لیکواله : دوکتورس بي بي آمنه پکتیانۍ (د نسايي ولادي ناروغیو معالجه)
د یوې پروژې بریالی پیل، په بریالیتوب پر مخ وړل او تر بشپړتیا پورې ټول بهیرونه د څارنې او ارزونې مهمو مواردو په پام کې نېولو پورې تړلي دي.
څارنه یا مانیټورینګ عبارت له هغې پروسې څخه دی چې د ټاکلو شاخصونو لپاره د معلوماتو له راټولولو نېولې بیا د اړوند اړخونو تحلیل یا شننې او ارزونې پورې په خپل ځان کې رانغاړي. دا لړۍ مدیرانو ته دا وړتیا ورکوي څو په دې پوه شي چې آیا له دې مخکې اړتیا وړ یا غوښتونکو ځانګړنو سره سمون لري او که نه او هم دا چې کوم مهم فعالیتونه چې پلان شوي وو تر سره شوي دي؟ ترسره شوي فعالیتونه پر موخنو خلکو متوقعه اغیزې لري او درلودلي یې دي او که نه؟.
له خدماتو یا پروژې څخه د لېدنې او کتنې، کچ او اندازه کولو او هغو ریکارډونو ارزونې پروسه، چې له مخې یې فعالیتونه ترسره کیږي څارنه بلل کیږي یا د څارنې پروسه ورته ویل کیږي.
د څارنې سیستم د یوې پروژې د کار د کیفیت هسته او سرچینه ده. څارنه کې دې ته غوراوی ورکول کیږي چې د بېلابېلو کچو کارکوونکي دې د ستونزو حل لپاره له معلوماتو څخه ګټې اخېستنې کې برخه واخلي.
څارنه هغه پروسه ده چې روغتونونو او (PHCCs) سره د مرستې لپاره ډیزاین یا اوډل شوي دي. تر څو له دې لارې وکړای شي چې د وړاندې کېدونکو خدماتو پر کیفیت تمرکز وکړي او د کیفیت ارزونې سربېره د سرچینو له ښه والي او ورنه د موثرې ګټې اخېستنې ته لار هواره کړي.
دغه راز د مانیټورینګ یا څارنې پروسه لاندې اړخونه خپل ځان کې رانغاړي :
۱ : روغتون کې د اړوند څانګې له لوري د وړاندې کېدونکو خدماتو تر ټولو مهم اړخ تشخیصول.
۲ : د روغتیايي خدماتو سیستماتیکې څارنې په موخه له شاخصونو څخه کار اخېستل.
۳ : د هغو خدماتو ارزونه چې تر ټولو لږ وخت کې وړاندې شوي او د ستونزو حل او پرمختګونو لامل شوي وي.
۴ : د خدماتو ښه والي او ستونزو حل لپاره د اقداماتو ترسره کول.
۵ : د ترسره شویو اقداماتو موثریت یا اغیزناکتوب
۶ : د رامنځته شویو چینلونو له لارې د لاسته راوړنو یا لاسوندونو شریکول.
د څارنې او ارزونې فعالیتونه باید په سیستماتیکه او دوامدراه ډول پلان شي، باید پراخ بنسټه وي، له هغو شاخصونو څخه پکې کار واخېستل شي چې خدماتي کارکوونکو له لوري له مخکې پرې هوکړه شوې وي او ټول منلي وي، او سازمان یا بنسټ لپاره هم د منلو وي.
پر یادو مواردو سربېره باید د خدماتو مهمو اړخونو ارزونه پکې شامله وي، د شاخصونو اړوند ورځنیو معلوماتو له لارې بشپړ شي او تر لاسه شوې پایلې د ټاکلو معیارونو سره په دوامداره ډول مقایسه یا پرتله شي، پر دې سربېره باید له یو مناسب عمل څخه پایله واخېستل شي تر څو مشخصې ستونزې حل کړي.
د څارنې او ارزونې فعالیتونه باید په مکرر او دوامداره ډول وي، څو دا ډاډ تر لاسه شي چې د خدماتو وړاندې کولو برخه کې ښه والی خوندي شي. دغه راز یووالی ولري، ځکه دا هغه معلومات دي چې د یو مرکز له ارزونې تر لاسه شوي دي او نورو مرکزونو سره شریک کیږي.
تر ټولو مهمه موضوع د دوامداره ښه والي وړتیا درلودو لپاره دا دی چې صحي خدماتو اړوند فعالیتونو کچ یا پیمایش او مانیټورینګ یې ترسره شي.
د څارنې او ارزونې تر منځ توپیر
ډیری متخصصین په دې نظر هوکړه لري چې د مانیټورینګ یا څارنې سیستم د ارزونې له سیستم څخه په ورځنۍ ډول د معلوماتو راټولول او ددغه سیستم متفاوت والی دی. په ارزونه کې زیاتې سرچېنې مصرفیږي او د وخت له اړخه یې موده لنډه ده او ځانګړی ځایګی لري. څارنه په دوامداره ډول وي او ټاکلی وخت یې نه وي معلوم، خو ارزونې کې وخت مشخص وي.