Homeخبرونهد اسرائیلو دفاع وزیر له دندې ګوښه شو

د اسرائیلو دفاع وزیر له دندې ګوښه شو

تاند (چهارشنبه د عقرب ۱۶مه) د اسرائیلو دفاع وزیر پرون د سې شنبې په ورځ په غزه کې له پرله‌پسې ناکامیو وروسته له خپلې دندې ګوښه شو.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر د سې شنبې په ماښام اعلان وکړ، چې بنیامین نتنیاهو د دې هېواد د دفاع وزیر یواو ګالانټ له دندې ګوښه کړ.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دې هېواد د جګړو د مدیریت پر سر د نتنیاهو او ګالانټ ترمنځ ډېر اختلافونه رامنځته شوي وو.

نتنیاهو د دفاع وزیر یواف ګالانټ پر ځای یسرائیل کاټز د نوي دفاع وزیر په توګه ټاکلی دی.

یواو ګالانټ د اسرائیلو له دفاع وزارت څخه له ګوښه کېدو وروسته پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اسرائیلو د امنیت ټینګښت یې د ژوند ماموریت وو او وي به.

د راپورونو له مخې؛ د نتنیاهو د حکومت یو شمېر مخالفان د دې پرېکړې پر ضد د اعتراض لپاره د دغه ښار سړکونو ته راوتلي او په بیت‌‎المقدس کې د لومړي وزیر د استوګنې لار د پولیسو له ‎خوا تړل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...