Homeخبرونهد افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلې سبا د لوبلړۍ دوهمه لوبه...

د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلې سبا د لوبلړۍ دوهمه لوبه لري

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه سبا سې‌شنبه پيلېږي.

دا لوبه د غرمې په ۱۲ نیمې بجې پيلېږي.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې له هنده ماتې وخوړه . لومړۍ لوبه کې چې، د باران له امله ۲۵ اووره ترسره شوه په کې افغانستان هند ته د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ.

هندۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۳م اوور کې بشپړ او لوبه یې وګټله.

په لومړۍ لوبه کې په توپوهنه کې رحمن الله ګربز تر نورو لوبغاړو په زړه پورې توپوهنه وکړه او د هند پر وړاندې ۱۰۲ منډې جوړې کړې.

تر ده وروسته بیا حشمت الله شهیدي ۲۷ او عظمت الله عمرزي ۲۶ منډې وکړې.

په توپ اچوونه کې بیا راشدخان او ضیاءالرحمن شریفي یوه ـ یوه وېکټ اخیستې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...