تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۲ مه) د امریکا د جمهوريپال ګوند سناتورې شېلي مور کاپېتو، یوه قانوني لایحه وړاندې کړې، چې پر اساس یې طالبان او نورې سختدریځې ډلې د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا مالي مرستې ترلاسه نه کړي.
دا لایحه، چې “د نړیوالو ترهګرو د مالي ملاتړ د بندولو قانون” نومېږي، د امریکا له لوري د ملګرو ملتونو له لارې د بشري مرستو مشروط کولو ته اړتیا لري. د دې شرط له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید ډاډ ترلاسه کړي چې د واشنګټن نغدي مرستې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په چوکاټ کې افغانستان ته نه استول کېږي.
د دې لایحې دویم شرط دا دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید باوري شي چې هېڅ “ترهګریز سازمان” به د امریکا له دغو مرستو ګټه وانخلي.
سناتور کاپېتو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: “د امریکا خلک دا نه غواړي چې د دوی د مالیاتو پیسې د ترهګرۍ د تمویل لپاره وکارول شي.”
هغې همداراز ویلي، په وړاندې شوې لایحه کې به دا تضمین کړي چې د امریکا مالي مرستې د ملګرو ملتونو د نغدي محمولو له لارې په افغانستان کې د طالبانو لاس ته، چې د ښځو او نجونو پر ضد ظلم کوي، نه رسېږي.
سناتور کاپېتو زیاته کړه: “که ملګري ملتونه نه شي کولای د هغو پیسو دقیق حساب وساتي چې افغانستان ته استول کېږي، نو باید پرې باور ونه شي.”
دا سناتور، چې د لوېدیځ ویرجینیا ایالت استازولي کوي، وویل چې د امریکا یو شمېر نور سناتوران، لکه تام کاټن (آرکنساس)، کیتي بریټ (الاباما)، بیل کاسیدي (لوئیزیانا)، ریک سکاټ (فلوریډا)، ټېډ کروز (ټېکساس)، مارشا بلکبرن (تنسي)، تام ټیلیس (شمالي کارولاینا)، او ټیم سکاټ (جنوبي کارولاینا)، د دې لایحې ملاتړ کوي.
سناتور کاپېتو د سیګار راپور ته په اشارې وویل چې د ۲۰۲۳ کال د مې میاشتې په راپور کې ښودل شوې چې لږ تر لږه ۱۰.۹ میلیونه ډالر د امریکا د مالیه ورکوونکو له پیسو د طالبانو لاس ته ورغلي دي.