جمعه, جنوري 31, 2025
Homeخبرونهلغمان او غزني کې ۱۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لغمان او غزني کې ۱۳ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند【جمعه د سلواغې ـ دلوې ۱۲مه】غزني کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت مقر ولسوالۍ کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې په خبره، لومړۍ پېښه د مقر ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې چې، یو تن پکې ټپي شوی او دویمه پېښه بیا د دغې ولسوالۍ اړوند په لړمي سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې، له امله یې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه مړه او شپږ نور ټپیان دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې په لغمان کې د ناچاودې مرمۍ چاودنه کې ۳ ماشومان مړه شوي دي.

دا پېښه نن غرمه ۱۱:۰۰ بجې د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوند اړینې کلي ته څیرمه د غره په لمن کې رامنځته شوې ده.

سرچینې وایي، درې ماشومانو ناچاوده مرمۍ موندلې او ټکولې یې ده چې چاودنه یې کړې او له امله یې درې واړه ماشومانو خپل ژوند بایللی دی.

یاد ماشومان لس ،یولس او دیارلس کاله عمرونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب