تاند (دوشنبه، د سلواغې/ دلوې ۹ مه) د طالبانود حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري نن آریانا نیوز ته ویلي چې په وروستیو ورځو کې د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د ځینو نړیوالو موسسو او مرستندویو ادارو فعالیتونه ځنډول شوي دي.
نظري وویل چې د دې لامل د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ۹۰ ورځو لپاره د مرستو ځنډول دي.
هغه زیاته کړه: “موږ غوښتنه کوو چې هیوادونه بشري مرستې سیاسي نه کړي، او بشري مرستې باید بشري پاتې شي.”
د ښاغلي نظري تر دې غوښتنې یوه ورځ وړاندې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ريیس له امریکا وغوښتل چې افغانستان ته بشري مرستې بیا پیل کړي.
تر دې وړاندې دغه پروګرام ویلي و چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې له هرو څلورو کورنیو څخه درې یې د کافي خوراکي توکو د برابرولو لپاره پیسې یا خوراکي توکي په پور اخیستي او دا شمېره په کلیوالو سیمو کې لوړه ده او له هرو پنځو کورنیو څخه څلور یې پوروړې دي.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د برابرولو په موخه د کورنیو منځنۍ کچه پور ۳۸ زره ۲۰۰ افغانۍ دی، چې له ۵۶۰ ډالرو سره برابر دى.
د جمعې په ورځ (د سلواغې په پنځمه) رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنیو مرستو د ځنډولو په اړه د بیاکتنې له امر وروسته د ټولو شته بهرنیو مرستو لپاره د «کار د درولو» امر وکړ.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، په یوه ټېلېګراف پیغام کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو مرستو د دفتر له خوا چمتو شوی او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو رابیو له خوا تصویب شوی، اسراٸیل او مصر ته د پوځی تمویل معافیت صادر شوی دی؛ خو د افغانستان په ګډون کوم بل هېواد چې له امريکا څخه بشري مرستې ترلاسه کوي، تر دې معافيت لاندې نه دي ياد شوي.
دا اقدام په نړۍ کې د ډیرو خلکو، په ځانګړې توګه د افغانستان د اتباعو، چې د بې وزلۍ او لوږې په لوړه کچه کې ژوند کوي، د ژوند ژغورلو لپاره د میلیاردونو ډالرو مرستې کمولو خطر له پايلو سره مخ کوي. د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی او په ۲۰۲۳ مالي کال کې یې د نړۍ له بې وزلو او اړمنو هېوادونو سره شاوخوا ۷۲ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
تاسي سوډرانو او ستاسي سوډرو پلرونه به طغوتي جهاد ددغه ستاسي په زبه کتابي په د جهاد تورې له تیکي نه رایستلې . د چا سره مو له توره کافرستانه د فرنګي له زوی پنجابي نه جګړه نه پیل کوله ! ای سوډرانو په تیره بیا ستاسي سوډرو پلرونو سي په سپینه ماڼۍ کې ددجال ریګن او خنزیري مارګریت تاچر په نعره تکبیر سره جهاد نه کول. تاسي سوډران د تاریخ مختوري راتلونکی نسل به مو په قبرونو غول کوي. کوم جهاد؟ په افغانستان کې پنځه وخته اذانونه کیدل او د کابل په راډیو کې به هر سهار د خدای بښلي قاري برکت الله سلیم په خوږه حنجره اسماني کلام تلاوت کیدل. تف لعنت ستاسي په مور پلورونکي هیواد پلورونکي ولس غلامونکي جهاد. څنګه به سوډرانو د محشر په میدان کې د لوی سبحان په مخ کې دریږۍ ؟ 😡 د روسانو سوډر د تاسي تر کتابي ورور شرف لرل. تف لعنت ستاسي په ابلیسي جهاد 😭