شنبه, فبروري 1, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسیګار وايي، امریکا ممکن سویس ته د افغانستان لېږلې پیسې بېرته وغواړي

سیګار وايي، امریکا ممکن سویس ته د افغانستان لېږلې پیسې بېرته وغواړي

تاند (شنبه، د سلواغېږ دلوې ۱۳ مه) د افغانستان د مرستو لپاره امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) ویلي، ممکن د ډونالډ ټرمپ اداره په سویس کې یوه بانک ته د افغانستان بانک لېږل شوي پیسې بېرته امریکا ته وروغواړي ځکه چې دا د بهرنيو مرستو د اوسنۍ ارزونې یوه برخه ده.

په ۲۰۲۲ کال کې، امریکا د افغانستان بانک درې نیم میلیارده ډالره شتمني، چې په امریکا کې کنګل شوې وه، د افغانانو لپاره په سویس کې یوه صندوق ته انتقال کړه. د سیګار د راپور له مخې، دا پیسې اوس د سود له امله نژدې ۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

څه موده مخکې، د افغانستان بانک پخواني ريیس انوارالحق احدي هم، چې د دې پیسو د ساتنې یو له دوو مسوولانو څخه دی، ویلي و چې دا پیسې اوس څلور میلیارد ډالرو ته نژدې شوي دي.

د سیګار راپور زیاتوي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې، امریکا په تېرو څه باندې درو کلونو کې د بشري مرستې په توګه نژدې ۳.۷۱ میلیارده افغانستان ته لېږلي، چې ۶۴.۲ سلنه یې د ملګرو ملتونو ادارو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د نړیوال بانک تر مدیریت لاندې د افغانستان د ثبات صندوق ته ورکړل شوي. لا هم دوولس سوه میلیون ډالره د احتمالي لګښت لپاره شته.

سیګار وايي، سره له دې چې دې پیسو د اقتصادي سقوط په وړاندې د قحطۍ په مخنیوي کې مرسته کړې، خو نه یې د طالبانو اسلامي امارت د امریکایانو له یرغمل نیولو منع کړي، نه یې د ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي، او نه یې افغانستان له ترهګرۍ پاک کړی.

همداراز، راپور زیاتوي چې طالبان پر بشري مرستو کنټرول لري او ځینې وختونه له خیریه ادارو (NGOs) څخه د فعالیت لپاره د تفاهم‌لیکونو د لاسلیک غوښتنه کوي.

د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۲۰مه، ولسمشر ټرمپ د امریکا بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې، ترڅو د دې پروګرام موثریت او د امریکا له بهرني سیاست سره تطابق وارزول شي. دا فرمان ټولې دولتي ادارې او د بهرنیو مرستو مسوولان اړ کوي، چې د هر ډول نویو مرستو ژمنې او لګښتونه وځنډوي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر د بهرنیو مرستو د ځنډولو په دفاع کې تازه ویلي چې د امریکا له هر ډالر څخه یوازې ۱۲ سینټو هغو خلکو ته په لاس ورغلي چې مرسته ورسره باید وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب