درې نیم کاله کیږی چه په افغانستان کې د طالبانو لخوا تر شپږم ټولګی لوړ د انجونو پر تر تعلیم او د میرمنو پر کاراو اجتماعی فعالیتونو بندیز لګول شوی او ښخۍ د خپلو شرعی او مدنی حقوقو بې برخې شوی دی. په دې مده کې د هیواد د نیم نفوس او د مدنی حقوقو د سازمانونو استازو په وار وار په کابل او ولایاتو، همدا شان په بهر کې اوسیدونکو افغانانو د لویو مظاهرو او میټینګونو او ناستو په تدویرولو ددې شرعی او اسلامی ضد سیاست پر ضد اعتراضی غونډی کړی دی. همدا شان یو زیات شمیر دینی عالمانو، د پوهنتونونو استادانو او محصلینو، د اسلامی هیوادونو سازمان او د اسلامی هیوادونو د جیدو علماو شوراګانو په وار وار د طالبانو د مشرانو څخه و غوښتل پرخپل دغه سیاست له سره غور وکړی او پرې نږدی چه دا ډول کړنې د اسلام د سپیڅلی دین حیثیت او اعتبار ته زیان ورسوی.
په قرآن شریف کې په و ضاحت سره نر او ښځه دواړه بیله توپیره د علم په زده کړه مکلف شویدی . یعنی دا فکر چه پر مسلمان یواځی د دین علم زده کول فرض دی او د دنیوی علومو زده کړه یواخی د ضرورت پر اساس روا دی، حقیقت نه لری. په قرآن شریف کې همدا شان تاکید شوی دی چه د الله تعالی پیژندنه یواځی د علم د زده کړې له لارې امکان لری.
د صحیحو احادیثو له مخې پیغمبر علیه السلام په وار وار خپلو صحابه او یارانو ته وییلی دی چه دی هم د ټولو په شان د لوی خدای یو بنده دی او د الله پاک څخه ډیره بیره لری. او هغسې چه په قرآن شریف کې مسلمانان په ورځنی چارو کې په خپل منځ کی سلا مشورو ته هڅول شوی دی نو مسلمانان مکلف دی چه دغه قرآنی اوامرو او توصییو ته پاملرنه وکړی.
پیغمبر علیه السلام د ژوند په ډیرو چارو کي د خپلو یارانو او بی بیانو سره مشورې کولې او مسلمانانو د تاریخ په اوږدو کې تل دغه قرآنی او اسلامی اصل په نظر کې نیولی دی.
خو د طالبانو مشران د ښخو سره د دوی د شرعی اواسلامی حقوقو د ورکړې او د روانو بی عدالتیو د پای ته رسولو په برخه کی نه شرعی او اسلامی اصولو ته ځان پابند بولی، نه په دې برخه کې د افغانستان د ۹۸ په سلو کې نفوس غوښتنې ته احترام کوی، نه د اسلامی کنفرانس د غړو هیوادونو د جیدو علماو مشورو او سپارشتونو ته غوږ نیسی او نه هم د ملګرو هیوادونو او د بشری حقوقو د نورو نړیوالو سازمانونو فیصلو او پریکړو ته ارزش ورکوی .
ځینی څیړونکی په دې باور کی چه د طالبانو مشر مولوی هیبت الله چه یو وطنی او کلیوال ملا دی او د کندهار په شورا کې د یو شمیر اشخاصو اومشاورینو په کنټرول او انحصار کې دی او اساساً ټولې مهمې پریکړې دوی ګوی. د دې مشاورینو یا شورا د غړو هویت هیچ چاته نه دی څرګنډ نه. موږ نه پوهیږو چه دا شورا څو غړی لري ، څنګه او چا انتخاب کړی دی، آیا ټول افغانان دی او که څنګه؟ او ددوی هویت ولې پټ ساتل کیږی؟
مولوی هیبت الله آخوند چه طالبان یې امیرالمومنین بولی هم ډیرو لږو خلکوله نژدی او
با لمواجهه لیدلی دی. دی په تیرو دری نیمو کلنو کې دوه یا درې واره د خلکو په حضور کې څرګنډ شوی دی او هره پلا یې مخ پوښلۍ او شا یې خلکو ته وه. اوس هم په افغانستان کې ډیر خلک په دې باور دی چه د طالبانو اوسنی مشر هغه د پخوا مولوی هیبت الله نه دی.
په هرحال د طالبانو ډیر کارونه دا ځل ډیر مرموز او له ابهامه ډک دی. په ظاهره دوی د دیوبند مذهبی ډلې پیروانان دی چه مرکز یې په هندوستان او پاکستان کې دی. خو په هندوستان او پاکستان کې دیوبندی ډلو هیڅکله هم د انجونو د تعلیم او ښځو د کار او اجتماعی فعالیتونو پرضد نه دی دریدلی او هیچکله هم داسې یوه غوښتنه په رسمي توګه د دې هیوادونو د مذهبی ډلو له خوا مطرح شوی نه ده.
په اسلام کې د سني او شیعه مذاهبو تر څنګ په لس لهاوو مذهبی ډلې ټپلې شته چه تل د اسلامی وحدت او یووالی په وړاندی یو خنډ وو. دغه ډلې چه شمیر یې لږ او ډیر اتیا ته رسیږی هر یو یې د قرآن شریف د آیاتونو او د اسلامی شریعت څخه خپل خاص تعبیر او تفیسر وړاندی کوی. د فارسی ژبې شاعر حافظ وایي:
جنک هفتادودو ملت را عذر به نه چو ندیدن حقیقت ره افسانه زدند
د حافظ د دوه اویا ډلو برسیره نن سبا القاعده، داعش، بوکو حرام چه د طالبانو په شان د دنیایی علومو او د ښځود تعلیم او تحصیل پر ضد دی، داسې ډلی دي چه نورې مسلمانې ډلی تکفیروی او هغسې چه په تیرو کلنو کې په عراق، سوریې او نوروځایونو کې مو ولیدل په لسهاو زره مسلمانان یې د مذهبی تعصب له مخی په ډیره وحشیانه توګه ووژل. خپل افغانستان ته به وګورو چه په تیرو لسیزو کې څومره مسلمان وطنوال د بیلا بیلو جهادی ډلو د خپلمنځي جکړو په ترڅ کې په ډیر وحشت شهیدان شول. د افشارسیمی د بی ګناه اوسیدونکو د قتل عام او په مقابل کې د رقص مرده یا د خلکو پر سر د میخونو د ټکولو جنایات همدغو متعصب او تندلارو مسلمانانو تر سره کړل.
نو طالبان هم لکه د نورو اسلامی تندلارو ډلو په شان پر خپله ایدیولوژی ټینګار کوی او په دې کار کې منل شوو اسلامی اوصولو ته پاملرنه نه لری. طالبان هم لکه د بوکوحرام ډله یواځی او یواځې ځانته د اصیلو او سوچه مسلمانانو په سترګه ګوری او نور مسلمانان او مسلمانی ډلې د اسلامی شریعت او اوصولو څخه بی لارې او منحرفې ګڼي.
درې هفتې مخکی د اسلام آباد په ښار کې د ۵۳ اسلامی هیوادونو د علماوو غونډه جوړه شوه او په افغانستان کې د انجونو د تعلیم او د افغان میرمنو پر کار او اجتماعی ژوند د طالبانو له خوا د لګول شوی بندیز مسله وڅیړل شوه. طالبانو په دې غونډه کې د ګډون څخه ډډه وګړه. د اسلامی هیوادونو استازو او دینی عالمانو په ټینګار سره په افغانستان کې د اسلامی امارت له مشرانو څخه وغوښتل چه د افغان میرمنو پر ضد د کار او فعالیت د بندیز غیر عادلانه چلند پاي ته ورسوی او د افغان انجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازی بیرته پرانیخې. په دې غونډې کې د پاکستان هیواد مولاناګانو چه د دیوبندی ډلې پیروان دي هم د غونډې پرکړه لیک ته رایه ورکړه.
تیره اونۍ د عدالت نړیوالې محکمې چه مرکز یې د هالینډ په هاګ ښار کې دی حکم صادر کړ چه د طالبانو مشر مولوی هیبت الله اود افغانستان د ستری محکمې ریس عبدالکریم حقانی دواړه د جنایاتو په کولو متهم دی او د نړی له هیوادونو څخه یې وغوښتل چه دوی ونیسي او د دې محکمې چارواکو ته یې تسلیم کړي. د دې حکم په صادریدو سره د طالبانو اسلامی امارت چه تر اوسه د نړۍ هیڅ هیواد هم په رسمیت ندی پیژندلۍ د تل دپاره دا چانس له لاسه ورکوی چه په رسمیت وپیژندل شی.
لهذا طالبان باید د خپل درانه خوبه څخه ویښ شي او وګوری چه وطن د لوی بحران سره مخامخ دی. دا هر څوک مني چه د طالبانو په راتګ سره په تیرو دری نیمو کلنو کې امنیت ډیر ښه شوی، هغه د پخوا شان فاسد مافیایی جوړښتونه له منخه تللی، د فساد کچه کمه شوې او په هیواد کې د بیا رغونی کارونه په ښه توګه پرمخ ځي.
خو دافغانستان اوسنی حالت یو د تورې تیارې حالت دی. اسلامی امارت نه اساسی قانون، نه پارلمان، نه تعریف شوی دولتی سازمان او موسسات لری، نه یې د هیواد په دننه کې د خلکو مشروعت تر لاسه کړی او نه هم د نړۍ کوم هیواد په رسمیت پیژندلی دی. ملی بیرغ او ملی سرود چه د ملی هویت سمبولونه دي له منخه وړل شوی دی. په ټول هیواد کې موسیقی او هربل هنری فعالیت لکه رسامی، مجسمه سازی، سینما، تلویزیون او ډیر نور منع دي. په دې معنی، هر هغه شی چه د طالب په ورځنی کلیوال ژوند کې نشته او دی یې نه پیژنی، هغه د اسلام او شریعت مخالف بولی.
نو په دغسې حالت کې د تعجب خبره نه ده چه د افغانستان قومی او مذهبي ډلې، سیاسی احزاب، د ښارونو اوسیدونکیو روشنفکران او بیلا بیلې ډلی ټپلې یو هم په اوسنی سیاسی جوړښت کې ځانونه نه وینی او عملاً ناراضه دی.
د دې تورې تیارې څخه د افغانستان د ویستلو یواځی لاره د لویې ملی اجماع جوړول دی. یعنی یا باید په هیواد کې عمومی انتخابات ترسره شی یا دی عنعنوی لویه جرګه راوغوښتل شی تر څو د اولس استازی د افغانستان د پاره د اولس دخوښې نظام، اساسی قانون او نور ټول لازم تصمیمونونه و نیسی. دا وطن یواخی د یوې قبیلې، قوم، تنظیم یا یو سیاسی ګوند نه دی. په افغانستان کې بیلا بیل قومونه دی چه په بیلا بیلو ژبو خبری کوی. د تاریخ په اوږدو ټولو دغه قومونو په ګډه د دې هیواد د استقلال او ارضی تمامیت، معتقداتو او کلتوری هویت څخه دفاع کړې ده او په هر نظام کې چه منځ ته راځی، باید د دوی د ټولو ګټې په پام کی ونیول شی.
لهذا په افغانستان کې د نظام جوړولو په کار کې لازمه ده چه هر فرد ، هر کونډ او هرې ډلې ته د قانون په چوکاټ کې د سیاسی، اجتماعی او اقتصادی فعالیت آزادی او امکانات ورکړل شی. د افغانستان په شان یو کثیرالقوم هیواد کې د قانون د حاکمیت، د ملی خپلواکی او د خاوری د تمامیت، ملی امنیت او تل پاتی سولې ساتنه د هیواد د ټولو میشتو قومونو او ډلو ګډ مسوولیت او رسالت دی. یواځی له دې لارې په هیواد کې اقتصادی پرمختګ، اجتماعی عدالت اود خلکو قومی او کلتوری هویت تضمین کیدلای شي.
پای