سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهطالبان هیله لري چې د ترمپ بری به له افغانستان سره د...

طالبان هیله لري چې د ترمپ بری به له افغانستان سره د امریکا د تعامل او اړیکو د ښه کېدو سبب شي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۶مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ډونالډ ټرمپ له بري وروسته هیله څرګنده کړې چې د امریکا راتلونکی حکومت به له دوی سره د اړیکو د ښه کولو لپاره “واقع بینانه ګامونه” واخلي.

دغه وزارت د ټرمپ او طالبانو ترمنځ د اړیکو تیرو تجربو ته اشاره کړې ده، او د دواړو خواوو ترمنځ د لا ډېر تعامل غوښتنه یې کړې ده.

د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ مه د ډونالډ ترمپ د ولسمشرۍ په موده کې د امرکیا او طالبانو ترمنځ د دوحې موافقه لاسلیک شوه چې په پایله کې یې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل او طالبانو ته لار هواره شوه چې ټول افغانستان یو وار بیا ونیسي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکسپاڼه په یو پوسټ کې ټینګار کړی چې د طالبانو په نظر، د دواړو لورو ترمنځ د نویو اړیکو پیل د مختلفو برخو په اړه د متقابلو تعاملاتو له لارې رامنځته کېدای شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې همدا راز زیاته کړې چې دغه د دوحې تړون باید د طالبانو او امریکا ترمنځ د راتلونکو اړیکو او تعامل بنسټ وګرځي.

وزارت هیله څرګنده کړې چې ټرمپ به د سیمې د بحرانونو او جګړو، په ځانګړي ډول په غزه او لبنان د جګړو د پای ته رسولو لپاره رغنده رول ولوبوي.

ټرمپ د انتخاباتو مخکې څو ځلي ویلي چې که دوهم ځل ولسمشر غوره شوی وای، له افغانستانه به یې ټول ځواکونه نه و ایستلي او لږترلږه بګرام اډه به یې له ځان سره ساتلې وه.

5 COMMENTS

  1. کله چې بارک اوباما د امریکا 44 ولسمشر وټاکل شو، ایرانیانو ویل چې د هغه پلار حسین اوباما یو ایرانی وو چې له تهرانه کینیا ته تللی او له هغه ځایه امریکا ته مهاجر شو او هلته یې له یوې امریکایي سره واده وکړ.
    دوی دعوه کوله چې اوبا ما هم ایرانی اوشیعه دی.
    که احیانا کملا هارس بریالی شوې وه ، نو دوی به دعوه کوله چې د هغې پلار یا نیکونه له پارسه هند ته تللي او دهغې پلار یا نیکونه هم ایرانیان و.
    نه پوهېږم چې دوی به دونالد ترمپ ته هم کومه د خپلوي او ایرانیتوب لار لټوي ، که نه ؟ یوه د خپلوي رشته به خاماخا ورسره لري .
    ښاغلي ترمپ ته دې د امریکا په تاریخ کې د 45 او دا ځل د47 جمهور رئیس ټاکل مبارک وي .

  2. سلامونه ،
    افغان شاهین صاحب ، زما په فکر ،د ډونالد ټرمپ مینځنی نوم (جان) دی!!!
    فارسشیعستانیان به وايي :باز آمدی ای جان من ؛ جان من و
    صد همچو من قربان تو….”آهنګ فقید احمد ظاهر”
    او یا ؛ ټرمپ هم مثل ګل مر “جان” نې مني!!
    ډي.ژې.ټي!!!

  3. ټر لېب او ترمپ د الماني مردګاو لمسی یوه ګډه د تقاطع سطحه سره لري چې هغه په ښځو ظلم دی ! نالت په دواړو !!

  4. HONOR TRUMP IS FRIEND WITH INDIA,
    TRUMP DON,T LIKE PAKISTAN,HE WILL NOT PAY FREE DOLLARS TO PAKISTAN,
    SOME SOLDOUTS THINK AMERCA WILL AGAIN COME TO AFGHANISTAN AND WILL BRING CORRUPT JAMHURYAT. DONT THINK SO
    TALIBS MUST PEACE FULLY FIND DIPLOMATIC RELATION LIKE ALL ARABS COUNTRIES,
    AFGHANISTAN WILL OFFICIAL RECOGNIZE BY USA, OPENS SCHOOLS FOR ALL.
    PUT PROFESSIONAL HONEST DOCTORIN IN OFFICES,
    ALWAYS BE UNITED PEACEFULL AFGHANISTAN

  5. فکر کیږي چې د ټرمپ او طالبانو په تړون کې چې د بایډن ادارې کوم ملحوظات لرې کړي ټرمپ پرې ناراضي دی. ټرمپ په کراتو ویلي چې زما په تړون کې باګرام زمونږ سره پاتې کیده او ما هیڅکله وسلې د تروریستانو لاس کې نه پریښودې. اوس چې ټرمپ قدرت ته بیا ورسید او په امریکا کې میشت جمهوري غوښتونکې طالب ضد افغانان په ده څومره نفوس لري به د طالب په رژیم او اینده څه اغیز ولري وخت ته اړتیا لري. ظاهرا ټرمپ د بایډن ادرې او طالب ددوحې د پریکړې مخالفت خودلی او د ټړون په ملحوظاتو نیوکې لري او هم یې د درې تریلونه په قیمت د وسلو پریښودل بې غیرتي ګڼلې او هغه یې د امریکا د خلکو په پیسو اخستل شوي مهمات ګڼلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب