شنبه, فبروري 1, 2025
Homeخبرونهکابل کې د ګڼې ګوڼې مخنیوي لپاره هوایي پلونه جوړېږي

کابل کې د ګڼې ګوڼې مخنیوي لپاره هوایي پلونه جوړېږي

تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۳مه】کابل کې د طالبانو د حکومت د ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزی وايي، د موټرو د ګڼه ګوڼې کمولو په موخه په کابل کې د وسایطو د تګ راتګ لپاره درې ستر پلونه جوړوي.

د بارکزي په خبره، د موټرو دغه هوايي پلونه د کابل ښار په درېیو له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې پلان شوي چې راتلونکې میاشت به یې د جوړېدو عملي چارې پیل شي.

نوموړی وايي یو پل د نجات منار په ساحه کې د انټرچېنج په بڼه جوړېږي، بل پل د برکي په څلور لارې کې او درېیم هم د کابل ولایت ته مخامخ د جوی شیر په لوري د پراختیايي سړک سره جوړېږي.

سرچینه زیاتوي، چې د یادو پلونو د ډیزاین چارې بشپړې شوې او راتلونکې میاشت کې به یې عملي کارونه پیل شي.

کابل ولایت کې ګڼه ګوڼه او بې نظمي هغه لویه ستونزه ده، چې کابل ښاریان او مرکز ته د نورو ولایاتو تلونکي خلک ترې شکایت لري.

یوشمیر کابل ښاریان وایي د ګڼې ګوڼې او لارې بندۍ له امله ځینې وختونه پر وخت خپلو دندو ته هم نشي رسېدلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب