Home+ایا د ځیګر غوړوالی (Fatty Liver Disease) د باد سبب کېږي؟

ایا د ځیګر غوړوالی (Fatty Liver Disease) د باد سبب کېږي؟

سرچینه: Healthline

د کولمو ګازونه یا باد (Flatulence) د ځیګر د غوړوالي یوه احتمالي نښه کېدای شي. د ۲۰۱۷ کال یوې څېړنې ښودلې چې د کولمو د ګازونو او د ځیګر د غوړوالي (Liver Steatosis) ترمنځ اړیکه شته او ورسره د ALT انزایم کچه هم لوړېږي. خو د ځیګر غوړوالی ډېری وخت یوه «خاموشه ناروغي» وي، یعنې ناروغ ښايي هېڅ څرګندې نښې ونه لري.

روغتیايي متخصصان اکثره دا ناروغي هغه وخت تشخیصوي چې ناروغي پرمختللو پړاوونو ته رسېدلې وي او نښې یې څرګندې شوې وي.

د ځیګر د غوړوالي نښې څه دي؟

د ځیګر غوړوالی عموماً تر هغه وخته نښې نه لري څو چې د ځیګر ناروغي د فایبروسیس (Fibrosis) په نوم پرمختللي پړاو ته ونه رسېږي. د غوړ ځیګر او فایبروسیس ځینې نښې په لاندې ډول دي:

  • د خېټې د ښۍ خوا د پورتنۍ برخې (د ښي اړخ د لاندنیو پوښتو لاندې) مبهم یا دوامدار درد
  • شدیده ستړیا
  • بې‌دلیله د وزن کمېدل
  • کمزوري او بې‌وسي

که ناروغي د سیروز (Cirrhosis) پړاو ته ورسېږي، نو نښې یې لا سختې کېږي، لکه:

  • د پوستکي او د سترګو د سپینو برخو ژېړېدل (ژېوی یا یرقان)
  • د پوستکي خارښت
  • د پښو، پنډیو، مړوندونو یا خېټې پړسوب (Ascites)

نور کوم عوامل د ګازونو لامل کېدای شي؟

ګازونه یا باد د هاضمې د عادي بهیر یوه برخه هم کېدای شي او تل د کومې جدي ناروغۍ نښه نه وي. دا معمولاً هغه وخت رامنځته کېږي چې په هاضمي سیستم کې ګازونه راټول شي.

د دې ځینې عام عوامل عبارت دي له:

  • د خوړو پر مهال د زیاتې هوا تېرول
  • په بیړه خوړل
  • ځینې خواړه لکه کرم، ګلپي، بروکولي او ځینې مېوې

که ګازونه له نورو غیرعادي نښو سره مله وي، نو لامل یې لاندې ناروغۍ هم کېدای شي:

  • قبضیت
  • د کولمو د تحرک اختلال (IBS)
  • د کولمو التهابي ناروغۍ (IBD)
  • سیلیک ناروغي (Celiac Disease)
  • د شیدو د شکر یا لاکتوس نه زغمل – عدم تحمل (Lactose Intolerance)
  • السراتیف کولایټس (Ulcerative Colitis)
  • د ملین درملو (Laxatives) استعمال

کله ډاکټر ته مراجعه وکړئ؟

که تاسو دوامدار ګازونه لرئ، یا شک لرئ چې د ځیګر د غوړوالي ناروغي لرئ، نو غوره ده له ډاکټر یا روغتیايي متخصص سره مشوره وکړئ، څو معاینې او ازموینې ترسره شي.

هیلت لاین (healthline.com) لیکلي چې دا لیکنه سنتیا ټایلر له طبي نظره د۲۰۲۵د مې په ۲۸ مه بیا کتلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان له درېیم واده وروسته د خپلې کورنۍ لپاره ګډ استوګنځی جوړوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام...