شنبه, فبروري 1, 2025
Home+د نجونو تعلیم | آصف بهاند

د نجونو تعلیم | آصف بهاند

سرښندنې، بندیخانې او تېښتې

«آزادي مې خپل وطن کې فابریکه ده

آزادي د لور قلم او کتابچـه ده

آزادي زمـا د واورو خپلول دي

پـه سـیندونـو د بندونو جوړول دي

آزادي مې ورکول غلط رواج دی

لـه اصلي فـرهنګه جـوړ د زرو تاج دی»

(عبدالوهاب باور)

پر افغانستان باندې د طالبانو له دویم حاکمیت نه درې‌کلونه او څو میاشتې تېرې شوې. د نجونو د ښوونځیو د پرانستو په باب، د همدې مودې تجربو، بهانو، دروغو، غولونو او… وښوده چې ټول طالبان د نجونو او ښځمنو د تعلیم مخالف نه دي، بلکې په دوی کې یوه وړه‌ډله داسې خلک دي چې د نجونو او ښځمنو د تعلیم سره مخالفت کوي او عمداً یې داسې ممانعت کوي چې ترڅو دوی په واک او ځواک کې حضور ولري، نجونې به د ښوونځيو او ښځمنې به د پوهنتون انگړ ته هم پرې‌نه‌ښودل شي. د خبرو پایله دا ده چې په طالبانو کې تعلیم ضد یوه ډله ده او هغوی عملاً له نجونو او ښځمنو سره په جگړه بوخت دي.

خلکو له هماغه پیل نه د دې ناروا په مقابل کې خپل غږ جگ کړی دی او په بېلابېلو بڼو یې خپل غږونه د واکدارانو او نړیوالو غوږونه نه رسولي دي. د نجونو د تعلیم د بندولو او د طالبانو د ناسمې حکومتولۍ له پاره د غږایستلو او سرښندنو په لړ کې داسې اشخاص هم شته چې د سر په بیه یې هماغلته په کابل کې د حاکمو واکدارنو د واک په دایره کې، دوی ته په خطاب کې داسې خبرې کړې دي چې څوک یې له هېواده د باندې په ازادو ملکونو لکه اروپا کې هم نه شي کولای. په دغو اشخاصو کې یو پوهاند ډوکتور محمد اسماعیل یون دی.

ډوکتور یون د ۲۰۲۳ ام کال په جریان کې د یوه خبري کنفرانس (ژوندون د سياسي توطيو په دام کې) په لړ کې د قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او ژورنالستانو په حضور کې، ژوندون تلویزیون ته د طالبي واکدارانو له خوا د رامنځ‌ته کړو ستونزه د توزیح په وخت کې، د نورو موضوعاتو ترڅنگ، د طالبانو د ناسمې‌حکومتولۍ او د نجونو تعلیم د منع‌کولو په پار تندې نیوکې کړې وې.

د یون د خبرو او نیوکو څو جملې دا دي:

«… د ښځو د تعلیم په خاطر مې ورسره جنجال دی، هروخت ورغلی یم، اوو ـ اتو وزیرانو سره مې تراوسه کتلي دي، په لحاظ د خدای هېڅ ډول شرعي عذر نه لرئ، نه دلیل لرئ ـ نه منطق، د ښځو تعلیم ولې نه خوسې کوئ؟

دوه ورځې مؤقتي وزیر راشي، شمله یې وهلې وي چې زه تا نوی مسلمانوم، تا ته ادب درښیم.  ته څه شی یې وروه؟ ته ماته خپل ‌ذات وښیه خپل نسب دې راوښیه. راشه وسله دې کېـږده قدرت دې کېـږده، بیا به گورو چې په دې اجتماع کې څوک څومره وزن لري.

ته په خپله خوښه دلته اکوړه او حقانیه مدرسه نه شې جوړولای.

چا چې پُل الوزولی، د فوایدعامې وزیر مقرر شوی، چا چې برېښنا پایه الوزولې د برق وزیر مقرر شوی، چا چې د تیلیفون پایه الوزولې د مخابراتو وزیر مقرر شوی او چا چې دې ملت ته خدمت کړی هغه په خیانت تورن شوی…

دا نظام چې ده په دې کې یوڅو غوړه‌مالان یوڅو بې‌تجربې خلک نامسلکي خلک دا حاکم دي نوي راغلي حکومت ته، دوی فکر کوي چې دا حکومت زموږه غنیمت دی دا اولس زموږه اسیر دی، داسې فکر کوي چې هرڅه چې موږ وایو دا ولس به یې راسره مني.

د نظام د چپه کېدو له خاطره یومیلیون تعلیم‌یافت کسان چې وو هغه مهاجر شول، مملکت تباه شو. اقتصادي قشر وتلی، تعلیم‌یافته قشر وتلی دا څه چې پاتې دي دا هم وزي.

حکومت ته په ډاگه اعلان کوم:

وروره که دغسې خلک دې په حکومت کې وي، دا حکومت دوام نه کوي، دا د اولس او حکومت ترمنځ فاصله ایجادوي  رسنۍ چې ډېرې کمې پاتې دي د هغوی او تاسو ترمنځ فاصله ایجادوي او…»

درانه لوستونکي کولای شي چې د یون صاحب د خبرو لنډه ویدیو په دې لینک کې وگوري.

او که څوک یې وخت او حوصله لري، د یاد خبري کنفرانس بشپـړه ویدیو په دې لینک کې کتلای شي.

داسې هم شوي دي چې د غږاستلو او نیوکو په لړ کې که کوم منتقد د طالبانو لاس ته ورغلی دی، هغه یې د زندان په نامه میلمستون ته لېـږلی دی.

د دې لارې قربانیان به ډېر وي، خو په ټولو کې د تعلیم د عامولو د د نجونو د تړلو ښوونځیو د بېرته پرانستلو سرسخت پلوي مطیع‌الله ویسا دی. د نجونو د ښونځیو د پرانستو د مبارزې سرلاری او لومړنی قرباني همدی دی. مطیع‌الله ویسا څو میاشتې یاد میلمستون ته ورمیلمه کړای شوی و او په میلمستون کې یې ښه‌عزتونه وشول او ښايي داسې ژمنې ترې اخیستل شوې وي چې د تل له‌پاره به خاموشه کېـږي، د همدې په وجه له زندانه تر راوتلو وروسته یې نوم او غږ لا چا نه دی اورېدلی.

موږ چټي له طالبانو گیله کوو چې د نجونو د تعلیم او په مدرنه بڼه د نوي نسل د روزلو پلویان په تکلیفوي او زندانونو ته یې لېـږي؛ دغه ده اوس ثابته شوه چې د دوی خپل د سنگر ملگری او هم فکره انډیوال هم که د نجونو د تعلیم به‌پاره غږ او چت کړي، دوی یې د زندان ملیمه کوي چې ترټولو ښه مثال یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستاکزی دی.

د نجونو د تعلیم مسأله د دې سبب شوه چې د طالبانو د اختلاف اوازې په حقیقت بدلې کړي، د تعلیم په باب د طالب د لوړپوړو مقاماتو له خولې نه څو ـ څو ځلې ضد و نقصیض نظریات اورېدل شوي دي، یو وايي چې:

«تعلیم، دنیوي تعلیم دا مباح دی حضراتو!»

بل یې بیا وايي:

«تعلیم پر نر او ښځې باندې فرض دی.»

دا لینک کلیک کړئ او ویدیو یې وگورئ:

د طالبانو یولوپوړي چارواکي عباس شیرمحمد ستانکزي څو ـ څو ځلې د نجونو د ښوونخيو د خلاصون غږ جگ کړی و، نور خو پرېـږده په خپله طالبانو هم د ده خبرې بابیزې او بې ارزښته گڼلې، اوس خبره دې ته ورسېده چې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون په وجه د عباس ستانکزي د نیوکو زهر د طالبانو تر مشر پورې هم ورسېدل.

په لاندې ویدیو کې هم د ستانکزي انتقادي خبرې دي، ځینې سکتگۍ په کې موجودې دي، خو څه چې یې ویلې دي، ما رانقل کړې او لیکلې بڼه مې ورکړه. دا یې متن دی:

«موږه له مشرانو نه، د امارت له مشرانو نه دا تقاضا ده چې د علم دروازې باید خلاصې شي، دې ته هېڅ بهانه او هېڅ شی نه شته او نه به یې کوي. د جناب رسوا‌الله (ص) په وخت کې د علم دروازې د ښځو او نرو پر مخ خلاصې وې، نیم علم له بي‌بی عایشې (رض) نه رانقل شوی دی.

موږ په ۴۰ میلیونه نفوسو کې له ۲۰ میلیونو سره بې‌عدالتي کوو، ایا موږ به د قیامت په ورځې دغسې راپورته نه‌شو چې ټول به فلج یو، ټول حقوق مو تلف کړي. میراث نه سته، د مېـړه د تعین حق نه‌سته، په بدو کې یې ورکوو، تعلیم ته یې نه پرېـږدو، مسجد ته یې نه‌پرېـږدو، د پوهنتون دروازې یې پرمخ بندې دي، مدارسو ته یې هم نه‌پرېـږدو، موږ چې پرکومه لار روان یو، دا زموږ د طبیعت خبره ده، نه د… »

مشرملا سمدلاسه د شیرمحمد عباس ستانکزي د نیولو امر صادر کړ، خو عباس ستانکزی د طالبانو د واک له دایرې نه ووت او داسې ځای ته یې ځان ورساوه چې د دوی له واک او ځواک نه وتلې سیمه ده.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسؤل ضیااحمد تکل په خپله وایي چې عباس ستانکزی اوس له افغانستانه وتلی او په دوبی کې دی. عباس ستانکزي په خوست کې د یوې غونډې په لړ کې د نجونو د تعلیم پر اړتیا د خبرو په ترڅ کې پر هیبت‌الله اخوند سختې نیوکې وکړې، هغه هم د عباس ستانکزي د نیولو امر صادر کړ، خو مخکې تر نیول کېدو هغه په تېښته بریالی شو.

دغه راز ملا عبدالسلام ضعیف چې خپله هم یو طالب دی، د نجونو د تعلیم پراړتیا یې تل ټینگار کړی دی او اوس یې د طالبانو د مشر هبت‌الله په ادرس د همدې ستونزې د حل له‌پاره لیک استولی دی او د نجونو د تعلیم پر اړتیا یې یو ځل بیا ټینگار کړی دی. دا لاندې د ملا ضعیف د لیک څو جملې دي:

«د خويندو د تعليم لپاره د مخورو علمای کرامو اجماع رامنځته کړه، تر څو دغه د تعليق حالت نور ختم سي. دا به ستا، د نظام او افغانستان ټولو په ګټه او خير وي.»

طالبان له ښځو سره په چلن کې ښه پوره افراط کوي. پرښخو باندې د «ښځه یا په کور یا په گور» شعار تطبیقوي او تر دې نه وړاندې داسې توهین هم ورته کوي:

«… ښځه په کور کې کېنوه،

ښه مړۍ ورکوه،

ښه‌کالی ورته کوه،

نوره یې راڅملوه…»

په افغانستان کې د نجونو د تړلو ښوونځیو مسأله اوس په یوه ناسور زخم بدله شوې ده، هرڅومره چې شاربل کېـږي، هغومره اوږدېـږي او ښایي دا موضوع د طالبانو د حاکمیت پایې وښوروي او یا داسې زلزله پرې ورگډه کړي د د طالبانو د واک او ځواک لمنه پسې ورټوله کړي؛ ځکه دوی نه د نورو غږ او خبرې اوري او نه د خپلو همسنگره ملگرو مشورې مني.

له څه باندې درې کلونو راپه‌دېخوا په افغانستان کې ترشپـږم ټولگي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تگ باندې بندیز لگېدلی دی، پوهنتونو ته د ښځمنو ورتگ او تحصیل منع دی او پر نجونو او ښځو باندې د نورو بندیزونو په لړ کې د ښځمنو پر غږ باندې هم بندیز ولگېد او «عورت» وگڼل شو؛ د همدغو ناخوالو پر بنا نړیوالو هم رنگارنگ غبرگونونه وښودل او دا دی نن  د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال کریم اسد احمد خان غوښتنه کړې‌ده چې د طالبانو د مشر او قاضي‌القضات د نیول کېدو امر دې صادر شي. نور حال د بي‌بي‌سي په لاندې رپوټ کې:

«کریم اسد احمد خان ويلي، داسې منطقي او معقول لاسوندونه شته، چې ښيي د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده او د دوی مشر قاضي عبد الحکيم حقاني د جنسيت له مخې د ظلم او ځپنې په تړاو د بشريت ضد جرمونو جنايي مسووليت پر غاړه لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د جرمنو نړیوالې محکمې د څارنوال دې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی.

کریم خان ویلي، “له هر اړخیزې پلټنې وروسته او د را ټولو کړو شواهدو پر بنسټ زما دفتر دې پایلې ته رسېدلی، چې د دې باور لپاره مناسب دلایل شته، چې د طالبانو لوی مشر، هبت الله اخوندزاده، او د [افغانستان د اسلامي امارت] په نامه د سترې محکمې مشر، عبدالحکیم حقاني، د جنسیت پر بنسټ د ځپنې په تړاو د بشریت ضد جرمونو له امله جنايي مسوولیت لري.”

هغه زیاته کړې، “که قاضیان د نیولو امرونه وکړي، زما دفتر به د محکمې له اداري څانګې سره د دغو کسانو د نیولو په هڅو کې پوره همکاري وکړي. له غړو هېوادو غوښتنه کوم، چې د هر قضايي حکم په پلي کولو کې له محکمې سره بشپړه همکاري وکړي”.

کريم خان ويلي، افغان ښځې او نجونې، او هم اېل جي بي ټي ټولنه، د طالبانو له لوري له بې مخينې، ظالمانه چلن او روان ظلم او ځپنې سره مخامخ دي…»

د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضي د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د ريیس د نیولو غوښتنه وکړه

د ۲۰۲۵ ام کال د جنوري پر یولسمه نېټه د « په اسلامي هېوادونو او ټولنو کې د نجونو د زدکړو پر اهمیت نړیواله غونډه» ترسرلیک لاندې په اسلااباد کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه. د دې غونډې په ترڅ کې ویل شوي دي چې:

«افغانستان کې په نجونو له شپږمو ټولګیو په پورته زدکړو بندیز په پراخه کچه غندل شوی او په کور د ننه او بهر یې بیا بیا پر وړاندې غږ پورته شوی دی.

ګڼو لورو د طالبانو بندیزونه د بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د اسلام خلاف کړنلاره بللې…»

په یاده غونډه کې د اسلامي هېوادونو استازو په ټینگار سره ویلي دي چې د ښځمنو او نجونو له زدکړو سره مخالفت په هېڅ ډول د توجه وړ نه دی، خو پر افغانستان باندې یوه وړه حاکمه ډله یې نه مني او د نجونو د ښوونځیو له تړلو نه یې ناسور زخم جوړ کړی دی.

د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې مشر شیخ العیسی په ښکاره ډول وايي: «هېڅوک دې د نجونو زدکړو سره مخالفت دین ته نه منسوبوي»: خو طالب د نجونو د ښوونځیو تړل هم غیر شرعي گڼي او نه د خپلو مني نه د نورو او ټولې نړۍ ته یې سرخوږی رامنځ‌ته کړی دی.

په یاده غونډه کې ویل شوي دي:

 “دلته د بېلابېلو فکري مکتبونو، اکاډميکو بنسټونو او نړیوالو فقهي ټولنو ګڼ عالمان راټول شوي او په ګډه یې تایید کړې چې، “اسلام د ښځينه‌و له زدکړو سره د هرې کچې مخالفت ردوي، که هغه کم او که بشپـړ محدودیت وي، که د هر عمر پر نجونو وي، که په هره تخصصي برخه او د هرې کچې زدکړو باندې وي.”

سره له دې چې د دې غونډې جوړولو کې پاکستاني مقامات ځانگړې موخې لري، خو بیا به هم ولیدل شي چې د غونډې په پای کې به په افغانستان کې له ښونځیو محرمو نجونو ته څه پیام ولري او که هسې به یوڅو ورځې د میډیا له پاره یوه بوختتیا وي او بس.

د نجونو د تعلیم په باب کله ـ کله ځینو خلکو داسې نظر څرگند کړی دی چې د پښتنو په کلتور کې د ښخمنو او نجونو له‌پاره د تعلیم په نامه څه نه شته؛ دا سم نظر نه دی، دا د هغه چا له خولې او نظریاتو نه سرچینه اخلي چې هغوی د افغانانو او افغانستان بربادي غواړي، هغوی هېڅکله یو اباد او ارام افغانستان زغملی نه شي، ځکه زموږ د نیمايي نفوس پر تعلیم باندې داسې بندیز لگوي چې پـړه یې هم زموږ پرغاړه وي.

که د نجونو د تعلیم مسألې ته ژوره کتنه وشي، وبه لیدل شي چې زموږ خلک نه یوازې د نجونو او ښځمنو د تعلیم پلوي دي، بلکې په عام ډول د نجونو او هلکانو تعلیم غواړي او د نوي نسل داسې روزل غواړي چې په مدرنه بڼه وروزل شي څو د پرمختگ د نړیوال کاروان سره قدم په قدم پرمخ ولاړ شي.

د دې مقالې په پای کې داسې یوشعر رااخلم چې د تعلیم په باب د افغانانو نظر په کې وړاندې شوی دی. زموږ زړه‌ور او سترگه‌ور شاعر ښاغلي عبدالوهاب باور یې په خپل یو شعر کې تابلو داسې وړاندې کړې ده:

آزادي

آزادي مې له دښمنه وتی دم دی

آزادي مې د بچي لاس کې قلم دی

آزادي زما روښانه ویښ شعور دی

له قاموسه ټکی وتی د تربور دی

د یتیم پر بې پناه سر لاس راښکل دي

آزادي مې د نهـرو مـړول دي

آزادي مې خپل وطن کې فابریکه ده

آزادي د لور قلم او کتابچـه ده

آزادي زمـا د واورو خپلول دي

پـه سـیندونـو د بندونو جوړول دي

آزادي مې ورکول غلط رواج دی

لـه اصلي فـرهنګه جـوړ د زرو تاج دی

آزادي مې لـه لـُنـګونو خلاصېدل دي

آزادي مې پـه شمـلو تکیه وهـل دي

آزادي راویښول غواړي ویده ده

ازادي زمـا دخـاورې په سجـده ده

آزادي زمـا بـاوره! پـوخ ملا دی

او خلاصی د فتوا ګرو لـه بـلا دی

عبدالوهاب باور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب