Homeخبرونهډونالډ ترمپ خپلې سیالې کاملاهریس ته ماته ورکړه

ډونالډ ترمپ خپلې سیالې کاملاهریس ته ماته ورکړه

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۶ مه) د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د ۲۷۹ الیکترول کالج رایو په ترلاسه کولو د ۲۰۲۴ د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو.

اغلې هریس ۲۲۳ الیکترول رایې خپلې کړي دي.

د بریالیتوب لپاره ۲۷۰ الیکترول رایو ته اړتیا وه.

ټرمپ په اوښتونکو ایالتونو کې ډیر بری خپل کړی دی. په مجموع کې ۷ ایالتونه اوښتونکي ایالتونه ګڼل کېږي، لکه میشګان، ویسکانسن، پینسلوانیا، نووادا، اریزونا، شمالي کارولینا او جورجیا.

په دغو ایالتونو کې بری د انتخاباتو ګټونکی ټاکي ځکه چې نور ایالتونه په دودیز ډول د جمهوریپال او دیموکرات ګوندونو ترمنځ وېشل شوي او تقریباً د انتخاباتو پایلې یې نه بدلیږي.

د استازو په جرګه کې هم تر دې دمه جمهوریپال ګوند مخکې دی.

دا خبر تازه کیږي

1 COMMENT

  1. له اوښتونکیو نه اړونکي لفظ ښه دی. اوښتونکی مفعول نوم یا اسم مفعول دی. اړونکی فاعل دی. دا چې دغه ایالتونه تغیر راوړي، کېدی شي اړونکي ایالتونه وګڼل شي.
    درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...