تاند (سې شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۶ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي نوي ځانګړي استازي او د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشر برونو لومارکي نن کابل ته له رسېدو سره خپله دنده پیل کړه.
یوناما ویلي چې ښاغلی لومارکي (Bruno Lemarquis) به د سرمنشي د ځانګړي استازي د مرستیال تر څنګ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استوګن همغږي کوونکي او د بشري چارو د همغږي کوونکي په توګه هم دنده ترسره کړي.
هغه به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو، صندوقونو او پروګرامونو د فعالیتونو د همغږۍ مسوولیت پر غاړه ولري. نوموړی د اندریکا راتواته ځای ناستی شوی دی.
نوموړی یوه ورځ وروسته له دې کابل ته راغی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه کال په مخه، یعني د ۲۰۲۷ کال تر جون پورې وغځاوه او په افغانستان کې یې د بشري مرستو، پراختیايي فعالیتونو او د بشري حقونو د وضعیت د څارنې په برخه کې د دې ادارې پر رول ټینګار وکړ.
برونو لومارکي په داسې وخت کې د یوناما د پراختیايي چارو مسوولیت پر غاړه اخلي چې افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو، پراخې بېوزلۍ او د بشري مرستو له زیاتېدونکې اړتیا سره مخامخ دی او تر ډېره پر نړیوالو مرستو تکیه لري.
نوموړی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له درېیو لسیزو څخه زیاته کاري تجربه لري. د هغه وروستۍ دنده په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د ثبات ساتنې په ماموریت کې د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالي وه، چې له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۶ کال پورې یې هلته د استوګن همغږي کوونکي او د بشري چارو د همغږي کوونکي په توګه هم کار کړی دی.
لومارکي تر دې وړاندې په هایټي کې هم ورته مسوولیتونه لرلي او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په ګډون یې د دې ادارې د بحرانونو په دفتر کې مهمې دندې ترسره کړې دي.
هغه همداراز په سومالیا، هایټي، فلسطیني سیمو او کمبوډیا کې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ماموریتونو کې کار کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د روان میلادي کال په پیل کې نوموړی دې دندې ته ګومارلی و.
یوناما اوس هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر ټولو مهم سیاسي ماموریت بلل کېږي او د نړیوالو بشري مرستو د همغږۍ لویه برخه پر مخ وړي.