جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران کې بندیانو، زندان ته اور اچولی او تښتېدلي

ایران کې بندیانو، زندان ته اور اچولی او تښتېدلي

تاند【جمعه د سلواغې ـ دلوې ۱۲مه】د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې یو شمېر ‎بندیانو د ‎کرمانشاه ولایت یوه زندان ته اور اچولی او تښتېدلي دي.

تراوسه د تښتېدلو زندانیانو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی.

د کرمانشاه ولایتي مسوولینو د دې پېښې په تړاو پلټنې پیل کړي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې بیا ‏د ایران مازندران ولایت کې د ساري ولسوالۍ د پولیسو قومندان، عبدالله حسن‌ زاده ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ۵۲۰ ناقانونه کډوال نیولي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، حسن‌ زاده له ایراني وګړو غوښتي چې په هر راز دندو کې د ناقانونه کډوالو له ګومارنې ډډه وکړي.

ایران کې ډېری کډوال افغانان دي او په دې وروستیو کې هلته له سخت بد وضعیت سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...