Homeخبرونهم.م. په افغانستان کې د کوکنار کښت ۱۹٪ زیات شوی

م.م. په افغانستان کې د کوکنار کښت ۱۹٪ زیات شوی

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۶ مه) سره له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په رسمي ډول منع شوی دی، د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د کوکنارو کر ۱۹ سلنه زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، تېر کال په افغانستان کې پر ۱۰،۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو دا شمېره سږ کال ۱۲،۸۰۰ هکتارو ته لوړه شوې ده. راپور، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، څرګندوي چې په شمال ختیځو سیمو کې د کوکنارو کښت زیات شوی او د تریاکو د هر کیلو بیه ۷۳۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو دفتر ټینګار کړی چې باید د افغان بزګرانو ملاتړ وشي او اقتصادي فرصتونه ورته برابر کړل شي څو له غیرقانوني بازارونو څخه ځان خلاص کړي.

د دې دفتر اجرايي مدیرې، غاده والي، وویل: “که څه هم د کوکنارو کښت په افغانستان کې کم پاتې دی، موږ مسوولیت لرو چې افغان بزګرانو ته د دوامدار عاید سرچینې برابرې کړو.”

هغې زیاته کړه چې د افغانستان خلک له جدي مالي او بشري ستونزو سره مخامخ دي او بدیل عایداتو ته اړتیا لري.

راپور دا هم په ګوته کوي چې د کوکنارو د کښت جغرافیه له جنوب لویدیځ څخه، چې په دودیز ډول د کوکنارو د کر مهم مرکز ګڼل کېده، شمال ختیځو ولایتونو ته انتقال شوی، چېرته چې ۵۹ سلنه کوکنار کرل شوي دي.

 د دې بدلون معنا دا ده چې د ۲۰۲۳ کال پرتله په شمال ختیځو ولایتونو کې د کوکنارو کښت ۳۸۱ سلنه زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...