ته خوشاله وې، چې روح وم د بادونو
ته خوشاله وې، چې راز وم د رنګونو
ته خوشاله وې، چې ساه وم د ګلونو
ته خوشاله وې، چې رنګ د طبعیت وم
ته خوشاله وې، چې شرنګ وم، موسیقیت وم
ته خوشاله وې، چې ځمکې ته اسمان وم
ته خوشاله وې، چې ګل د زمانې وم
ته خوشاله وې، چې سیوری دې د سر وم
ته خوشاله وې، چې ساز د خاموشۍ وم
ته خوشاله وې، چې ستا په رنګ ګې رنګ وم
خو…
ته خپه یې، چې اوس روح یمه د خاورې
ته خپه یې، چې اوس ساه یم د ساګانو
ته خپه یې، چې اوس رنګ یې د وهمونو
ته خپه یې، چې اوس زنګ یم د بمونو
ته خپه یې، چې اوس خپل ځان ته اسمان یم
ته خپه یې، چې اوس ګل د خپل مهال یم
ته خپه یې، چې اوس سیوری د خپل ځان یم
ته خپه یې، چې اوس حل یم د رازونو
ته خپه یې، ته خپه یې، ته خپه یې
ته خپه یې، چې اوس (زه) په ځان کې رنګ یم
ته خپه یې، چې د شعر زاویه مې نه شته
ته خپه یې، چې اوس زه په ځان اباد یم
ته خپه یې، چې اوس زه د بل د واک یم
ته خپه یې، چې اوس زه په بل بسیا یم
ته خپه یې، چې اوس ساز د بل د لاس یم
خو بیا هم
زه خبر یمه، چې لا هم ما لکه خپل شور ګڼې
زه خبر یمه، چې لا هم لېونۍ یې
زه خبر یمه، چې ورکه یې هوا یې
زه خبر یمه، چې شپه شولې ما ښام شوې
زه خبر یمه، انکار شوې اضطراب شوې
زه خبر یمه، چې شته یې، خو هیڅ نه یې
زه خبر یمه، چې شور د لېونتوب يې
زه خبر یمه، چې ما سره یې حل نه شته
ته خبره یې، چې تا سره یې حل نه شته
بختیار تلاش