دوشنبه, نوومبر 17, 2025
Homeخبرونهډونالډ ټرمپ د خپلې بریا اعلان وکړ

ډونالډ ټرمپ د خپلې بریا اعلان وکړ

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۱۶مه) د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د پایلو تر اعلان وړاندې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډټرمپ خپلو پلویانو ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

ټرمپ د فلوریدا ایالت په پالم بیج کې خپلو پلویانو ته په وینا کې زیاته کړه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د امریکا لپاره خپلې کړې ژمنې عملي کوي.

ټرمپ بريا ته وروسته له هغې نېږدې شو چې، په دوو برخلیک ټاکونکو ایالتونو، شمالي کارولینا او جورجیا ایالتونو کې ګټونکی اعلان شو.

هغه امریکایي رسنۍ د دغو انتخاباتو بهیر له نیږدې څاري وایي، ټرمپ ۲۴۶ د انتخاباتي پلاو رایې ګټلي، بل لورته یې سیالې هریس تر اوسه ۲۱۰ رایې خپلې کړې دي.

د امریکا د ټاکنو د ګټلو لپاره لږ تر لږه د ۲۷۰ انتخاباتي پلاوو د رایو ترلاسه کول اړین دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...