جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهآی ایس آی د طالبانو خلاف د طالبانو مخالفانو ته پناه یووړه

آی ایس آی د طالبانو خلاف د طالبانو مخالفانو ته پناه یووړه

تاند (شنبه، د سلواغې/ دولې ۱۳ مه) په استانبول کې د افغانستان د پخوانیو تنظیمونو مشرانو ته نژدې سرچینې وايي چې نن (شنبه) به د پاکستان د آی ایس آی یو پلاوی له دوی سره د دواړو خواوو ترمنځ پر همکاریو خبرې وکړي.

دا به په وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو له مخالفانو سره د آی ایس آی د چارواکو درېیمه کتنه وي.

تر دې مخکې د آی ایس ای مشر او نورو چارواکو د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې له احمد مسعود او په استانبول کې د عبدالرشید دوستم، محمد محقق، صلاح الدین رباني، کریم خلیلي او عبدالرب رسول سیاف په شمول د طالبانو له مخالفانو سره په افغانستان کې د طالبانو د رژیم پر ضد د همکاریو په اړه خبرې کړې وې.

په استانبول کې د پخوانیو تنظیمونو مشرانو ته یوې نژدې سرچینې تاند ته وویل چې د آی ایس آی پلاوی به په دې غونډه کې په افغانستان کې د ټي ټي پي او افغان طالبانو پر ضد د همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړي.

سرچینې وویل چې په استانبول کې «مېشت مشران به له پاکستاني پلاوي سره په خبرو کې په دې ټینګار وکړي چې پاکستان له دوی سره د طالبانو د حکومت پر ضد همکاري کولی شي.»

دې سرچینې وویل: «د مجاهدینو مشران به له پاکستان څخه وغواړي چې د شوروي پر ضد د جهاد د کلونو په شان دوی ته په پېښور، کوټه او څو نورو ځایونو کې دفترونه او نور امکانات ورکړي.»

د پاکستان پوځ استانبول ته د آی ایس آی د پلاوی د سفر په اړه څه نه دي ویلي. همداراز د طالبانو مخالفو ډلو هم رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي. خو دوی ته نژدې سرچینې تاند ته وویل چې دا کتنه محرمانه ده.

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو کتونکی عبدالحکم مُبشر باور لري چې آی ایس آی په دې ډول کتنو غواړي چې د طالبانو حکومت تر فشار لاندې راوړي. د مبشر په نظر د پخوانیو تنظیمونو مشران د طالبانو پر ضد د یوې داسي جبهې د جوړولو توان نه لري چې د طالبانو رژیم وګواښلی شي.

مبشر په عین حال کې وايي چې د طالبانو رژیم د دوی افراطي اقدامات ګواښي او هغه ورځ ښايي لیرې نه وي چې خلک او ډیری طالبان د ملا هبت الله اخوندزاده د افراطي اقداماتو پر ضد پاڅون وکړي.

پاکستان ادعا کوي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ملاتړ کوي. پرون (جمعه) هم د پاکستان په پوځ پورې یوې تړلې رسنۍ (سما) ادعا وکړه چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د ټي ټي پي له وسله والو سره په نښته کې د افغانستان د بادغیس د مرستیال والي د زوی په شمول دوه تنه وژلي دي.

3 COMMENTS

  1. دا به دوی ته خدايګو شرم وي چې همدې آی ايس آی طالبانو ته د دوی پر ضد په بېلابېلو ځايونو لکه پېښور، وزيرستان او کوېټه کې دفترونه او ځايونه ورکړل او اوس دوی د هماغه زاړه مکار شيطان په خوله بيا غوليږي. دوی بايد وشرميږي چې دوی لا بيا دېته زړه ښه کوي چې له آی ايس ی سره کښېني او د طالبانو خلاف لارو چارو خبرې کوي.

  2. دغه سوډران که انسانان وي افغانان خو نه دي له کافرستان دجاله ای ایس ای نه لري ګرزي او په مخ د څپیړه ورکړي. دوۍ خو یې څو ځله لکه رڼډۍ وکارول. 😡

  3. داسې ووایی چې آی ایس ای خپلو زاړو کوټه خډلانو ته هډوکي وښودل. او خپل قديمي لوی کوټه ګلټېر (عبدالعرب رزیل سیاف) ته يو غوړ هډوکی سردستي کړ.

    مګر زاړه خډلان به ښکار ونه شي کړی، نه هغه پخواني عنوانونه شعارونه، شوروي اشغال امریکایی اشغال کوفري اشغال.. شته، نه کوفر و ایییسلام…نه عربي خرماوې نه امريکاي تنخواوی…
    بل دا چی طالب به هم د دوی په لکیو پښه ږدي بنګلی و شهرکونه به یی لیلام کړي…
    یا به يې پر (ټي ټي پي) څتری څتری کي.

    په هر صورت طالب به اوس د افغانستان د تيرو حکومتونو له زړه نه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...