سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد لومړنیو پایلو له مخې ټرمپ له کامالا هریس مخکښ دی

د لومړنیو پایلو له مخې ټرمپ له کامالا هریس مخکښ دی

تاند ( چهارشنبه د عقرب ۱۶مه) د لومړنیو پایلو له مخې د جمهوري غوښتونکیو نوماند ټرمپ د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډیموکراتې نوماندې کاملا هریس څخه مخکې دی.

ټرمپ تردې دمه ۱۹۸ الیکټرل کالج رایې ګټلي او کاملا هریس تر اوسه ۱۲۲ رایې خپلې کړې دي.

د امریکا په شپږ ایالتونو کې د رایو د شمېرنې پر بنسټ سی ان ان خبري شبکې وړاندویېنه کړې، چې په ۲۵ ایالتونو کې د جمهوري غوښتونکیو نوماند ډونالډ ټرمپ مخکې دی.

د یادې شبکې د څرګندونو له مخې، ټرمپ په انډیانا کې ۵۸.۷ سلنه، په کنټاکي کې ۶۱،۷ سلنه په لویدیځې ورجینیا کې ۶۹،۵ سلنه په ټنیسي کې ۶۷،۳ سلنه په آرکانزاس کې ۵۸،۸ سلنه او په اوکلاهوما کې ۶۷ سلنه رایې خپلې ګټلې دي.

دغه راز کامالا هریس په انډیانا کې ۳۹،۷سلنه، په کنټاکي کې ۳۱.۷ سلنه، په لویدیځې ویرجینیا کې ۲۸.۷سلنه، په ټنسي کې ۳۱.۶ سلنه، آرکانزاس کې ۳۹.۶سلنه او اوکلاهوما کې ۳۱سلنه رایې وګټلې.

د یادونې ده، چې دا شپږ ایالتونه د جمهوري غوښتونکیو ګوند پلوي ایالتونو کې دي.

جمهوري غوښتونکي ایالتونه په ترتیب سره انډیانا ۱۱ رایې، کنټاکي ۸ رایې، لویدیځې ورجینیا ۴ رایې، ټنسي ۱۱ رایې، آرکانزاس ۶ رایې او اوکلاهوما ۷ رایې خپلې کړي.

اوسمهال په ټوله امریکا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د رایو شمېرنه پیل شوې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب