شنبه, فبروري 1, 2025
Homeخبرونهد یوه سروکي په چاودنه کې ۳ ماشومان ووژل شول

د یوه سروکي په چاودنه کې ۳ ماشومان ووژل شول

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۳ مه) د لغمان ولایت امنیه قومانداني وایي، درې ماشومان د جمعې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) په اليشنګ ولسوالۍ کې د یوه سروکي د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د طالبانو په وینا، دغو ماشومان چې عمرونه یې ۱۰، ۱۱ او ۱۳ کلونه وو، د دې ناچاودې سروکي له موندلو وروسته هغې ته ټکان ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وایي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې تر ۵۰۰ زیات ماشومان له جګړو څخه د پاتې مهماتو او چاودیدونکو توکو د چاودنو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د پاتې ماینونو او چاودیدونکو توکو کره شمېره معلومه نه ده. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له ۱۹۸۹ کال راهیسې، د دې سازمان همکارو بنسټونو له ۱۴ میلیونو څخه زیات ناچاودلي مهمات، شاوخوا ۷۵۰ زره پروسنل ضد ماینونه، تر ۳۵ زرو زیات د وسایطو ضد ماینونه او تر ۱۳ زرو زیات په لاس جوړ شوي ماینونه پاک کړي دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې ماشومان د ماینونو اصلي قربانیان دي، ځکه دوی اکثره د لوبو پر مهال له پاتې شویو چاودیدونکو توکو سره مخامخ کیږي، چې دا د هغوی د مړینې یا معلولیت سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب