پنجشنبه, جنوري 30, 2025
Home+وچه‌ډوډۍ. تریخ‌چای او نور هېڅ | آصف بهاند

وچه‌ډوډۍ. تریخ‌چای او نور هېڅ | آصف بهاند

د لوږې څونامي

۴۲مه‌برخه

تاریخ دې پر خپل ځای باندې وي، که په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان حالاتو او موقعیت ته نظر وکړو، افغانان او افغانستان بې‌شمېره داسې امکانات لري چې له لوږې او تندې سره د مبارزې جوگه شي او په خپلو پښو ودرېـږي؛ په دې شرط چې د افغانستان بچي په هرحالت کې له افراط نه لاس واخلي، له دودیزو قالبونه مات کړي او د باندې ورنه راووزي.

دې لنډې ارزونې ته پام وکړئ:

«په نړيواله او سيمه ييزه کچه د سترو اقتصادي، سياسي او ستراتیژیکو بدلونونو رامنځته کيدل، په سيمه کې انرژي  ته د اړتیا د کچې لوړيدل او د پريمانه د سرچينو شتون او ځينې نورو ملحوظاتو له امله نړيوالې ټولنې ته د افغانستان جغرافيايې موقعيت اهمیت زيات شوى، ددغه هېواد له خاورې څخه د سوداګريزو او ترانزیتي موخو لپاره د ګټو پورته کولو  او په افغانستان کې د پرتو ارزښتناکو اقتصادي زيرمو را ايستلو ته د حرص له امله افغانستان ته بېساري فرصتونه او امکانات برابر شوي دي…»

په افغانستان کې دننه او د نړۍ په لراوبر کې د پېښو په رامنځ‌ته کېدو سره، که زموږ په وطن او خلکو پورې اړه ولري که یې ونه‌لري، خامخا یې منفي تاثیرات زموږ بیوزلي خلک متأثره کوي. په امریکا کې د نوي واکدار د کړنو او د نوې پالیسۍ په رڼا کې، له دې سره سم چې د اوس‌له‌پاره د دریومیاشتو په مخه پر ټوله نړۍ باندې د امریکا د مرستو بندول د دې سبب شول چې د امریکايي ډالرو په مقابل کې د افغانیو نرخ راولوېـده او ورسره سم په بازار کې د خوراکي توکو نرخونه مخ په لوړېدو شول او یوځل بیا د لوږې څونامي خوله پرانیسته او د بیوزلو خلکو له پاره یې یوبل وژونکی توپان رامنځ‌ته کړ.

اوس خبره دې ته رسېدلې چې پخوا به خلکو په وچه ډوډۍ او چایو گوزاره کوله، یعنې وچه‌ډوډۍ، تریخ‌چای او نورهېڅ؛ خو اوس حالات داسې شول یا کېدونکي دي چې کېدای شي چې ډېری کورنیو ته وچه ډوډۍ او چای هم ونه‌رسېـږي.

د زاویه نیوز په یوه لنډه کې راپور کې د ستونزو ریښې ته داسې اشاره شوې ده:

«د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ۷۸ اجراييوي فرمانونو په لاسليک کې يو فرمان داسې هم دی، چې د امريکا ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډوي.

د دې پرېکړې پر اساس، له افغانستان سره هم د امريکا مرستې سمدستي قطع شوې دي.

د ۹۰ ورځو لپاره د امريکا د بهرنيو مرستو قطع کولو پاليسۍ هدف دا دی، چې نوموړی غواړي د مرستو پر پاليسيو بیاکتنه وکړي: «ټرمپ ګوري، چا سره مرسته وکړي او چا سره مرسته ونه کړي. او هغوی سره چې مرسته کوي هم څومره وکړي.»

د امريکا د بهرنيو مرستو ځنډولو دې تصميم سمدستي په ټوله دنيا کې يوه اقتصادي سکته رامنځته کړې ده.»

د افغانستان حالاتو ته په کتو او د خوراکي توکو د کمبود ستونزو په نظر کې نیولو سره، د سیمې او نړۍ ځینې په کار پوه خلک داسې وایي چې د ډونلډ ټرمپ له لوري ۹۰ ورځو لپاره بهرینو هیوادونو سره د مرستو ځنډولو حکم به د افغانستان پر بشري حالت خورا ناوړه اغېز پرېباسي.

د همدې ستونزو د بوړبوښکیو په اړودوړ کې، د افغانستان څپڅپانده حالت ته په کتو سره ځینې خلک په دې اندېښنه کې دي چې د لوږې څونامي په زوراخیستو سره بشري ناورین رامنځ‌ته نه شي.

په همدې ستونزو پورې اړوند د بېلابېلو نظریاتو او اندېښنو په ترڅ کې د ملگرو ملتونو د خوراک نړیوال پروگرام د ارزونې له مخې او د مرستو د کمښت په وجه به په روان ژمي کې ميليونونه افغانان له لوږې سره مخامخ شي.

یوه میاشت مخکې نړیوال بانک اندېښنه ښکاره کړې وه، چې د مالي ستونزو د کمښت په وجه، د افغانستان ۶ ملیونه اړمنو وګړو ته مرسته نشي رسولی.

د مگروملتونو اړوندې ادارې وایي چې همدا اوس په افغانستان کې تر پنځه‌ویشت میلیونو ډېرخلک د خوراکي توکو د نه‌شتون له ستونزو سره لاس گرېوان او د مرگ پر پوله ولاړ دي.

تر دې مخکې هم کارپوهانو او د ملگرو ملتونه مسؤلو ادارو څوـ څو ځلې ویلي دي چې د خوړو نه‌خوندیتوب افغانستان له ناورین سره مخ کولای شي؛ خو نه یې څوک اوري او نه څوک ورپسې گرځي، هرهېواد او هره ډله د خپلو گټو د ترلاسه کولو له‌پاره خپل پیل کړي پروگرامونه تطبیقوي، دا چې په دې لړ کې څوک څه ډول او څومره متضرره کېـږي، دوی یې خیال نه ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب