو، باچا دده بېلتون په سختی اوناهیلی وزغمی او شهزادګی د شا له خوا په سرو سترګو پسې ژړل، اولیدل یې چې لکه خپل ځان يې چې ترې ځي همداسي یې ګڼل.
مومن او رېدی د پنجآب د باچا ښارته ورسېدل، مخکي تردې چې مومن د باج د بخښلو فرمان باچاته ورسوي د لاري په اوږدوکې یې یو سړی ولید، چې دده له وطنه راستون سوی و، د سړي نه يې د شرېنو او وروڼو په هکله و پوښتل، دا سړی چې دده د شېربنو ورور و، ورته و يې وویل: ته چې راغلې زبردست خان په ظلمونو پیل وکړ، ستا موریې له کوره وشړل، ستاسو غوایان يې په کروندوکې نه پرېښودل، ستاڅاروي يې له لوږي مړه کړه، ستاد مور دې حالت قبیلې ته ټکان ورکړ، خلک پر زبردست خان ورغلل، د شېرینو  وروڼه ټول په ستونزو اخته سوه، کروندې يې ټولي خرابي سوې، ستاسو مور ډېره هڅه وکړه چې دوی د خلکو له خښم څخه وژغوري اما د خلکو قهر خاموشه نه سو، زه یې را ولېږلم ترڅو ستالټه وکړم.
مومن ورته وویل: ما لومړی د شرینو په هکله درنه وپوښتل، سړي ځواب ورکړ: د هغې حال هم ښه نه و، له یوې خوا ستا بېلتون اوله بلي خوا د وروڼو له لوري عذاب ډېره په تنګ کړې وه، د قبيلې ځوانانو ویلي وه چې دا به په غلا له کوره و تښتوي، اوستا د مور د اوسېدو ځای ته به يې چې اوس په کوم بل کلي کې دی، هلته به یې ور وړي، ترڅو ته راستنېږي نو همهلته به يې وساتي، نوپه دې خاطر يې وروڼه یوه لحظه نه ورڅخه لېري کېږي، د شپې له خوا د هغې کټ د اوو وروڼو په منځ کې ځای په ځای کېږي، او ساتنه يې کېږي، مومن چې دا خبري واورېدې د باجګیر باچا فرمان يې د رېدي په لاس ور کړ، ترڅو یې تر باچا پوري و رسوي، دی خپل د وطن په لوري روان سو، دپنجآب باچاچې فرمان ولید خوشحاله سو، اما کله چې د مومن له تګ اوحال څخه خبرسو، نو په ډېر درد یې وژړل، داچې بله چاره نه وه نو د مومن حال اوبرخلیک یې له رېدی واورید او په چغو چغو يې ورته و ژړل، په دې وخت کې يې امر وکړچې څلويښت قاطره سره زر بار کړي، رېدی د طلاوو د کاروان سره مخ د کور په خوا روان سو اما په لاره کې يې مومن ونه شو لېدلای ځکه هغه په تېزی خوځېدلی و، ترڅو د شېرینو ستونزي حل اود قبيلې خښم خاموشه کړي، مومن، ریدی او هغه طلاوي چې زبردست خان مومن په هغو پسې ستړی اولالهانده کړی و، ټول په یو وخت مخ د دوی د وطن(تیزین) په لور روان وه، اولار يې وهل، د (باجګیر باچالور) شهزادګی تر دوو ورځو وروسته د مومن د بېلتون تاب نه شو راوړای، له پلار څخه يې اجازه واخستل او د څلویښتو نفرو سره په مومن پسې روانه سوه، کله چې د پنجآب د باچا دربارته ورسېدل نو پوه سوه چې دلته نسته سمدستي يې د تیزین لاره پسې ونیول.
مومن وروسته له څو شپواو ورځو مزله، د توري شپې په منځ کې د تیزین درې ته ورسېدی،یو ګړی يې انتظار وکړ ترڅو د شېرینو ورور چې له ده سره یوځای مخ پر وطن راروان و، را ورسېږي، کله چې هغه راورسېد نو مومن ورته وویل: چې ورځه مورته مي ووایه چې مومن راغلی ننه شپه بېغمه او آرامه ويده سه، مومن د شېرینو د کلا په لور وخوځېدی، د دوبي اوتموز موسم و، خلک په آزادي فضا اوخپلو بامونو ویده وه، میاشته خپل وروستي پړاو ته نېږدې سوې وه ځکه نو رڼا يي کمه اونرې وه، لار پکي معلومېدل ولي څېره نه پکې پېژندل کېدل، مومن د کلا پر دېوال ور واښت ویې لیدل چې اته کټه ایښي دي او یو کټ يې په منځ کې پروت دی، خپل ځان یې هماغه کټ ته ور ورسوی ترڅو د شېرینو په غوږکې ورته ووایې چې دی راغلی دی، شېرینو له خوبه وېښه سوه، مومن یې ونه پېژندی او چغه يې وکړه، ای وروڼو پردی سړی دی…!
مومن ونه سوه کولای چې ځان ور وپېژني ځکه اووه له پوښه کښلي توري يې وليدلې، اوداسي يې و انګیرل چې هسي نه دوی به وایې چې وډار شو.
په دې حالت کې د هغه زلمي بدن پرخاورو راپریوت چې هيڅکله یې نه غوښتل له ځانه دفاع وکړي، اووه توري يې په نازک بدن کې ښخي سوي وې.
کله چې سهار سو او صبح ودمېدی ویې لیدل چې مومن له اوږده سفر نه راګرځېدلی اود مرګ د سفر لار یې نېولي ده، د شېرینو وروڼو دا پېښه دوه ورځي پټه کړه، آخر يې مور بېتابه سوه او د مومن په لټون پسې را ووتله، کله چې د دوی کورته راغله نو پوه سوه چې پر زوی يې څه پېښه راغلې ده، په دې وخت کې شېرینو د مومن د مرګ کیسه په سرو سترګو ورته وکړه، داچې ټولو پر ده باور درلود، و پوهېدل چې دده مرګ د میني اوځوانی له کبله دی، او دا تېروتنه هم له همدې امله رامنځ ته سوې ده.
د مومن جنازه يې واخیسته د قبرستان په لار کې رېدی اود سروزرو کاروان هم د دوی مخ ته را ورسېدل، کله یې چې دده جنازه هدیرې ته ورسول نو د باجګیر باچا لور هم له څلويښتو نفرو سره هلته رسېدلي وه، شېرینو ځان پرې را ټيټ کړ ترڅو مومن ښکل کړي، او وروسته يې ښخ کړي، ددې دغه ټېټېده وځنډېده خلکو را پورته کړه که ګوري چې دې هم ساه ورکړې، او خپل ځان يې ورته ډالی کړ، اما مړی نه ژوندی کېږي.
شهزادګی هم د مومن د جسد په لور ورکښته سوه ترڅو ښکل يې کړي اما دې هم ساه ورکړه، هغه څلويښت ملګري يې بېرته هند ته ولاړه ترڅو د مومن د ژوند د داستان پای د هندباچاهانوته ورسوي، وايي چې څلويښت ورځي د هند په خاوره کې ویر و…
د مومن قبر په تیزین کې دی… د بیدي مجنون يې پر مزار را زرغون سوی دی چې درې ښاخه لري، او دې ښاخونو یواوبل په غېږ کې سره نیولي دي او د درو عاشقانو پر مزار را ځوړند دي…
د هندوستانه مي راستون کړې_ له ګورستانه به دي څوک راستنوینه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب