ډېوه – بېجينګ (چين)
د چين د پسرلني اختر ماښامنۍ نندارې د تيرې پيړۍ له اتمې لسيزې څخه پيل شوې او هر کال په هغه شپه چې سبا اختر وي (یعنې له اختر څخه مخکې شپه) د چينايانو لپاره ضروري برخه ګڼل کېږي. د هر کال د پسرلني اختر څخه مخکنۍ شپې په اتو بجو د هره کورنۍ د ټلويزيون له لارې دغه نندارې ګوري او ويلی شو، چې په څه د پاسه څلويښتو کلونو راهیسې دغه نندارې ځانګړی اهميت لري او آیا پوهېږئ چې څه ډول شيبه ده؟
چين پراخه ځمکه لري چې ښکلې طبيعي منظرې، خوندور خواړه، هنرونه او دودونه د هېواد له جنوب څخه تر شمال پورې، له لويديځ څخه تر ختيځ پورې مختلفې ځانګړتياوې لري. د پسرلني اختر ماښامنۍ نندارې د ټولو چينايانو لپاره هنري ډګر دی، چې د هېواد له بېلا بېلو سیمو څخه د نندارچیانو د علاقې وړ ډول ډول هنري پروګرامونه برابرېږي او د ټول هېواد نارينه، ښځې، ماشومان، عمر خوړلي کسان او ځوانان له دې نندارې څخه خوند اخلي او د خپلې خوښې وړ پروګرام پکې انتخابوي.
نندارچيان له دې نندارې څخه د چين د اقتصادي پرمختګ، علمي او تېکنالوژيکي وده، د رنګارنګ فرهنګونه، د ژوند ښه سوکالي او د خلکو يووالی ليدلی شي او د سوله ايز ژوند او راتلونکي لپاره ټينګ پيدا کوي. د دې نندارې هنري روحيې انرژۍ په هر هنري پروګرام کې خپرېږي او له دې نندارې څخه د ټولو خلکو يووالی څرګندېږي.
د روان کال د پسرلني اختر ماښامنۍ نندارې نه يوازې د هېواد په دننه کې بلکې په ټوله نړۍ کې د خلکو زياتې پاملرنې راجلب کړې دي. تېر کال د چین پسرلنی اختر د ملګرو ملتونو د غير مادي کولتوري ميراثونو په لیست کې شامل شو، نو ځکه سږ د (مار) کال د پسرلني اختر ماښامنۍ نندارې د نړيوالو د لا زیات هرکلي او پام وړ ګرځېدلې دي. په دې نندارو کې نه يوازې د چين په دننه کې بلکې ټولې نړۍ خلکو ته د ګډون بلنه ورکوي چې ښکلي پروګرامونه وګوري. زموږ ليدونکو هم په دې ورځو کې د ټولنيزو رسنيو له لارې د مار کال د نڅاوو پروګرامونه کتلي او د بېلا بېلو هېوادونو خلکو ورسره نڅا کړې او په ګډه د چين د پسرلني اختر هرکلی کوي.
له دې څخه دا احساسېږي، چې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو لا زيات ملګري د چين له فرهنګ سره ژوره علاقه پيدا کړې ده. د يادونې وړ ده، چې په تېر څه د پاسه يو کال کې د بهرنیو هېوادونو خلک د چين له لارې درېيم هېواد ته تلای شي، له ويزې پرته په چين کې د ۲۴۰ساعتونو يا لسو ورځو لپاره د پاتي کېدو تګلارې په پر له پسي ډول عملې شوې او په دې شکل باندې د ملګرو شمير لا زيات شوی. شميرې ښيي، چې په ۲۰۲۴م کال کې څه د پاسه ۶۴ ميليون کسان د چين له لارې درېيم هېواد ته د تللو په جريان کې په چين کې پاتې شوي دي. آيا تاسو پوهېږئ، چې د امریکا د حکومت له خوا د ټيک ټاک اپليکېشن لنډ مهاله تړل کېدو له چین سره د امریکایانو د علاقې مخه نه ده نیولې او هغوی د چين د ريډ نوټ په نوم له يو بل ايپليکېشن څخه استفاده کوي او له دې لارې د چين او بهرنيو هېوادونو په ټولنيزو رسنيو کې د بېلا بېلو هېوادونو انټرنيټ کاروونکو د چين منظرې، هنر او دودونه معرفي کوي، د چين ځانګړی فرهنګ او ژوند د لا زياتو بهرنيانو پاملرنې راجلب کړې دي.
د مار کال د پسرلني اختر ماښامنۍ نندارې د ګن شمېر هېوادونو د رسمي او ټولنيزو رسنيو او سمینارونو له لارې بیان شوې، په بهر کې مېشتو چیني وګړي په لومړي ځل د خپل وطن د پسرلني اختر فضا احساسولای شي، د ټولې نړۍ نندارچيان هم د چین د پسرلني اختر هنري نندارې فضا ليدلی شي.دغه نندارې د چيني او بهرني ډګرونو له لارې د ټولنې نړۍ د سوله پالو خلکو هرکلی کوي، چې چين ته وګوري او د چين په هکله معلومات تر لاسه کړي.