تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۹ مه) په البانیا کې زرګونه افغانان، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له خپل هېواد څخه تښتېدلي دي، د امریکا د ویزې د تایید په تمه دي. خو د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته د پخوانیو مهاجرتي پالیسیو د ځنډېدو له امله له نامعلوم حالت سره مخامخ دي.
ډونالډ ټرمپ، د متحده ایالاتو ولسمشر، هغه سیاست ځنډولی چې د ځانګړو شرایطو لرونکو افغان کډوالو ته یې په امریکا کې د مېشتېدو اجازه ورکوله.
له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو او د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، د جو بایډن حکومت د هغو افغان اتباعو د منلو پروګرام پراخ کړ چې له خطر سره مخامخ وو او په متحدوایالتونو کې د پناه اخیستلو مستحق و.
په دې طرحه کې د امریکا میشتو خبري ادارو اوسني او پخواني کارمندان، همدارنګه د دې هېواد د مرستندویه او پرمختیايي ادارو کارکوونکي او نورې هغه ډلې شاملې وې چې د امریکا له بودیجې ګټه اخلي.
خو دا طرحه له یوه مهم شرط سره مله وه چې د وړ کسانو شمېر یې خورا محدود کړ: غوښتونکي باید له افغانستان څخه وتلي وای او په درېیم هېواد کې یې پروسه پيل کړې وای، چې ممکن له ۱۲ تر ۱۴ میاشتو پورې وخت ونیسي. امریکا د دوی د وتلو یا په درېیم هېواد کې د پاتې کېدو ملاتړ نه کاوه.
په البانیا کې له ۳۲۰۰ څخه ډېرو افغان اتباعو، چې ډېری یې د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) لپاره وړ وو، پناه واخیسته او اوس په دې هېواد کې مېشت دي. دوی د البانیا خاورې ته له ننوتلو وروسته د مرکې لپاره غوښتل شوي او له دوی څخه د لازمو اسنادو د وړاندې کولو غوښتنه شوې ده.
خو د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړیو ورځو کې، د هغه حکومت اعلان وکړ چې د متحدو ایالتونو د کډوالو د منلو پروګرام د جنورۍ له ۲۷مې نېټې څخه لږ تر لږه د درې میاشتو لپاره ځنډول کېږي.
سپینې ماڼۍ وویل، په دې موده کې به د کورني امنیت وزیر د بهرنیو چارو له وزیر سره په مشوره یو راپور ولسمشر ته وړاندې کړي، ترڅو معلومه شي چې د دې پروګرام بیا پیل د متحدو ایالتونو په ګټه دی که نه؟
په همدې وخت کې، د هغو پناهغوښتونکو سفرونه چې دوسیې یې د جنورۍ له ۲۷مې نېټې وړاندې تایید شوې وې، د ټرمپ د حکومت له خوا لغوه شوې دي.
په دې کسانو کې له ۱۶۰۰ څخه ډېر هغه افغانان شامل دي چې د امریکا پخواني حکومت هغوی ته په امریکا کې د مېشتېدو اجازه ورکړې وه.
په دې شمېر کې هغه کسان شامل دي چې د جګړې پر مهال یې د امریکایي عسکرو ترڅنګ خدمت کړی یا د امریکا د فعال پوځي پرسونل د کورنۍ غړي دي.
په قطر او پاکستان کې هم زرګونه افغانان د البانیا په شان د ټرمپ د پرېکړې له کبله له نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوي دي.
امريکا ته د افغانانو د انتقال يو بنسټ افغان اېويک وايي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د کډوالۍ ادارې د هغو ټولو پروسو مالي تمويل بند کړی چې د افغانانو په شمول د کډوالو د انتقال چارې سمبالوي.
د افغانانو د انتقال بنسټ افغان اېويک په خپل بيان کې زياته کړې چې د امريکا ۲۰زره افغان متحدين او کورنۍ يې سمدستي له دې امره اغېزمن شوي او بې برخليکه پاتې دي.
د دوی اکثرو غوښتنليکونه منل شوي وو او د کډوالۍ په نړيوال سازمان او امريکا سفارت کې تر مرکو وروسته امريکا ته د پرواز په تمه وو.