Homeخبرونهشمالي وزیرستان کې ۱۳ پاکستاني پوځیان مړه او ژوبل شوي

شمالي وزیرستان کې ۱۳ پاکستاني پوځیان مړه او ژوبل شوي

تاند【جمعه د سلواغې ـ دلوې ۱۲مه】د خیبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان سیمه کې پرون پنجشنبه له وسله والو سره په دوه جلا نښتو کې د پاکستاني پوځ پنځه غړي وژل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي دغه راز په دې نښتو کې ۸ پوځيان ټپيان شوي هم دي.

پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، ټپيان پولیس روغتون ته لېږدول شوي، او امنیتي ځواکونو سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل کړي.

د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابيلو سیمو کې د وسله والو بریدونه زیات شوي دي.

وروستیو نا امنیو پاکستانیان سخت اندېښمن کړي او د ژوند کړۍ یې پرې تنګه کړې ده.

د دې نا امنیو له امله چین هم څو ورځې وړاندې پاکستان کې د خپلو پروژو د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...