تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۰ مه) ښايي د دې خبر د عنوان په لوستلو مو خوا ګرځېدلې وي خو داسي هیوادونه او ملتونه شته چې لا هم د سپي غوښه خوري. سره له دې چې د نړۍ په ډېرو برخو کې سپي د انسانانو وفاداره ملګري او د خوښې کورنی حیوان ګڼل کېږي، په ځینو سیمو کې سپي د چرګانو، پسونو او سخوندرانو په شان د دې لپاره ساتل کېږي چې له غوښې څخه یې استفاده وکړي.
پر مسلمانانو سربېره په لوېدیځو کلتورونو کې هم د سپي د غوښې له خوړلو خلک کرکه کوي، خو په ځینو برخو کې دا یوه یوه عادي خبره ده.
په ختیځه آسیا کې د سپي د غوښې خوړل ډېر عام دي، او هر کال شاوخوا ۳۰ میلیونه سپي د خوراک لپاره وژل کېږي (حلالېږي). خو د کورنیو حیواناتو د ساتلو د دود د زیاتوالي او د نوې نسل د نظرونو د بدلون له امله، د سپي او پیشو د غوښې خوراک تر پخوا کم شوی دی.
په اندونیزیا کې د سپي د غوښې خوړل قانوني دي، خو د نفوس په یوې لږکي پورې محدودېږي. په ۲۱ ښارونو او سیمو کې د سپي د غوښې پلورل منع شوي، خو بیا هم کورني او ګوډ سپي د خوړلو لپاره ښکار او حلالېږي. چین، یو بل آسیايي هېواد دی، چې د سپي د غوښې تر ټولو لوی مصرفوونکی ګڼل کېږي، او هر کال شاوخوا ۱۰ میلیونه سپي (او ۴ میلیونه پیشوګانې) په دې هېواد کې خوړل کېږي.
دغه دود زرګونه کلونه تاریخ لري، خو د سپي غوښې شهرت په چین کې هم ورو ورو کمېږي.
هر کال د جون په میاشت کې د چین په جنوب کې یولین ښار “د سپي غوښې فیستوال” کوربه وي.
په دې فیستوال کې ژوندي سپي او پیشوګانې د خوړلو لپاره پلورل کېږي، او اټکل کېږي چې د دې فیستوال په ترڅ کې ۱۰ زره حیوانات د غوښې لپاره وژل کېږي.
په تایوان کې د سپي او پیشو پلورل او خوړل له څو څارویو سره د بد چلند له قضیو وروسته، چې پراخه عمومي غوسه یې وپاروله، منع شوي دي. د حیواناتو د ساتنې د نوي قانون له مخې، هر څوک چې د دې حیواناتو په پلورلو، خوړلو یا پیرودلو کې ښکېل وي، ښايي تر شاوخوا ۱۰ زره یورو پورې جریمه شي. همداراز هغه کسان چې له څارویو سره په بد چلند تورن شي، ښايي له ۷۰ زره یورو جریمې او دوه کلونو بند سره مخامخ شي.
تایوان لومړنی آسیايي هېواد دی چې په کلکه یې د دې عمل پر وړاندې اقدام کړی دی.
په نورو آسیايي هېوادونو لکه جنوبي کوریا، فیلیپین، تایلینډ، لاووس، ویتنام او کمبودیا کې هم د سپي غوښه رواج ده.
په ویتنام کې هر کال شاوخوا ۵ میلیونه سپي د خوراک لپاره وژل کېږي. د سپي غوښې ته لوړې تقاضا له ګاونډیو هېوادونو لکه تایلینډ، کمبودیا او لاووس څخه غیرقانوني تجارت ته لار پرانیستې ده.
په جنوبي کوریا کې د سپي غوښه دومره عامه وه چې د دې لپاره یې ځانګړي پخلی درلود: “ګګوګي”. خو په وروستیو کلونو کې د څارویو د حقونو د مدافع ډلو تر فشار لاندې، حکومت د سپي غوښې تولید او پلور په قانوني ډول منع کړ.
د یوه خپاره شوي راپور له مخې، جنوبي کوریا د دې بندیز تر اعلان مخکې شاوخوا ۱۷ زره فارمونه لرل چې پکې سپي د غوښې د تولید لپاره روزل کېدل. په شمالي امریکا کې د سپي د غوښې خوړل لوی تابو ګڼل کېږي.
په کاناډا کې د خوراک لپاره د سپي وژل او یا یې پلورل له تخنیکي پلوه قانوني دي (ځکه چې څوک یې نه خوري)، خو قانون ټینګار کوي چې رستورانونه باید یوازې د غوښې د پروسیس له جواز لرونکو فابریکو څخه د سپي غوښه ترلاسه کړي. که څه هم، په کاناډا کې هېڅ داسې فابریکه نشته چې د سپي غوښه پروسس کړي.
په متحدو ایالتونو کې هم د سپي غوښې خوړل تابو دی. که څه هم د دې لپاره هېڅ فدرالي قانون نه شته (ضرورت یې نه دی احساس شوی ځکه چې څوک یې نه خوري)، ځینې ځانګړي قوانین د سپي او پیشو د خوراکي اهدافو لپاره لیږد، پلور او حلالول منع کوي. خو د امریکا اصلي اوسیدونکي (سورپوستي) له دې قانون څخه مستثنی دي او په خپلو مذهبي مراسمو کې د سپي غوښه کارولی شي.
په اروپا کې هم څوک د سپي غوښه نه خوري او دا لوی تابو دی چې که څوک دا غوښه وخوري، خو د هیوادونو ترمنځ په قوانینو کې توبیرونه شته. په فرانسه کې د سپي حلالول او پلورل په بشپړ ډول منع دي، خو مصرف یې له تخنیکي اړخه قانوني ستونزه نه لري.
په آسټرالیا کې هم د سپي او پیشو غوښه پلورل په ملي کچه منع دي. خو د دې هېواد له ۱۶ ایالتونو او قلمرو څخه، یوازې د جنوبي آسټرالیا ایالت د سپي د غوښې خوړل منع کړي دي.