Homeخبرونهجرمني په یوه چارټر الوتکه کې ۳۰ نور افغان کډوال کابل ته...

جرمني په یوه چارټر الوتکه کې ۳۰ نور افغان کډوال کابل ته لېږلي

تاند (سه شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۶مه) جرمني یو ځل بیا له لیپزیګ/هاله هوايي ډګره کابل ته شاوخوا ۳۰ تنه افغان کډوال په یوه چارټر الوتکه کې لېږدولي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې دا اقدام له طالبانو سره په همغږۍ شوی او لیږل شوي کسان نارینه دي.

په راپورونو کې د جرمني چارواکو په وینا، په دې الوتنه کې نږدې ۳۰ هغه افغان نارینه شامل وو چې بېلابېلو فدرالي ایالتونو د اخراج لپاره معرفي کړي وو.

په دغو کسانو کې ځینې یې د جنسي تېري، وژنې او جنسي ځوورونې په څېر جرمونو له امله محکوم شوي وو.

د رسنیو په راپورونو کې ویل شوی چې، دغه کسان له شمالي راین ویستفالن، شلېزویګ هولشتاین، بایرن، نیدرزاکسن او بادن وورتمبرګ ایالتونو راغونډ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، الوتکه د شپې له خوا د لیپزیګ/هاله له هوايي ډګره د پلازمېنې کابل پر لور تللې ده.

د راپورنو له مخې د دغه اقدام حقوقي او اداري بنسټ د جرمني حکومت او طالبانو ترمنځ هوکړه ده، چې له مخې یې جرمني ته دا امکان ورکړل شوی چې د منځګړي هېواد له اړتیا پرته مستقیم افغان پناه غوښتونکي وشړي.

جرمني د روان کال په اپریل میاشت کې هم د چارټر الوتنې له لارې ۲۵تنه افغان پناه غوښتونکي کابل ته ولېږدول.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرېنډټ ویلي، لومړی هغه کسان شړل کیږي چې مجرمین او د امنیتي خطر عاملان ګڼل کېږي.

خو په وینا یې دا لړۍ یوازې تر همدې ډلې محدوده نه ده او په راتلونکي کې پراخېدلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت دوم)   قسمت اول این مقاله بحث عمومی در مورد هنر و زیبایی بود؛ آنچه متاسفانه طی سالیان اخیر در کشور ما نه تنها فراموش...