Homeخبرونهمتحدو ایالتونو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د پیاوړتیا غوښتنه...

متحدو ایالتونو په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د پیاوړتیا غوښتنه وکړه

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۶ مه) د هغه تصور خلاف چې ګواکي امریکا نور په افغانستان کې د یوناما د ماموریت له دوام سره لېوالتیا نه لري، متحدو ایالتونو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د صلاحیتونو او رول د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د بشري، سیاسي او اقتصادي ثبات د ملاتړ لپاره باید د دې ادارې ونډه لا پراخه شي. دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې افغانان له کلونو راهیسې له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي.

پرون (دوشنبه، د جون ۱۵ مه) په امنیت شورا کې د افغانستان د وضعیت په اړه د نړیوالو بحثونو په ترڅ کې واشنګټن پر دې اړتیا هم ټینګار وکړ چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شي، څو د نړیوالو هڅو همغږي وکړي او د بېلابېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو بهیر پیاوړی کړي. د امریکا په وینا، دا اقدام به د سیاسي حل‌لارو د پرمختګ او د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره مرسته وکړي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د ځانګړي استازي ټاکل کولای شي د افغانستان له اوسنیو واکمنو او نړیوالې ټولنې سره د اغېزمن تعامل لپاره یو غوره چوکاټ رامنځته کړي. همداراز، دا به د بشري حقونو د خوندیتوب، زده‌کړو او کار ته د لاسرسي د پراخولو او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کولو له نوښتونو سره هم مرسته وکړي.

امریکا همداراز ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې دا هېواد له اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخامخ دی. واشنګټن غوښتنه کړې چې مرستې باید له کوم خنډ پرته اړو کسانو ته ورسېږي.

دا دریځ په داسې وخت کې څرګندېږي چې ملګري ملتونه او مرسته‌کوونکي هېوادونه د افغانستان د ثبات د ملاتړ لپاره د لارو چارو په لټه کې دي. په ورته وخت کې، نړیوالې غوښتنې زیاتې شوې چې د افغانستان په اړه د بېلابېلو لورو ترمنځ همغږي پیاوړې او د ملګرو ملتونو د ادارو رول د بشري او پراختیایي بحرانونو په حل کې پراخ شي.

کارپوهان باور لري چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول د پراخولو لپاره هر ډول ګامونه کولای شي د ثبات د فرصتونو په پیاوړتیا، د بشري او اقتصادي ستونزو د حل په هڅو او د میلیونونو افغانانو د کړاوونو په کمولو کې مهمه مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

مقدمه موضوع این مقاله عمدتاً در مورد هنر است، ولی مفهوم زیبایی خود بخود وابسته به آن است. متاسفانه در افغانستان درین اواخر بنا...