شنبه, فبروري 1, 2025
Homeخبرونهحامدکرزی؛ کرېکټ کې د افغان نجونو را څرګندېدل د خوښۍ خبر دی

حامدکرزی؛ کرېکټ کې د افغان نجونو را څرګندېدل د خوښۍ خبر دی

تاند【شنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۳مه】د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي د کرېکټ په ډګر کې د افغان نجونو د لوبډلې را څرګندېده د خوښۍ خبر بللی دی.

‏حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه هیله مندي ښودلې، چې د افغان نجونو کرېکټ لوبډله به هم د خپلو ورونو په څېر په نړیوالو لوبغالو کې وځلېږي او د وطن لپاره ویاړونه وګټي.

ښاغلی کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تازه په اسټرالیا کې جلاوطنه افغان نجونو د کرېکټ لوبډله جوړه کړې ده.

بل لورته ‏د مریلبون کرېکټ کلب خیریه بنسټ د کډوالو لپاره د کرېکټ نړۍوال صندوق جوړ کړی،چې لومړی ملاتړ به یې افغان ښځینه لوبډله ترلاسه کړي.

دغه صندوق د کرېکټ له لارې د افغانانو په ګډون په ټوله نړۍ کې د کډوالو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.

د مریلبون کرېکټ کلب په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د انګستان کرېکټ بورډ هم د دغه پروګرام د چټکتیا لپاره سل زره پونډه مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب