Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان او هند په لسو میاشتو کې ۷۶۳ ملیونه ډالره سوداګري کړې

افغانستان او هند په لسو میاشتو کې ۷۶۳ ملیونه ډالره سوداګري کړې

تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۳مه】‏د طالبانو د حکومت صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند تر منځ د ۷۶۳ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

یاد وزارت زیاتوي چې د روان کال په یاده موده کې افغانستان هند ته د ۵۴۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

دغه راز په یاده موده کې له هند څخه هم د ۲۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

بل لورته، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هند بازارونه د افغانستان د محصولاتو لپاره یو ښه مارکېټ ګڼي.

سرچینه د سوداګریزې وېزې په برخه کې سوداګرو ته د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټينګار کوي.

افغان سوداګر هم یو شمیر هېوادونو ته د سوداګرۍ پر مهال د ویزو ستونزه لوی خنډ بولي او دې برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...