تاند (سه شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۶مه) د راپورونو له مخې افغان تاریخپوه،لیکوال او د کابل پوهنتون پخوانی استاد حبیبالله رفیع له څو کلونو جلاوطنۍ وروسته بېرته افغانستان ته راستون شو.
استاد رفیع افغانستان ته له راتګ وړاندې ویلي وو چې، ښایي د وطن د مېوو په خوراک مې د ستروګو نور بېرته را وګرځي.
نوموړی، چې تر دې وړاندې په کاناډا کې مېشت و، کابل ته رسیدلی دی.
د راپورونو له مخې استاد حبیب الله رفیع له څه مودې راهیسې د سترګو له ناروغۍ رنځېږي.
نوموړي تر دې وړاندې ویلي وه چې: «وطن ته ځم، چې د وطن تازه مېوې وخورم؛ کېدای شي د سترګو نور مې بېرته راپیدا شي».
د استاد رفیع د راستنېدو خبر د ګڼو هېوادوالو له مثبت غبرګون سره مخ شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو کسانو د هغه د بېرته راستنېدو هرکلی کړی او دا یې د هېواد د علمي او فرهنګي شخصیتونو د حضور لپاره یو مثبت ګام بللی دی.