تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۷ مه) د جاپان د بېړۍ چلونې د یوې سترې ترانسپورتي کمپنۍ مشر جوتارو تامورا ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ د هر ډول هوکړې یوازې اعلان بسنه نه کوي، بلکې په سیمه کې باید عملي او څرګند بدلونونه هم ولیدل شي.
هغه د برېتانیا له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د باروړونکو بېړیو شرکتونه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د هرمز تنګي امنیتي وضعیت په حقیقي معنا ښه شوی او نور د پوځي یا امنیتي ګواښونو خطر نه شته.
تامورا زیاته کړې چې د هوکړې عملي کېدا او د هغې پایلې باید په عمل کې څرګندې شي، څو د بېړیو مالکان او د بیمې شرکتونه ځان خوندي احساس کړي او بیا د ډاډ په فضا کې له دې مهمې اوبلارې استفاده پیل کړي. د هغه په وینا، تر هغو چې د هوکړې عملي اغېزې نه وي لیدل شوې، د بېړیو شرکتونه به له احتیاطه کار اخلي.
د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو اوبلارو څخه ګڼل کېږي چې د نړیوالو تېلو او ګازو لویه برخه ترې لېږدول کېږي. کارپوهان وايي، که څه هم د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ هوکړه د سیمهییز کړکېچ د کمېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو د نړیوالو انتقالاتو صنعت لا هم د وضعیت ارزونه کوي او د حالاتو د بشپړه عادي کېدو لپاره د عملي ثبات په تمه دی.