شنبه, فبروري 1, 2025
Homeخبرونهد هند په مهاراشترا کې د وېښتو د توییدو ناروغۍ خلک حیرانه...

د هند په مهاراشترا کې د وېښتو د توییدو ناروغۍ خلک حیرانه کړي

تاند ۰ د هند د مهاراشترا ایالت د بولدهانا سیمې د ۱۲ کلیو اوسیدونکي د ویښتانو د توییدو له امله سخت اندیښمن او حیران شوي دي. د سیمې روغتیایي چارواکي وايي، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له پیل راهیسې، له ۲۰۰ څخه د ډېرو کسانو په ناڅاپي او شدید ډول د وېښتانو تویدا پیل شوې ده. د دغو کسانو په منځ کې ځینې یې څلور کلن ماشومان دي.

په ځینو مواردو کې، خلک په بشپړه توګه بې‌ویښتانو شوي دي. دې پدیدې د کلیو اوسیدونکي سخت اندېښمن کړي او روغتیایي چارواکي یې اړ کړي چې د دې ستونزې احتمالي علتونه وڅېړي.

د شګان تاکولا د سیمې د پاهورجیرا د کلی یوه اوسیدونکي، چې آناند په مستعار نوم یې له رسنیو سره خبرې کولې، د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې د ویښتانو د توییدو له ستونزې سره مخامخ شوی. د ۲۰۲۴ کال د دسمبر له ۳۱مې نیټې، د هغه د ویښتانو توییدا پیل شوه. وروسته نایي ته لاړ او خپل ویښتان یې ښه لنډ کړل. له یوې مودې وروسته، د هغه ویښتانو بېرته وده وکړه، خو ډېر ژر یې بیا توییدا پیل شوه.

دا نااشنا پدیده لومړی د سر د پوستکي له خارښت سره پیلیږي، او لږ وخت وروسته د ویښتانو تویېدل شدید کېږي. د ځینو کسانو ویښتان بېرته وده کوي، خو د دې ستونزې دقیق لامل لاهم معلوم نه دی.

د هند حکومت، متخصصانو او د طبي مطالعاتو کمېټې د دې پدیدې د احتمالي لاملونو د موندلو لپاره تحقیقات پیل کړي دي.

د طبي مطالعاتو کمېټې ساینسپوهان، د بوپال، چنای، پونا او ډیلي له ډلو سره، هغو کلیو ته تللي چې دا ستونزه پکې پیل شوې ده، او د خلکو د ویښتانو، نوکانو، وینې او ادرار نمونې، او همداراز د سیمه‌ییزو اوبو نمونې یې راټولې کړي دي. دا نمونې د آکولا په دولتي طبي پوهنځي کې تر څېړنې لاندې دي.

د دې طبي پوهنځي رييس ډاکټر مینکشي ګجبهیه، د بي بي سي هندي څانګې ته ویلي: «د وینې ازموینو او د نمونو څېړنو په واضح ډول ښودلې چې د دې ستونزې لامل فنګسي عفونت نه دی. دا پدیده نه شو کولی د یوې مشخصې ناروغۍ په توګه طبقه‌بندي کړو. څېړنې لا هم روانې دي چې د دې ستونزې اصلي لامل وموندل شي. همداراز، د هغو محصولاتو او خوراکي توکو، چې په دې سیمو کې کارول کیږي، او د اوبو سرچینو مطالعات هم روان دي.»

د دې طبي پوهنځي د څېړنیزې ډلې غړو هغو کلیو ته سفر کړی، چې د دې ناروغۍ له اغېزو سره مخامخ دي.

ډاکټر امول ګیته، چې د بولدهانا سیمې د روغتیا او عامې روغتیا مسوول دی، ویلي: «موږ نه شو کولی دا پدیده د فنګسي عفونت له امله وبولو، ځکه چې د ویښتانو دومره چټک توییدل د فنګسي عفونت له امله نه رامنځته کیږي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب