Homeخبرونهبریتانیا له ۱۶ کلونو څخه د کشرانو لپاره د خواله رسنیو کارول...

بریتانیا له ۱۶ کلونو څخه د کشرانو لپاره د خواله رسنیو کارول منع کوي

تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۶ مه) د صدراعظم کېیر سټارمر په مشرۍ د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره به د ټولنیزو شبکو کارول منع شي.

 د حکومت په وینا، دا شبکې ماشومان د زیانمنو محتواوو ترڅنګ ماشومان په په خواله رسنیو په اعتیاد اخته کوي.

د نوي پلان له مخې، دا بندیز به پر ټیک ټاک، انسټاګرام، فېسبوک، سنپ‌چاټ، یوټیوب او ایسکپاڼه تطبیق شي، خو د پیغام رسولو خدمتونه لکه وټس‌اپ به ترې مستثنا وي. تمه ده چې اړوند مقررات د روان کال تر پایه تصویب او د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې عملي شي.

بریتانیا دا ګام د استرالیا له تجربې وروسته اخلي؛ استرالیا تېر کال له ۱۶ کلونو د کشرانو لپاره د ټولنیزو شبکو کارول منع کړي وو. د ماشومانو د حقونو ملاتړو د دې پرېکړې هرکلی کړی، خو منتقدان وایي چې دا ډول محدودیتونه ښايي د انلاین محرمیت او د انټرنېټ د لاسرسي په برخه کې نوې ستونزې رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...