عبدالوحید وحيد
په نړيواله او سيمه ييزه کچه د سترو اقتصادي، سياسي او ستراتیژیکو بدلونونو رامنځته کيدل، په سيمه کې انرژي ته د اړتیا د کچې لوړيدل او د پريمانه د سرچينو شتون او ځينې نورو ملحوظاتو له امله نړيوالې ټولنې ته د افغانستان جغرافيايې موقعيت اهمیت زيات شوى، ددغه هېواد له خاورې څخه د سوداګريزو او ترانزیتي موخو لپاره د ګټو پورته کولو او په افغانستان کې د پرتو ارزښتناکو اقتصادي زيرمو را ايستلو ته د حرص له امله افغانستان ته بېساري فرصتونه او امکانات برابر شوي دي.
له همدغو فرصتونو څخه د ګټه اخیستنې لپاره اوسنى حکومت د ملت غوښتنو ته د غوږ نيولو، کار اهل ته د سپارلو، د تنګ او عقده مند ذهنيت پرځاي د ملي ذهنيت خپلولو افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ګڼلو، له نړۍ سره په اقتصادي برخه کې د هېواد د نښلوونکو پروژو پلى کولو ته د ملا تړلو او په وړاندې يې پراته خنډونه له منځه وړولو په نتیجه کې ستر مثبت بدلون او د هېواد پرمختګ ته لاره هواره کړي.
دغه کړنې به افغانستان د ناامنيو له دلدل څخه د همېش لپاره وباسي، سياسي انزوا ته به د ګډو ګټو په چوکاټ کې د پاى ټکى کېږدي، په ګاونډيو هيوادونو کې د افغان ګډونوالو ځوروونکي حالت ته به مثبت بدلون ورکړي او له هېواد څخه د ځوانانو او علمي کادرونو د وتلو د بهير مخنیوى به وکړي.
امریکا په افغانستان کې د نظامي ځواک او ديپلوماتيک حضور پرته د B پلان له مخې خپله ژوره ښکيلتيا ساتلې او پاللې ده. دغه شان ښکيلتيا که څه هم فرصتونه رامنځته کوي خو په سيمه کې رقابتونو ته لاره هم پرانيزي او حساسيتونه هم راپاروي. دغه رقابتي سړه جګړه اوس هم دوام لري. په سيمه ييزه او نړيواله کچه رامنځته شوي رقابتونه د افغانستان لخوا د فعالې او انډوليزې کاري ديپلوماسي درلودلو په صورت کې زموږ هېواد ته د پرمختګونو لپاره فرصتونه برابر وى، خو په معيارونو باندي د ولاړو تګلارو د نشتون او د رقابتونو ترمنځ د انډول نه ساتلو په صورت کې افغانستان ته خورا جدي ستونځې او ننګونې هم رامنځته کولاى شي.
حکومتي نيمګړتياوې:
د موجود حاکميت مشرانو ته خپلو ځينو وړتیاو، لکه د هېواد په جغرافیه باندي بشپړ تسلط، د واک د جزيرو ختميدل او د امنيت ساتلو په برخه کې ژمن بشري ځواک د مثبتو بدلونو رامنځته کولو لپاره هم فرصتونه برابروي او هم يې د مسئوليتونو کچه لوړوي. د ولس او نړيوالې ټولنې فشار کچه نوره هم لوړيږي. دواړه خواوې غواړي له طالب مشرتابه سره تعامل وکړي، خو دَ ااا مشرتابه هم باید له بحران څخه د هېواد د ايستلو لپاره د ولس او نړيوالې ټولنې تعامل ته مثبت غبرګون وښيي.
که موجوده حاکميت په دغه هکله غوڅ او رغنده ګامونه پورته نکړي، د سياسي انزوا حالت او بنديزونه به دوام مومي، د نړيوالو اقتصادي پروژو د پلى کولو لپاره داسې نورې بديل انتخابونه شته چې د افغانستان اوسنى جيوستراتیژیک او جيوپوليتيک ارزښت کم کړي په متبادلو لارو کار پيل کړي او پراته فرصتونه زموږ له لاسه ووزي. که ااا د خپل ولس چيغې او غوښتنې بې اهمیته ګڼي، بلکې د خپلو ملګرو ملاتړو او خواخوږو څخه هم مشورو ته هم غوږ نه نیسي، د دوهم پوړ مشران د روباټانو دنده په مخ وړي نو دا د حکومتولي تر ټولو ناوړه بڼه ده او پايلې يې يقيناً بوږنوونکې دي.
ځينې مشران د خطرناکو پايلو د مخنیوي او ډيرى د خپلو امتیازاتو د خوندیتوب لپاره په نظام کې د نيمګړتياو په وړاندې چوپه خوله دي چې په اوږدمهاله توګه دين هېواد او ولس ته سخت زیان اړوي. په راتلونکې کې زموږ وياړلى ټولنيز جوړښت له منځه وړي، هېواد د جهالت تورتمونو ته بيايي، پرديو ته مو احتياج کچه لوړوي او تر ټولو ستر زيان يې دادى چې د سيکولريزم پلويان زياتوي،
په پرديو مرستو متکي اپوزیسیون:
د افغانستان سياسي واکمني د نظامونو د نسکوريدو، په ځانګړې ډول د پرديو يرغلونو او د لاسوهنو له امله واک ته د رسيدو عادي بهير پريښود. د نظامي ځواک او پرديو لخوا يرغمل وګرزيده. کله د افغانستان د عيني واقعيتونو کلتوري ځانګړتياو او ټولنيزو شاخصونو په پيچلتياو باندې ناخبره افرادو ته واک وسپارل شو او کله هم د جګړو په ډګر کې راپورته شوې جنګسالاران او پرديو ګټو ته ژمن افراد د هېواد په جغرافیه باندې حاکمان شول.
اوسنى سياست مو د خپلو وروڼو د وژلو په موخه له پرديو څخه د مرستو په نوم د وسلو او پيسو په ترلاسه کولو، يا هم يو ځل بيا په افغانستان باندې د پرديو لخوا د تحميل شويو حاکمانو د راتپلو په هڅو باندې راڅرخيږي. سياستوال مو خپل ولس ته د مخامخ کيدو او له خلکو څخه د مشورو غوښتنو پرځاى د پرديو په دروازو کې د خپلو ستونځو په هکله د شکايتونو په کولو باندي تمرکز کوي. هغه سياستوال بريالى ګڼل کېږي چې پردى ورته د ملاتړ ډاډ ورکړي.
قرباني ته د پرديو بچيانو په وړاندي کولو لپاره، د پرديو ګټو لپاره په پردي لګښت او پردي نوښت د نيابتي جګړو مجنونان د تېرو څو لسيزو ناکامه او تباهي رامنځته کوونکو جګړو له بدو او بوږنوونکو پايلو څخه د زده کړو همت نه لري. يا هم پوهيږي چې افغانان د مختلفو عواملو پربنسټ په اسانه غوليداى او جګړو ته تشويق کيداى شي، نو په حکومت باندې د فشار لپاره د ولس له ځوانانو څخه ابزاري ګټه پورته کوي.
له نيکه مرغه نړيواله ټولنه تېرو ترخو تجربو ته په کتو د طالبانو د بديل د نشتون او په افغانستان کې د جګړو په نتیجه کې د لاسته راوړنو نه ترلاسه کولو له امله نه يوازي داچي په افغانستان کې د جګړو ملاتړ نه کوي بلکې هراړخيزې هڅې کوي چې موجوده حکومتي مشران سمون او بدلون ته وهڅوي. څومره به ښه واى چې د ااا مشرانو د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د خپل ولس غوښتنو او د نړيوالې ټولنې ملحوظاتو ته د مثبت غبرګون ښودلو په موخه د خپلو اړتیاوو لپاره جامع پلان وړاندې کړى واى او همدغه کار لپاره يې په کور د ننه د مشورو بهير پيل کړى واى.
پايله:
په تپرو پنځو لسيزو کې د افغانستان شخړو ته د حل لارو موندلو ترعنوان لاندې د پرديو لخوا ترسره شويو ټولو تړونونو، نوښتونو او حل لارو منفى پايلې مو تجربه کړې. ايا تېر تاريخ ته په کتو اوس ددې وخت نه دى چې په خپل کور کې له خپلو وروڼو سره د سوله ييزو نوښتونو له لارې په خپل غولي کې د خپل راتلونکي په هکله مشورو ته ملا وتړو؟
اړينه نه ده چې معلوم الحال جنايتکاران او د فساد له امله د ولس ترمنځ منفورې څهرې په مشورتي بهير کې ګډون ولري. موږ په کور د ننه او بهر ډېر پاک سپيڅلي، ملي ګټو ته ژمن، د سيمې او نړۍ په حالاتو او تحولاتو باندې اګاه کادرونه لرو چې له موجوده بحراني حالت څخه د هېواد د ايستلو په تړاو ورڅخه مشوره وغوښتل شي
د تېرو پنځو لسيزو بدلونونو ته په کتو ويلاى شو چې د سمون او بدلون لپاره هر ډول مبارزه که په سر کې څومره هم سوچه او نګه وي خو چې قيادت يې په بهرني هيواد کې اوسيږي او يا هم داچې د خپلو ولسونو د مبارزې د اصالت او سپيڅلتيا ساتلو ظرفیت ونلري، د وخت په تېرېدو او په پردۍ خاوره کې د مختلفو استخباراتي لوبو په کږليچونو او ګردابونو کې خپل اصالت له لاسه ورکوي، د وخت د جبر او د ستونځو د توپاني څپو له اغيزو لاندي راځي او خپل اصلي رنګ بدلوي.
څومره به ښه واى چې په خپل غولي مو د خپلو ستونځو د حل په موخه د سمون او بدلون رامنځته کولو لپاره له سياسي بهير څخه د امتيازاتو د وېش اجندا د تل لپاره ايستلې او په حاکمه ډله باندي مو د مشروع نظام د رامنځته کولو او اساسي قانون د تسويد تصويب او توشيح په تړاو فشار راوړى واى .جګړه او دَ حاکمیت نسکورول له شک پرته نه د هېواد په ګټه ده، نه اسانه کړنه ده او نه هم د ولس غوښتنه ده. وموليدل چې د نسکوريدو او د امتيازاتو د وېش تړونونو خورا بدې پايلې درلودې.